قَالَ أَلَمْ ۷۳۹ طٰهٰ

قَالَ لَا تَخَافَا إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَى ﴿۴۶﴾ فَأْتِيَاهُ فَقُولَا إِنَّا رَسُولَا رَبِّكَ فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَا تُعَذِّبْهُمْ قَدْ جِئْنَاكَ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكَ وَالسَّلَامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى ﴿۴۷﴾ إِنَّا قَدْ أُوحِيَ إِلَيْنَا أَنَّ الْعَذَابَ عَلَى مَنْ كَذَّبَ وَتَوَلَّى ﴿۴۸﴾ قَالَ فَمَنْ رَبُّكُمَا يَا مُوسَى ﴿۴۹﴾ قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى ﴿۵۰﴾

اوئیل مه ویریږئ یقیناً زه ستاسو سره یم آورم او وینم ﴿۴۶﴾
پس لاړشئ دواړه هغه ته نو اوائی یقناً مونږ رالیږلی شوی یو ستا درب طرف نه نوپریږده مونږسره بنی اسرائیل اوتکلیفونه مه ورکوه دوی ته یقیناً راوړی ده مونږتاته نخه ستادرب دطرف نه اودعذاب نه بچ کیدل دی هغه چالره چه تابعدار وی دهدایت ﴿۴۷﴾
یقیناً وحی کړی شوی ده مونږته چه عذاب په هغه چاباندی راځی چه دروعژن کړی (حق لره) او مخ اوگرځوی ﴿۴۸﴾
اوئیل فرعون پس څوک دی ستاسو رب ای موسیٰ ﴿۴۹﴾
اوئیل هغه رب ځمونږ هغه ذات دی چه ورکړی ئی دی هرڅیزته پیدایش دهغه بیائی ورته لار خودلی ده ﴿۵۰﴾

[۴۶] دا تسلی ده د اللّه تعالٰی دطرف نه په نصرت او امداد کولو سره اومعیت صفت د اللّه تعالٰی دی اوسلف صالحینو د هغی معنیٰ په مدد اونصرت سره کړی ده او اَسمَعَ وَ اَرٰی کښی معنیٰ دمعیت ته اشاره ده اودا فعلونه ئی مطلق ذکرکړی دی اشاره ده عموم ته چه ستاسو او ستاسو دشمنانو خبری آوری او د دواړو حالات وینی -
[۴۷] په دی آیت کښی بیان دطریقی ددعوت دی اوپه دی کښی پنځه خبری دی - اوله خبره بیان درسالت دی دپاره داثبات دربوبیت د اللّه تعالٰی او دا دواړه اصلی مقصدونه دی - دوهمه آزادول د بنی اسرائیلو دظلم دفرعونیانونه ځکه چه دوی نسلاً موحدین وؤ - دریمه خبره منع کول دفرعونیانو دظلم کولونه په بنی اسرائیلو باندی - څلورمه خبره خبرورکول په معجزی سره دپاره داثبات دتوحید اودرسالت، پنځمه خبره بشارت مؤمنانوته په سلامتیاسره دعذاب نه اوپه روستنئ جمله کښی مقصد سلام کول نه دی - هان حدیث دهرقل نه په جامع صحیح بخاری کښی معلومه شوی ده چه کافرانوته سلام به هم په داسی طریقه کیدلی شی -
[۴۸] په دی آیت تخویف دعذاب دی منکرینوته روستو دبشارت نه متبعینوته اوبشارت او تخویف او طریقی ددعوت دی -
[۴۹] په دی آیت کښی اول سوال دفرعون ذکرکړی شوی دی په باره دربوبیت کښی ځکه چه هغوی ورته اوئیل رسولاربک - ځکه چه فرعوت دعویٰ دربوبیت دمصرکړی وه چه زه ددی مدبریم نوددی وجی نه زه حق دار دبندگئ یم لکه چه سورة نازعات (۲۴) کښی ذکر دی -
[۵۰] حاصل دجواب دادی چه هغه څوک رب کیدی شی چه پیداکوؤنکی وی هدایت نه مراد عام دی یعنی هرڅیزته فطری طورباندی دهغه د ژوند دتیرولو طریقی خودل اوپه لفظ د اعطیٰ کښی اشاره ده چه خلق (وجود) نعمت او عطیه ده دطرف د اللّه تعالٰی نه اوپه دی کښی چه خلق دپاره دکومو موادو او اسبابو ته ضرورت دی هغه ټول اللّه تعالٰی ورکوی -