قَالَ أَلَمْ ۷۱۹ مریم

وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّارًا شَقِيًّا ﴿۳۲﴾ وَالسَّلَامُ عَلَيَّ يَوْمَ وُلِدْتُ وَيَوْمَ أَمُوتُ وَيَوْمَ أُبْعَثُ حَيًّا ﴿۳۳﴾ ذَلِكَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ قَوْلَ الْحَقِّ الَّذِي فِيهِ يَمْتَرُونَ ﴿۳۴﴾ مَا كَانَ لِلَّهِ أَنْ يَتَّخِذَ مِنْ وَلَدٍ سُبْحَانَهُ إِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ ﴿۳۵﴾ وَإِنَّ اللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ ﴿۳۶﴾ فَاخْتَلَفَ الْأَحْزَابُ مِنْ بَيْنِهِمْ فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ مَشْهَدِ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۳۷﴾

او نیکی کؤونکی دمورسره اونه دی گرځولی مالره زیاتی کؤونکی په خلقو او بدبخت ﴿۳۲﴾
او سلامتیا ده د طرف اللّه تعالٰی نه نه په ماباندی په هغه ورځ چه پیداکړی شوم اوپه هغه ورځ چه مړکیږم اوپه هغه ورځ چه دوباره به ژوندی کیږم ﴿۳۳﴾
دغه شان والا عیسیٰ بن مریم دی (وایم) وینا حقه هغه چه دوی په کښی شک کوی ﴿۳۴﴾
نه ده مناسب اللّه تعالٰی لره چه اونیسی هیڅ بچی پاک دی اللّه تعالٰی ددی نه هرکله چه اوغواړی څه کار پس یقیناً اوائی هغه ته اوشه نوهغه اوشی ﴿۳۵﴾
(او اوئیل عیسیٰ علیه السلام) یقیناً اللّه تعالٰی رب ځما اورب ستاسو دی پس بندگئ کوی خاص هغه لره دالاره ده نیغه ﴿۳۶﴾
بیا اختلاف اوکړو ډلو (ضدیانو) په کورنئ کښی (په باره د عیسیٰ علیه السلام کښی) نوتباهی ده کافرانو لره د حاضرئ د ورځی لوئ نه ﴿۳۷﴾

[۳۲] په دی آیت دهغه نور دوه صفات دعبدیت ذکرکړی دی (جَبَّارًا) هغه څوک چه دتکبر دوجی په ځان باندی دبل چاحق نه منی او (شَقِيًّا) هغه دی چه د خباثت دنفس دوجی نه د اللّه تعالٰی حکم پریږدی د یحیٰ علیه السلام په باره کښی عصیّا ذکر شوی وؤ ځکه چه دهغه په باره کښی بدنامی نه وه نوصرف عصمت دهغه ذکرشو اود عیسیٰ علیه السلام په باره کښی شَقِيًّا ذکر کړو په دی کښی رد دی په هغه طعنونو چه یهودیانو په هغه باندی کول -
[۳۳] دا سلام اگرچه دده په خولی سره وئیلی شوی دی لیکن د اللّه تعالٰی دطرف نه دی په حقیقت کښی اوپه دی کښی د عیسیٰ علیه السلام دری حالات دعجز ذکرشول چه اللّه تعالٰی ته محتاج دی په سلامتیاکښی - او والسلام کښی الف لام ئی عهدی ددی وجی نه راوړو چه معلوم په دی سره سلام د یحیٰ علیه السلام یعنی هغه سلام په ماباندی هم دی یادلیل دی په فضیلت د عیسیٰ علیه السلام په یحیٰ علیه السلام باندی ځکه چه معرفه افضل ده د نکری نه -
[۳۵،۳۴] دا آیتونه په طریقه د جملی معترضی سره دی - تفریع او نتیجه ده د کلام د عیسیٰ علیه السلام او رد دی په نصاریٰ مشرکانوباندی اوپه یهودیانوباندی او (قَوْلَ الْحَقِّ) نه مخکښی اقوال لفظ محذوف دی اوپه (۳۵) کښی صریح رد دی په نصاریٰ باندی چه عقیده د اتخاذ ولد لری - رد په دوه طریقو سره دی یو (سُبْحَانَهُ) او دوهم (إِذَا قَضَى أَمْرًا) په اول کښی تنزیه ذاتی ده اوپه دوهم کښی عدم احتیاج دهغه دی -
[۳۶] دا هم قول د عیسیٰ علیه السلام دی - اوقال په دی کښی مقدر دی لیکن دائی د مخکونو احوالونه جدا ذکر کړو اشاره ده چه دا قول دهغه په حال دوړوکوالی کښی نه وؤ اوداسی په سورة العمران (۵۱) او سورة زخرف (۶۴) کښی هم دی -
[۳۷] مختلف اقوال په باره د عیسیٰ علیه السلام کښی داوو چه یهودیانو وئیل چه دا ولدالزنا دی اود نصاریٰ نه یقوبیه اوئیل چه دا اللّه دی اوپه صورت د عیسیٰ علیه السلام کښی دی اونسطوریه اوئیل چه دی ابن اللّه دی اوملکانیه اوئیل چه دی ثالث ثلثه دی او مسلمانانو اوئیل چه دی عبداللّه ورسوله دی - اوپه دی ایت کښی تخویف اخروی دی د منکرینو ډلوته (مِنْ مَشْهَدِ) اشاره ده چه ددوی هلاکت به په هغه ورځ یقینی وی چه ورځ دقیامت حاضره شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>