قَالَ أَلَمْ ۷۲۲ مریم
قَالَ سَلَامٌ عَلَيْكَ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي إِنَّهُ كَانَ بِي حَفِيًّا ﴿۴۷﴾ وَأَعْتَزِلُكُمْ وَمَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَأَدْعُو رَبِّي عَسَى أَلَّا أَكُونَ بِدُعَاءِ رَبِّي شَقِيًّا ﴿۴۸﴾ فَلَمَّا اعْتَزَلَهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَكُلًّا جَعَلْنَا نَبِيًّا ﴿۴۹﴾ وَوَهَبْنَا لَهُمْ مِنْ رَحْمَتِنَا وَجَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِيًّا ﴿۵۰﴾ وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مُوسَى إِنَّهُ كَانَ مُخْلَصًا وَكَانَ رَسُولًا نَبِيًّا ﴿۵۱﴾ وَنَادَيْنَاهُ مِنْ جَانِبِ الطُّورِ الْأَيْمَنِ وَقَرَّبْنَاهُ نَجِيًّا ﴿۵۲﴾
اوئیل ابراهیم علیه السلام سلام دجدائی دی تاته زردی بخنه به غواړم تالره د رب خپل نه یقیناً هغه په ماباندی ډیرمهربان دی ﴿۴۷﴾
اوپه ډډه کیږم ستاسونه اودهغه چانه چه تاسو ورته رامدد شه وائی سیوا د اللّه تعالٰی نه او دعا غواړم د خپل رب نه امید دی چه نه یم زه په وجه د دعا غوښتلو د رب زما نه بدبخته (محرومه) ﴿۴۸﴾
پس هرکله چه ډډه ئی اوکړه ددوی نه اودهغه چانه چه دوی ئی بندگی کوله سیواد اللّه تعالٰی نه اوبخلو مونږده ته اسحاق اویعقوب اوهریو مونږ مقرر کړی ؤوپیغمبر ﴿۴۹﴾
اوبخلی ؤو مونږدوی ته ډیر د رحمتونو خپلونه اوگرځولی ؤو مونږ دوی لره ذکرنیک اوچت ﴿۵۰﴾
اویاد کړه دوی ته د نصیحت په طورپه دی کتاب کښی حال موسیٰ علیه السلام یقیناً هغه پاک ساتلی شوی ؤو او ؤو رسول نبی ﴿۵۱﴾
او آواز ورکړو مونږ هغه ته دخی دطرف دطور نه او نزدی کړی ؤو مونږ دی رازدار ﴿۵۲﴾
[۴۷] په دی کښی اشاره ده چه ابراهیم علیه السلام دتشدد په مقابله کښی نرمی کړی ده اودلته دسلام نه مراد تحیه نه ده بلکه متارکت (پریخودل) دی په ښه طریقی سره ځکه چه کافرباندی ابتدا دسلام اتفاقاً منع ده نو معنیٰ داده چه (ځما ستانه په خیراوسلامتیاسره جداکیدل دی) او دا طریقه دنیکانوده لکه سورة فرقان (۶۳) اوقصص (۵۵) کښی دی اودسلام اقسام په تفسیردسورة انعام (۵۴) کښی تیرشوی دی و (سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي) ددی تشریح په تفسیردسورة توبه (۱۱۴) کښی تیره شوی ده -
[۴۸] په دی آیت کښی ذکر دی برائت دابراهیم علیه السلام دمشرکانونه اودهغوی شرکی طریقو نه هم - په دی کښی اشاره ده چه مؤحدباندی پس ددعوت دتوحید نه لازم دی چه دمشرکانواودهغوی دطریقو نه به برائت کوی (وَأَدْعُو رَبِّي) دد نه مراد دعا داستغفارده دپاره دپلار یا مراد ددی نه طلب کول دی داولاد دپاره ملگرتیا ددعوت دتوحید لکه سورة صافات (۱۰۰) کښی ذکرراځی یامراد ددی نه عامه دعا ده چه مختص ده په رب تعالٰی پوری -
[۵۰،۴۹] دبرائت کولو په وجه اللّه تعالٰی په ده باندی څلور انعامات ذکرکوی - (۱) اسحاق ځوی او یعقوب نوسی هبه کول او (۲) هغوی لره نبوت ورکول او (۳) ټولو له درحمت خاصه د اللّه تعالٰی نه پوره برخه ورکول اود هغی تفسیر سورة انبیاء (۷۳،۷۲) کښی ذکردی - او (۴) کښی دهغوی مدح او ثنا او نیک ذکرپه روستو خلقو کښی جاری ساتل او (عَلِيًّا) کښی اشاره ده عموم ددغه ذکرحسن ته په ټولوملتونوکښی نواشاره ده چه دشرک او دمشرکانونه په برائت سره ډیرانعامات حاصلیږی -
[۵۳،۵۲،۵۱] داد څلورمی شبهی جواب دی - شبه په باره د موسیٰ علیه السلام کښی ده چه د موسیٰ علیه السلام دډیرمعجزاتو نه دلیل نیسی دهغه په قدرت او تصرفاتو باندی او اللّه تعالٰی سره ئی شریکوی - حاصل دجواب دادی چه موسیٰ علیه السلام په ټولوکمالاتوکښی اللّه تعالٰی ته محتاج وو -
[۵۲] په دی آیاتونوکښی کلمه د (فا) دلالت کوی په دی باندی - اوپه دی آیاتونوکښی د موسیٰ علیه السلام شپږ صفات اوکمالات ئی ذکرکړی دی - اوهغه دلالت کوی دهغه په عبدیت او احتیاج الی اللّه باندی (مُخْلَصًا) نه مراد غوره کړی شوی اودگناهونونه پاک ساتلی شوی - په دی کښی اشاره ده عصمت دهغه ته (رَسُولًا نَبِيًّا) مراد داچه دواړو صفتونوکښی نسبتی فرق دی یعنی رسول من جانب اللّه اونبی الی الخلق (مِنْ رَحْمَتِنَا) کښی مطلب داچه دده دعا په باره د ورور کښی قبلول د اللّه تعالٰی رحمت دی دا څه زور دهغه په اللّه تعالٰی باندی نه وو (وَنَادَيْنَاهُ) ددی تفصیل ورپسی سورة طٰهٰ کښی ذکرشوی دی -