قَالَ بَصُرْتُ بِمَا لَمْ يَبْصُرُوا بِهِ فَقَبَضْتُ قَبْضَةً مِنْ أَثَرِ الرَّسُولِ فَنَبَذْتُهَا وَكَذَلِكَ سَوَّلَتْ لِي نَفْسِي ﴿۹۶﴾ قَالَ فَاذْهَبْ فَإِنَّ لَكَ فِي الْحَيَاةِ أَنْ تَقُولَ لَا مِسَاسَ وَإِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَنْ تُخْلَفَهُ وَانْظُرْ إِلَى إِلَهِكَ الَّذِي ظَلْتَ عَلَيْهِ عَاكِفًا لَنُحَرِّقَنَّهُ ثُمَّ لَنَنْسِفَنَّهُ فِي الْيَمِّ نَسْفًا ﴿۹۷﴾ إِنَّمَا إِلَهُكُمُ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَسِعَ كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا ﴿۹۸﴾
اوئیل سامری زه پوهه شوم په هغه څه چه نه دی دوی پوهه په هغی باندی پس راوامی خستله لږه دنقش قدم درسول نه بیا می اوغورځوله اودارنگ ښائسته کړی دی ماته نفس ځما ﴿۹۶﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام پس ځه (ددی قوم نه) پس یقیناً تالره په ژوند ددنیا کښی وینا ستاده چه ماله لاس مه راوړئ او یقیناً (ستا دهلاکت) دپاره مقرر وخت دی چه خلاف نه شی کیدی ستا دهغی نه او اوگوره خپل معبود (جوړکړی شوی) ته هغه چه ته هروخت ئی په هغه باندی منجور خامخا اوبه سیزو مونږ دی بیا به ئی او نولو په دریاب کښی په نوستلوسره ﴿۹۷﴾
یقیناً ستاسو حق دار دبندگئ اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه نیشته واکدار سیوا دهغه نه راگیرکړی دی هرڅیز لره په علم خپل کښی ﴿۹۸﴾
[۹۶] حاصل دجواب دادی چه ماسره هیڅ دلیل نه وؤ صرف ځما دنفس خبره وه اودارنگ زیاتوالی دعلم ځما وو د بنی اسرائیل نه په دی آیت کښی غوره تفسیردادی چه مراد دبصیرت نه علم دی په حقانیت د موسیٰ علیه السلام اومراد د أَثَرِ الرَّسُولِ نه تابعداری د موسیٰ علیه السلام ده - اومراد د قَبْضَةً نه لږه تابعداری ده او مراد د فَنَبَذْتُهَا نه پریخودل دتابعدارئ د موسیٰ علیه السلام دی په طریقه دمرتد کیدلوسره اوسبب دهغی دنفس وسوسی دی اوبل قول مشهوردی په نیزدمفسرینو چه مراد د مَا لَمْ يَبْصُرُوا نه خاوره ده دلاندی د قدم د اس د جبرائیل اودهغی نه سامری یو موټی راخستلی وه اوپه سخی کښی اوغورزوله نودهغه نه غوښه جوړه شوه او آوازونه ئی شروع کړل لیکن داقول بنادی په اسرائیلی روایتونو باندی چه هغه لیدل دسامری دی جبرائیل علیه السلام لره اودارنگ په عبارت کښی تقدیر راځی اثرحافر فرس الرسول او دا د فصیح کلام سره نه خائیږی اودارنگ دسخی نه غوښه جوړیدل هم صحیح ثابت نه دی نومعلومه شوه چه اول قول غوره دی هغه خطیب شربینی او امام رازی او آلوسی په خپل تفسیرونو کښی لیکلی دی -
[۹۷] یعنی موسیٰ علیه السلام ده ته اوئیل چه زمونږ نه جدا شه اودهیچ چا سره به لاس هم نه لگوی، اونه به تاسوسره څوک لاس لگوی یعنی بنی اسرائیل ئی منع کړل چه دده سره به هیڅ تعلق نه ساتئ اونه به دده سره خبری کوئ -
فائده: دا دلیل دی په دی خبره چه مشرکان او بدعتیان او گنهگارو خلقو سره قطع تعلق په کار دی دپاره ددی چه گناه دهغی اثراونکړی په نورو خلقو کښی اودارنگ په تفسیرقرطبی کښی ذکر کړی دی -
فائده: موسیٰ علیه السلام هغه سخی اوسیزه اوایری دهغه ئی دریاب ته اغورځولی دا دلیل دی په دی خبره چه کوم څیزباندی شرک کړی شوی وی نودهغی نه فائده اخستل نه وی په کار -
[۹۸] په دی آیت کښی بیان دتوحید دی په رد دهغی کسانو چه عبادت دسخی ئی کړی وؤ اورد شرک فی العلم ئی دلیل ذکرکړی دی دپاره درد د شرک فی الالوهیة -