وَمَا مَنَعَنَا أَنْ نُرْسِلَ بِالْآيَاتِ إِلَّا أَنْ كَذَّبَ بِهَا الْأَوَّلُونَ وَآتَيْنَا ثَمُودَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً فَظَلَمُوا بِهَا وَمَا نُرْسِلُ بِالْآيَاتِ إِلَّا تَخْوِيفًا ﴿۵۹﴾ وَإِذْ قُلْنَا لَكَ إِنَّ رَبَّكَ أَحَاطَ بِالنَّاسِ وَمَا جَعَلْنَا الرُّؤْيَا الَّتِي أَرَيْنَاكَ إِلَّا فِتْنَةً لِلنَّاسِ وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فِي الْقُرْآنِ وَنُخَوِّفُهُمْ فَمَا يَزِيدُهُمْ إِلَّا طُغْيَانًا كَبِيرًا ﴿۶۰﴾ وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ قَالَ أَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِينًا ﴿۶۱﴾
اونه دی منع کړی مونږلره دلیږلو معجزاتونه (کوم چه دوی غواړی) مگرداچه انکار کړی ؤو ددی خبری زړو خلقو او ورکړی وه مونږ ثمودیانوته اوښه د ښکاره کولو دحق دپاره پس هغوی عناداً انکار اوکړو اونه لیږو مونږ معجزاتو لره مگرد ویرولو دپاره ﴿۵۹﴾
اوکله چه مونږ اوئیل تاته یقیناً ستارب راگیرکړی دی خلقولره اونه دی گرځولی مونږ هغه لیدل چه خودلی دی مونږتاته مگردامتحان دپاره خلقو او ونه چه بدئی وئیلی شوی دی په قرآن کښی او ویره ورکؤو دوی لره پس نه زیاتوی دوی لره مگرسرکشی لویه ﴿۶۰﴾
اوکله چه اوئیل مونږ ملائکوته سجده اوکړئ آدم علیه السلام ته نو سجده اوکړه ټولو سیوا دابلیس نه اوئیل هغه آیا سجده اوکړم هغه چاته چه تاپیدا کړی دی د خټی نه ﴿۶۱﴾
[۵۹] ددی آیت دوهمه حصه ده تر (۷۵) آیت پوری په دی حصه کښی دوهم سبب دعذاب ذکرکوی چه هغه انکار کول دی دآیاتو د اللّه نه او دهغی مثال ئی پیش کړی دی په واقعه دثمودیانوسره په (۵۹) کښی اوپه واقعه داسراء اوپه ذکردشجر دزقوم په آیت (۶۰) کښی اوپه واقعه دابلیس چه انکارئی کړی وو دآیت د اللّه تعالٰی نه چه آدم علیه السلام اوتعظیم دهغه وو دآیت (۶۱) نه تر (۶۵) پوری، بیا دلیل عقلی دی په (۶۶) بیازجردی مشرک ته په (۶۷) کښی بیاتخویف دنیوی دی په (۶۸) او (۶۹) کښی، بیا ترغیب دی په ذکر دنعمتونوسره په آیت (۷۰) کښی، بیا تخویف اخروی دی په (۷۲،۷۱) کښی - بیا تحذیردی دمداهنت نه آیت (۷۵،۷۴،۷۳) کښی، په دی (۵۹) آیت کښی جواب دشبهی دی شبه داده چه هرکله چه رد اوشوپه مشرکانو نوهغوی طلب اوکړو د پیغمبرنه د معجزاتو نوسوال راغی چه دا معجزات دوی ته ولی نه رالیږلی کیږی؟ دجواب حاصل دادی چه هغه معجزات چه دوی طلب کړی دی، مانع دهغی نه دادی چه که هغه را اولیږلی شی او دوی ئی انکار اوکړی نوعذاب به پری راشی د مخکنوقومونوپه شان چه مثال دهغی ثمودیان دی چه هغوی طلب دمعجزی کړی وو نو ناقه پیداشوه اودوی دهغی انکار اوکړو نوعذاب پری راغی نوپه دی آیت کښی اشاره ده چه انکار د معجزاتو سبب دعذاب دی - (وَمَا نُرْسِلُ بِالْآيَاتِ إِلَّا تَخْوِيفًا) مرا ددی نه هغه آیات دی چه خلق دهغی طلب کوی نودهغی په رالیږلو کښی تخویف بالعذاب وی کله چه اونه منلی شی نوپه منکرینوباندی ضرور عذاب راځی دوهمه معنیٰ داده چه آیت نه مراد ټول معجزات دی چه دهغه دپاره د انکارکوونکی تخویف وی اودپاره دمؤمنانو رحمت وی (فَظَلَمُوا بِهَا) مراد دظلم نه انکارکول عناداً اوقتل کول د اوښی دی -
[۶۰] ددی آیت په اول جمله کښی تیزی ورکول دی پیغمبرته په تبلیغ باندی چه اللّه تعالٰی به ستا حفاظت کوی اوته تبلیغ کوه مراد داحاطی نه احاطه د قدرت او علم د اللّه تعالٰی ده په ټول مخلوق باندی اوحفاظت دنبی په کښی داخل دی - اوبیائی دوه ایاته پیش کړی دی یوواقعه دمعراج اودوهم ذکر د اونی په جهنم کښی ددی دواړوپه انکارسره ویره د عذاب ده (لرُّؤْيَا) صحیح قول دادی چه مراد ددی نه لیدل دی په سترگوسره په حالت دبیدارئ کښی په شپه دمعراج کښی ځکه رویا مصدر دی په معنیٰ درویت سره دی اودا قول د امام بخاری دابن عباس رضی اللّه عنهم نه نقل کړی دی اونه دی مراد ددینه لیدل دخوب ځکه که د خوب لیدل وی نوپه هغی سره امتحان نه کیده ځکه چه د خوب د لیدلونه هیڅ څوک انکار نه کوی - (وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ) یعنی هرکله چه اللّه تعالٰی خبرورکړوپه سورة صافات کښی دآیات (۶۲) نه تر (۶۶) پوری چه ونه ده په جهنم کښی نودا ددوی دپاره سبب دامتحان شو اومنکرینو اعتراض اوکړو چه ونه په اورکښی څه رنگ راتوکیدی شی - الْمَلْعُونَةَ، یعنی داسی ونه چه لعنت کړی شوی دی دهغی په خوړونکوباندی په قرآن کښی یا دا معنیٰ ده چه بدصفات بیان کړی شوی دی ددغی ونی په قرآن کښی لکه سورة دُخان آیت (۴۳) نه آیت (۴۶) پوری دارنگ سورة صافات کښی اوچاچه ددی شجری تفسیرکړی دی په بنوامیه سره داتخریف دی ځکه چه په قرآن کښی ذکرد بنی امیه اوپه هغوی باندی لعنت نیشته - اونسبت کول ددی ابن عباس رضی اللّه عنهم ته غلط دی -
[۶۱] دا واقعه د آدم علیه السلام او د ابلیس ده اومقصد په دی واقعه کښی دادی چه آدم علیه السلام آیت اللّه وو ابلیس دهغه د تعظیم نه انکار اوکړو اودهغه توهین ئی اوکړو په دی جمله کښی (أَأَسْجُدُ) او (أَرَأَيْتَكَ) دا سبب اوگرځیدو دپاره دعذاب د ابلیس اوددی وجی نه دائی عطف کړی دی په ماقبل باندی -