سُبْحَانَ الَّذِي ۶۶۰ بنی إسرائيل

رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِكُمْ إِنْ يَشَأْ يَرْحَمْكُمْ أَوْ إِنْ يَشَأْ يُعَذِّبْكُمْ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ وَكِيلًا ﴿۵۴﴾ وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِمَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ النَّبِيِّينَ عَلَى بَعْضٍ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا ﴿۵۵﴾ قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُمْ مِنْ دُونِهِ فَلَا يَمْلِكُونَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنْكُمْ وَلَا تَحْوِيلًا ﴿۵۶﴾

رب ستاسو ښه پوهه دی ستاسوپه حال باندی که اوغواړی نورحم به اوکړی په تاسوباندی اوکه اوغواړی نوعذاب به درکړی تاسوته اونه ئی لیږلی مونږته په دوی باندی ذمه وار ﴿۵۴﴾
اورب ستا ښه پوهه دی په حال دهغه چاچه په آسمانونو او ځمکه کښی دی اویقیناً غوره والی ورکړی دی مونږ بعضی پیغمبرانو ته په بعضوباندی اوورکړی ؤو مونږ داؤد علیه السلام ته زبورکتاب ﴿۵۵﴾
ته اوایه را وبلئ هغه کسان چه گمان پری کوئ تاسومددگاران سیوا د اللّه تعالٰی نه پس هغوی اختیار نه لری د لری کولو دتکلیف ستاسونه اونه د اسانولو ﴿۵۶﴾

[۵۴] په دی آیت کښی خطاب دی مشرکینوته پس ددعوت دهغوی نه توحید ته اودلیل عقلی علمی دی په توحیدباندی یعنی هدایت د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی یابه رحم اوکړی په تاسوباندی په توفیق دایمان، یابه عذاب درکړی کله چه مړه کړی تاسوپه شرک باندی او رسول ددوی ذمه دار نه دی نوپه هغه باندی اعتراض نه راځی یا داخطاب دی مؤمنانوته پس دطریقی ددعوت نه یعنی که دعوت تاسوجاری اوساتو نو اللّه تعالٰی به تاسو رحم اوکړی اودکافرانونه به مو بچ اوساتی اوکه تاسو دعوت ترک کړو نو اللّه تعالٰی به په تاسو له عذاب درکړی اورسول تاسو نه شی بچ کولی -
[۵۵] هرکله چه مخکښی بیان کړی شوهدایت او عدم هدایت نوپه دی آیت کښی اشاره ده اختلاف د مرتبوته چه اللّه تعالٰی ستاسو دطاعت او معصیت په مرتبو باندی ښه عالم دی اوداهم دلیل عقلی علمی دی دپاره دتوحید بیائی اوفرمائیل چه اختلاف دمرتبو په انبیاؤ علیهم السلام کښی شته لکه سورة بقره (۲۵۳) کښی دی - بیا ذکرد زبور د داؤد علیه السلام کښی اشاره ده چه فضیلت داللّه تعالٰی په نیزپه وحی اوکتاب سره دی په بادشاهی ددنیا سره نه دی -
فائده: (زَبُورًا) د زَبَر نه دی زجراو وعظ ته وائی دزبوروجه تسمیه داده چه په هغی کښی احکام د حل او حرمت نه وو بلکه اذکار او تسبیحات او مواعظ وغیره وو -
[۵۶] ددی آیت تعلق دی د آیت (۵۶) سره یعنی توحید اومنئ ځکه چه شرک باطل دی اوپه دی کښی هم طریقه ددعوت ذکرکوی - بیاپه دی آیت کښی رد دی په شرک فی الدعاء باندی، اوبیا رد دی په شرک فی التصرف باندی، او روستنی علت دی دپاره دمخکنی اوپه دی آیت کښی رد دی په مشرکین بالجن اوبالعبادالصالحین باندی حدیث د بخاری کښی وارد دی چه دا آیات نازل شوی دی په باره دهغه خلقو کښی چه دپیریانو عبادت باندی کلک وؤ - اوابن کثیراونور ډیرو مفسرینو ددی آیت دلاندی عابدین دملائکو اوعزیر علیه السلام اود عیسیٰ علیه السلام هم داخل کړی دی نودارنگ عابدان د اولیاؤ که دژوندو وی اوکه د مړووی نوهغوی په کښی داخل دی - کشف او تحویل کښی دافرق دی چه کشف لری کول دضرر دی دبیخ نه اوتحویل بدلول دیوحالت دی بل حالت ته یعنی کمول دتکلیف -