قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَلِكَ فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ ﴿۵۸﴾ قُلْ أَرَأَيْتُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ لَكُمْ مِنْ رِزْقٍ فَجَعَلْتُمْ مِنْهُ حَرَامًا وَحَلَالًا قُلْ آللَّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى اللَّهِ تَفْتَرُونَ ﴿۵۹﴾
ته اوایه په فضل د اللّه تعالٰی اوپه رحمت دهغه سره پس په دی دی خوشحاله شی خلق داغوره دی دهغه مال نه چه جمع کوی ئی خلق ﴿ ۵۸ ﴾
اوایه آیا فکرکړی دی تاسو چه هغه څه چه پیداکړی دی اللّه تعالٰی ستاسودپاره څه رزق حلال پس جوړوئ تاسو بعضی دهغی نه حرام اوبعضی حلال اوایه ته آیا اللّه تعالٰی اجازت کړی دی تاسوته (دحرام حلال جوړلو) بلکه په اللّه تعالٰی باندی دروغ جوړوئ ﴿ ۵۹ ﴾
[۵۸] داهم ترغیب دی قرآن ته (فَبِذَلِكَ) اشاره ده مجموعه فضل اورحمت ته اوپه دی کلام کښی اختصار دی اصل داسی دی چه (فَبِذَلِكَ یَفرَحُو فَلیَفرَحُو بِذَلک) اوتکرار دډیرتاکید دپاره دی - مرادد فضل د اللّه نه قرآن دی اومراد درحمت نه توحید اوسنت دی چه دا دواړه سبب دخوشحالئ دی دپاره دایمان والو دی وجی نه حدیث کښی راغلی دی چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائی: هغه څوک چه هغه ته اللّه تعالٰی هدایت اوکړی داسلام او علم ورته ورکړی دقرآن بیا دی مخلوق ته شکایت کوی دخپلی لوږی نو اللّه تعالٰی به دده دواړو سترگو ترمینځه فقیری اولیکی ترمرگه پوری - دوهم قول دادی چه مراد دفضل نه قرآن دی اومراد درحمت نه دادی چه اللّه تعالٰی څوک دهغه اهل اوگرځوی دریم قول دادی چه فضل قرآن دی اورحمت سنت دی -
[۵۹] دی آیت کښی رد دی دشرک فعلی، مطلب دادی چه هرکله دلیلونه دتوحید هم بیان شول اوقرآن پاک هم موجود دی نودځان دطرف نه ولی حلال او حرام جوړئ (رِزْقٍ) فصلونه او څاروی وغیره ټول اودا ټول په برکاتو دآسمان سره پیدا کیږی ددی وجی نه انزل ذکرشو اوپه دی آیت کښی سخت رد دی په هغه چاباندی چه په حلال حرام جائزناجائز کښی بغیردوحی نه دبل چا تقلید کوی اودی ته شرک فی التشریع او فی الحکم او فی التحلیل والتحریم وئیلی شی -