سُبْحَانَ الَّذِي ۶۶۱ بنی إسرائيل

أُولَئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا ﴿۵۷﴾ وَإِنْ مِنْ قَرْيَةٍ إِلَّا نَحْنُ مُهْلِكُوهَا قَبْلَ يَوْمِ الْقِيَامَةِ أَوْ مُعَذِّبُوهَا عَذَابًا شَدِيدًا كَانَ ذَلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُورًا ﴿۵۸﴾

هغه کسان چه دوی ورته رامدد شه وائی غواړی خپل رب ته نزدی والی چه کوم یوددوی نه زیات نزدی وی اوامید لری دوئ‌ درحمت دهغه او ویره کوی دعذاب دهغه نه یقیناً عذاب درب ستانه ویره کیدی شی ﴿۵۷﴾
اونیشته هیڅ کلی مگر مونږ هلاکؤونکی دهغی یو مخکی دورځ دقیامت نه یا عذاب ورکؤو هغی ته عذاب سخت ده دا فیصله په لوح محفوظ کښی لیکلی شوی ﴿۵۸﴾

[۵۷] تیرشوی آیت کښی عجزئی بیان کړو دمعبودانوباطلو په نفی دتصرف سره نوپه دی آیت کښی عجزد هغوی بیانوی دعبودیت په دریو اجزاؤ شره، یومحبت دی د اللّه تعالٰی سره چه دهغی دوجی نه نزدیکت د اللّه تعالٰی طلب کوی اوبل امید ساتل دی د اللّه تعالٰی نه درحم اودریم خوف دی دعذاب د اللّه تعالٰی نه او (أَيُّهُمْ أَقْرَبُ) تفسیردی د الوسیلة یعنی وسیلة په معنیٰ دنزدیکت ده دارنگ په سورة مائده (۳۵) کښی تیرشوی دی (مَحْذُورًا) داسی په سورة معارج (۲۸) کښی دی -
[۵۸] په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی اومطلب ئی دادی چه په کلو دمشرکانوباندی هلاکت او عذاب راځی لیکن دهغوی معبودان باطله هغوی لره نه شی بچ کولی اودارنگ مضمون په سورة هود (۱۰۱) اوسورة احقاف (۲۸،۲۷) کښی هم دی (قَرْيَةٍ) نه مراد نافرمان او مشرکان دی په قرینه دسورة طلاق (۸) سره او (عَذَابًا شَدِيدًا) نه مراد قتلونه، فسادونه او قحطونه وغیره دی (الْكِتَابِ) نه مراد کتاب تقدیر یعنی لوح محفوظ دی اودا دلیل دی په اثبات د تقدیرلیلکی شوی باندی -