قَالَ أَلَمْ ۷۲۰ مریم
أَسْمِعْ بِهِمْ وَأَبْصِرْ يَوْمَ يَأْتُونَنَا لَكِنِ الظَّالِمُونَ الْيَوْمَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۳۸﴾ وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الْحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الْأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ وَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۳۹﴾ إِنَّا نَحْنُ نَرِثُ الْأَرْضَ وَمَنْ عَلَيْهَا وَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ ﴿۴۰﴾ وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا ﴿۴۱﴾ إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا يَسْمَعُ وَلَا يُبْصِرُ وَلَا يُغْنِي عَنْكَ شَيْئًا ﴿۴۲﴾
ښه اوری به دوی اوښه به وینی په هغه ورځ چه پیش به شی مونږ ته لیکن ظالمان نن په گمراهئ ښکاره کښی دی ﴿۳۸﴾
او وریره ورکړه دوی لره دورځ دافسوس نه کله چه فیصله به اوشی د کارونو اودوی (اوس) په غفلت کښی دی اودوی ایمان نه لری ﴿۳۹﴾
یقیناً مونږ آخری مالکان یو ددی ځمکی اودهغه چاچه په دی باندی دی اوخاص مونږته به دوی رااوگرځولی شی ﴿۴۰﴾
اوبیان کړه دنصیحت په طور په کتاب د اللّه تعالٰی کښی حال دابراهیم علیه السلام یقیناً دی ډیرریشتنی ؤو پیغمبر ؤو ﴿۴۱﴾
کله اوئیل ده پلار خپل ته ای پلاره زما په څه دلیل بندگی کوی ته دهغه چاچه نه اوری اونه وینی څه څیز اونه لری کولی شی ستانه هیڅ تکلیف ﴿۴۲﴾
[۳۸] په دی آیت کښی اول تخویف دی اوبیازجردی اومراد د آیت دادی چه په ورځ دقیامت به دوی ښه اوری او ښه به وینی هغه څه چه دوی ترینه نن انکارکوی نودقیامت په ورځ اوریدل او لیدل څه فائده نه ورکوی لکه سورة سجده (۱۲) کښی چه ذکرراځی (فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ) یعنی په دنیا کښی نه آوری اونه وینی حق لره اوداسبب دگمراهئ دی (أَسْمِعْ بِهِمْ وَأَبْصِرْ) صیغی دفعل تعجب دی دلالت کوی په مبالغه باندی -
[۳۹] دی کښی هم تخویف اخروی دی اوبیا زجردی (يَوْمَ الْحَسْرَةِ) دا ورته ځکه وائی چه دامنکرین به په کښی افسوسونه اوحسرت کوی په توحید پسی لکه په سورة حجر (۲) کښی اواوپه اتباع رسول پسی لکه سورة فرقان (۲۷) کښی اوپه ایمان بالاخرة پسی لکه سورة انعام (۳۱) کښی اوپه قرآن پسی لکه سورة انعام (۲۷) کښی (إِذْ قُضِيَ الْأَمْرُ) تقدری دعبارت دادی یتحسرون اذقضی الامر -
[۴۰] په دی کښی اثبات دتصرف د اللّه تعالٰی دی اواشاره ده چه ټول عالم به فناشی اویو اللّه تعالٰی به باقی وی اودا علت دی ددی قول چه اذقضی الامر، یعنی اللّه تعالٰی فیصله د انصاف کولی شی ځکه چه هغه مالک دی -
[۴۱] دا دریمه واقعه ده دابراهیم علیه السلام اوجواب دشبهی دی - شبه دمشرکینو داوه چه ابراهیم علیه السلام اللّه تعالٰی ته داشی مقرب اونزدی وو چه اللّه تعالٰی ورته تصرفات سپارلی وو دی وجی نه مشرکین مکه صورت دابراهیم علیه السلام په کعبه کښی کیخودلی وو اوپه لاس کښی وله ازلام ورکړی وو اشاره ده چه دی دانسانانوپه قسمت کښی تصرف لری حاصل جواب دادی چه ابراهیم علیه السلام خودتوحید وجی دپلارنه برائت کړی وو نوهغه څه رنگه د اللّه تعالٰی سره شریک کیدی شی او اللّه تعالٰی ته عاجزی کوونکی وو او اللّه تعالٰی ته محتاج وو (فِي الْكِتَابِ) اشاره ده چه دابراهیم علیه السلام واقعات د اللّه تعالٰی دکتاب موافق بیان کړه دمشرکانو دقصو مطابق نه (صِدِّيقًا) هغه څوک وی چه ددین د اللّه تعالٰی ښکاره بیانوی او د هیچ چا لحاظ نه کوی نو ابراهیم علیه السلام دخپل پلار لحاظ هم نه دی کړی اودا دلیل دی چه ده دروغ نه دی وئیلی اوثلث کذبات چه کوم دی هغه تورئی دی دروغ نه دی -
[۴۲] په دی آیت کښی دپلار دعوت ئی توحید کړی دی په نرمه طریقه سره اوطلب د دلیل ئی ترینه په عبادت غیراللّه باندی کړی دی په لفظ دلَم سره - اوپه دی آیت کښی اشاره ده صفاتو دمعبود بالحق ته اونفی دی دصفات دغیراللّه نه، هغه دری صفات دی آوریدل دهرڅه، لیدل دهرڅه، اومصیبتونه دفع کول اودا دری په هیڅ مخلوق کښی نیشته که انبیاء وی اوکه اولیاء وی اوکه مړه وی اوددی ترتیب دادی چه اول آوریدل دی نوپه هغی سره توجه پیداشی نو نظر اوکړی نوپس دهغی حاجت روائی کوی -