قَالَ أَلَمْ ۷۲۱ مریم
يَا أَبَتِ إِنِّي قَدْ جَاءَنِي مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ يَأْتِكَ فَاتَّبِعْنِي أَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِيًّا ﴿۴۳﴾ يَا أَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّيْطَانَ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلرَّحْمَنِ عَصِيًّا ﴿۴۴﴾ يَا أَبَتِ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يَمَسَّكَ عَذَابٌ مِنَ الرَّحْمَنِ فَتَكُونَ لِلشَّيْطَانِ وَلِيًّا ﴿۴۵﴾ قَالَ أَرَاغِبٌ أَنْتَ عَنْ آلِهَتِي يَا إِبْرَاهِيمُ لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِي مَلِيًّا ﴿۴۶﴾
ای پلاره ځما یقیناً راغلی دی ماته د علم (وحی) نه هغه چه تاله نه دی راغلی نو تابعداری اوکړه ځما اوبه ښایم تاته لار برابر ﴿۴۳﴾
ای پلاره ځما بندگی مه کوه دشیطان یقیناً شیطان درحمان نه نافرمان دی ﴿۴۴﴾
ای پلاره ځما یقیناً ویره کؤوم چه اوبه رسی تاته عذاب د طرف درحمٰن نه نوپس شی به ته دشیطان ملگری ﴿۴۵﴾
اوئيل پلارآیا مخ گرځوی ته ځما مددگارانونه ای ابراهیم که چیری منع نه شوی ته نو په کانړو به دی اوولم او لری شه ځمانه ډیره موده ﴿۴۶﴾
[۴۳] په دی آیت کښی دعوت دی اتباع درسول ته روستو دبیان دتوحید نه - چونکه شبه کیدی شوه چه ابراهیم علیه السلام پلار ته وائي (فَاتَّبِعْنِي) دا خوبی ادبی ده نو اول ئی علت د اتباع ذکر کړو (قَدْ جَاءَنِي مِنَ الْعِلْمِ) یعنی ماته وحی راغلی ده او اشاره ده چه په اتباع دنبی کښی هدایت دصراط مستقیم منحصردی -
[۴۴] په دی کښی نهی ده د اتباع دشیطان نه، که انسی وی اوکه جنی وی ځکه چه هغه منع کول کوی دتوحید اود اتباع درسول نه چه دواړه مخکښی بیان شول - اودی آیت کښی عبادت په معنیٰ دطاعت دی لکه په سورة یٰس (۶۰) کښی دی اشاره ده چه اطاعت دغیراللّه په تحلیل او تحریم کښی بی دلیله داعبادت دهغه دی (عَصِيًّا) اشاره ده چه دهیڅ عاصی اطاعت جائزنه دی (وَلِيًّا) او شیطان خو امداد دخپلودوستانوسره نه شی کولی -
[۴۵] په دی آیت کښی تخویف دی اوعلت دی دپاره دنهی داطاعة الشیطان نه چه مخکنی آیت کښی ذکرشوه -
فائده: په دی څلورو آیتونو کښی ددعوت طریقه اوترتیب ذکرشوی دی -
[۴۶] په دی آیت کښی ذکر دتشدد دپلار دی په ابراهیم علیه السلام باندی اول زورنه دوهم دباؤکول په رجم سره دریم شړل دهغه (آلِهَتِي) کښی اشاره ده چه پلارد ابراهیم علیه السلام دډیو الٰهیو عبادت کوو او دارنگ الٰهه ئی دنورو خلقو دپاره جوړول اوهغوی ته به ئی دعوت دشرک ورکوؤ یعنی ضال هم وؤ اومضل هم وؤ (لَأَرْجُمَنَّكَ) ددی دوه معنی دی اوله معنیٰ په گټوسره ویشتل او دوهمه معنیٰ کنځل کول (مَلِيًّا) ډیره موده همیشه یا سالماً بچ چه تاته تکلیف اونه رسیږی زما دطرف نه -