قَالَ أَلَمْ ۷۲۳ مریم
وَوَهَبْنَا لَهُ مِنْ رَحْمَتِنَا أَخَاهُ هَارُونَ نَبِيًّا ﴿۵۳﴾ وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِسْمَاعِيلَ إِنَّهُ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُولًا نَبِيًّا ﴿۵۴﴾ وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ وَكَانَ عِنْدَ رَبِّهِ مَرْضِيًّا ﴿۵۵﴾ وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِدْرِيسَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا ﴿۵۶﴾ وَرَفَعْنَاهُ مَكَانًا عَلِيًّا ﴿۵۷﴾
اوبخلی ؤو مونږده ته دوجی درحمت زمونږ نه ورور دده هارون علیه السلام نبی ﴿۵۳﴾
اویاد کړه په کتاب کښی دنصیحت په طور اسماعیل علیه السلام یقیناً دی ؤو رشتینی لوظ والا او ؤو دی رسول نبی ﴿۵۴﴾
اوده به حکم کؤو تابعدارو خپلوته دمونځ کولو اوزکوٰة ورکولو او ؤو دی په نیزدرب خپل غوره کړی شوی ﴿۵۵﴾
اویاد کړه دنصیحت په طورپه دی کتاب کښی ادریس علیه السلام یقیناً دی ؤو رشتینی نبی ﴿۵۶﴾
اوپورته کړی ؤو مونږده لره مرتبی اوچتی ته ﴿۵۷﴾
[۵۵،۵۴] په دی کښی جواب دپنځمی شبهی دی ځکه چه مشرکین مکه صورت د اسماعیل علیه السلام په کعبه کیښودلی وؤ اوپه لاس کښی ورته ازلام دقسمت ورکړی وؤ عقیده ئی داه وه چه دی متصرف واکدار دقسمتونو دی - حاصل دجواب په اثبات د عبدیت او عجز دهغه دی په ذکرکولو دپنځه صفاتوسره (صَادِقَ الْوَعْدِ) صدق دوعدی دټولوانبیاؤ صفت دی لیکن دخصوصیت د اسماعیل علیه السلام په وجه دخاص واقعاتوسره دی لکه وعده دپلارسره دصبرعلی الذبح دارنگ وعده کول دیو کس سره اوپه هغی ځای کښی دری ورځی انتظار کول دا روایت د ابوداؤد دی (رَسُولًا نَبِيًّا) دا دلیل دی چه درسول سره د نوی کتاب موجودیدل ضروری نه دی خوچه دوحی په تبلیغ باندی مکلف وی نورسول دی او دا شرافت د اسمعٰیل علیه السلام دی په اسحاق علیه السلام باندی ځکه چه دهغه په صفت کښی رسول نه دی وئیلی شوی (وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ) مراد ددی نه هغه ټول امتیان دی او هغه بنوجرهم قبیله وه - اشاره ده دعوت له عبادة اللّه سره ئی ډیرمحبت وو هروخت په دی کښی مشغول وؤ -
[۵۷،۵۶] په دی کښی جواب د شپږمی شبهی دی چه د ادریس علیه السلام په باره کښی یهودیانو دروغ قصی مشهوری کړی وی بعضی صوفیانو وئیلی دی چه ادریس علیه السلام الیاس دی اود خضرپه شان ژوندی دی اودخلقو دحاجاتو دپوره کولودپاره په اوچه کښی گرځی ددی قصونه معلومیږی چه دی هم قدرت او تصرف دالوهیت لری - حاصل دجواب دادی چه په ده کښی دعبدیت صفات وؤ (صدیقیت او نبوت) او اللّه تعالٰی ته محتاج وؤ رفعت دمرتبه کښی (رَفَعْنَاهُ مَكَانًا عَلِيًّا) ددی نه مراد اوچت والی دمرتبی دهغه دی په نیرد اللّه تعالٰی اودهغی په مقدارباندی اللّه تعالٰی عالم دی - یامراد ددی نه لیدل د رسول اللّٰه ﷺ دی ده لره په شپه دمعراج په څلورم آسمان کښی اوددی نه علاوه نوری قصی دده یعنی د ملک سره جنت ته تلل اوجنت کښی پاتی کیدل وغیره اسرائیلیات دی
فائده: دقرآن کریم دظاهرنه معلومیږی چه ادریس علیه السلام دابراهیم نه روستو نبی وو اوداچه مشهوره ده چه دده نوم اخنوخ وو اودنوح علیه السلام په دریم پشت کښی نیکه وو داخبره صحیح ثابت نه ده -