قَالَ أَلَمْ ۷۴۰ طٰهٰ

قَالَ فَمَا بَالُ الْقُرُونِ الْأُولَى ﴿۵۱﴾ قَالَ عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّي فِي كِتَابٍ لَا يَضِلُّ رَبِّي وَلَا يَنْسَى ﴿۵۲﴾ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَسَلَكَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِنْ نَبَاتٍ شَتَّى ﴿۵۳﴾ كُلُوا وَارْعَوْا أَنْعَامَكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِأُولِي النُّهَى ﴿۵۴﴾

اوئیل فرعون پس څه حال دی دپیړو مخکښنو ﴿۵۱﴾
اوئیل موسیٰ خبردهغی ځما درب سره دی په کتاب کښی نه غافل کیږی رب ځما اونه ترینه هیریږی څه څیز ﴿۵۲﴾
هغه ذات دی چه جوړه کړی ده ستاسودپاره ځمکه دآرام ځآی اوتیاری کړی دی تاسولره په هغی کښی لاری دتللو او راورولی دی دطرف دآسمان نه اوبه نورا اویستلی دی مونږپه هغی سره جوړئ دبوټو مختلفونه ﴿۵۳﴾
خورئ او سَرَوئ څاروی خپل یقیناً په دی کښی شته ډیری نخښی دپاره دعقل والو ﴿۵۴﴾

[۵۱] په دی آیت کښی دوهم سوال دفرعون ذکردی مطلب دسوال دادی که ستا خبره حقه وی نوتیرشوو مشرانو خو دهغی خلاف کړی دی اوبندگی دغیراللّه ئی کړی ده - نودهغی په باره کښی ته څه وائی اودا سوال دفرعون یو دهوکه ورکول وو موسیٰ علیه السلام ته یعنی که چیری موسیٰ علیه السلام ددی په جواب کښی اوائی چه هغه خوټول گمراهان وؤ نوعوام خلق به ترینه ټول ناراض شی -
[۵۲] په دی آیت کښی جواب دی د موسیٰ علیه السلام دطرف نه په حکمت سره چه علم دهغی ئی اللّه تعالٰی ته اوسپارلو اوپه خپله ئی دهغی په باره کښی هیڅ فیصله اونکړه - اودا ادب دی دپاره ددعوت کوونکو چه اوس هم مخالفین داسی تپوسونه کوی نودهغی جواب په داسی طرز سره په کاردی دپاره ددی چه هغوی په ضدکښی اخته نشی - اوپه دی آیت کښی دوه صفتونه چه هغه صفات صلبیه دی د اللّه تعالٰی نه نفی کړی شوی دی -
[۵۳] په دی آیت کښی دلیل عقلی دی په توحید باندی اودی ته تنویروئیلی شی په طریقه د ادخال الٰهی سره یعنی هرکله چه موسیٰ علیه السلام د اللّه تعالٰی دوه صفتونه صلبیه ذکرکړل په طریقه دلیل سره نود نورو وضاحت دپاره اللّه تعالٰی دخپل طرف نه نوردلیلونه دتوحید ذکرکوی په ذکردصفات فعلیه ثبوتیه سره - اوپه دی کښی څلورکارونه دقدرت د اللّه تعالٰی ذکرکړی شوی دی (أَزْوَاجًا) جوړی نراوماده چه اونو او بوټوکښی هم شته یا ازواج په معنیٰ دقسمونودی -
[۵۴] په دی آیت کښی بل دلیل عقلی دی په ذکر دبعضو نعمتونوسره په انسانانواوپه ځناورو باندی او دائی په صیغه دامرسره ذکرکړل ځکه چه خوراک او د څارؤو حق ادا کول هم دواجباتونه دی اوپه دی کښی مراد فائده اخستل دی دهغه څیزونو نه چه په مخکښی آیت کښی ذکرشوی دی (النُّهَى) جمع د نُهیة یا نهوة ده هغه څیزچه په هغی سره دبد کارونونه بچ کیدل کیږی نوهغه عقل او عدل دی په دی شرط سره چه د منع کولو دپاره استعمال کړی شی -