يَعْتَذِرُونَ ۴۷۰ يونس

وَمَا ظَنُّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَشْكُرُونَ ﴿۶۰﴾ وَمَا تَكُونُ فِي شَأْنٍ وَمَا تَتْلُو مِنْهُ مِنْ قُرْآنٍ وَلَا تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلَّا كُنَّا عَلَيْكُمْ شُهُودًا إِذْ تُفِيضُونَ فِيهِ وَمَا يَعْزُبُ عَنْ رَبِّكَ مِنْ مِثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَلَا أَصْغَرَ مِنْ ذَلِكَ وَلَا أَكْبَرَ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ ﴿۶۱﴾ أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۶۲﴾ الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ ﴿۶۳﴾

اوڅه گمان دی دهغه کسانوچه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ (چه څه به اوکړی شی دوی سره) په ورځ دقیامت کښی یقیناً اللّه تعالٰی فضل والادی په خلقوباندی لیکن ډیرخلق شکرنه کوی ﴿۶۰﴾
اونه ئی ته په څه حال کښی اونه لولی ته د اللّه تعالٰی دطرف نه څه قرآن اونه کوئ تاسو څه کارونه مگریو مونږه په تاسوباندی حاضر ناظر کله چه شروع کوئ تاسو په هغی کښی اونه شی پټیدی درب ستانه په قدردیوذری په ځمکه کښی اونه په آسمان کښی اونه وړوکی ددی نه او نه لوی مگرپه کتاب ښکاره کښی دی (علم د اللّه تعالٰی) ﴿۶۱﴾
خبردار یقیناً دوستان د اللّه تعالٰی نه به وی هیڅ ویره په دوی باندی اونه به دوئ‌ غمژن کیږی (په ورځ دقیامت) ﴿۶۲﴾
داهغه کسان دی چه ایمان ئی راوړی دی او دوئ ځان ساتی دهری گناه نه ﴿۶۳﴾

[۶۰] دی آیت کښی زورنه ده شرک فعلی کوونکوته چه دوی په اللّه تعالٰی دروغ جوړوی (إِنَّ اللَّهَ لَذُو فَضْلٍ) مراد ددی نه فضل دی په دنیاکښی، نعمتونه ورکول اومهلت ورکول - دارنگی فضل قرآن پاک دی چه په هغی بیان دتحلیل اوتحریم دی (يَوْمَ الْقِيَامَةِ) دامنصوب دی په ظَنُّ سره یعنی دقیامت په باره کښی ددوی څه گمان دی یاکلام پټ دی یعنی (ماذایفعل بهم یوم القیامة) -
[۶۱] دی آیت کښی دلیل عقلی دی چه عالم په هرپټ او ښکاره باندی یو اللّه تعالٰی دی (شَأْنٍ) چه مصدروی نوپه معنیٰ دقصدکولو سره دی اوکله اسم مصدروی په معنیٰ دهرحال اوکارچه هغه مقصدی وی - په دی آیت کښی شَأْنٍ نه مراد هغه حالتونه دپیغمبردی چه دیواځی والی سره تعلق لری (وَمَا تَتْلُو مِنْهُ) مراد ددی نه هغه حالت دی چه پیغمبرامت ته قرآن بیانوی مِنهُ ضمیرراجع دی اللّه تعالٰی ته (مِنْ قُرْآنٍ) مِن بعضیه دی یاضمیرراجع دی قرآن ته اودوهم قرآن نه مراد ټکړه ده لکه آیت او سورت - (وَلَا تَعْمَلُونَ) مراد ددی نه ټول اعمال دامت دی (وَلَا أَصْغَرَ) دا عطف دی په لفظ د مثقال باندی - (كِتَابٍ مُبِينٍ) مراد ددی نه لوح محفوظ دی اوهغه تعبیردی دعلم د اللّه تعالٰی نه (فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ) داسی په سورة سبا (۳) کښی دی (سوال) دلته فی الارض مخکښی راوړی دی اوسورة سباکښی روستودی؟ (جواب) دلته مخکښی احوال د ځمکی والوذکرشول ددی وجی نه الارض ئی مخکښی رواړی دی ، وَلَا أَصْغَرَ، منصوب دی ځکه چه اسم دی دلالنفی الجنس دپاره -
[۶۲] په دی آیت کښی زیری دی نیکانوخلقوته اوپه دی سورة کښی داولیاء اللّه دذکرکولو نکته دا معلومیږی چه مشرکینو هغوی شفعاء گنړل اودهغوی بندگی ئی کوله نو اللّه تعالٰی په دی آیتونوکښی دهغی حقیقت حال ذکرکړو چه اولیاء اللّه د اللّه تعالٰی کیدی شی لیکن شفعاء نشی کیدلی (لَا خَوْفٌ) مراد ددی نه دادی چه په قبراو حشرکښی به په دوی باندی خوف او حزن نه وی (أَوْلِيَاءَ اللَّهِ) ولایت ددوی دطرف نه محبت کول د اللّه تعالٰی سره په طاعت او عبادت کولو سره اود اللّه تعالٰی دطرف نه هم ولایت هم محبت او حفاظت او نصرت کول دی - اودوهمه معنیٰ موافق ده د سورة بقره (۲۵۷) سره -
[۶۳] په دی آیت کښی تعریف داولیاء کرامو دی په دوو صفتونوسره اول صفت دایمان دی چه مراد دهغی نه ایمان کامل دی اودوهم صفت دتقویٰ دی چه مراد دهغی نه دشرک او دبدعت د گناهونونه بچ کیدل دی اوخازن ذکرکړی دی چه ولی اللّه هغه دی چه عقیده ئی صحیح وی بناوی په دلیل باندی اواعمال ئی صالح وی موافق دشرعی سره وی اوپه حدیث مرسل کښی راغلی دی چه اولیاء اللّه هغه دی چه دهغوی لیدلوسره اللّه تعالٰی یادیږی - دا آیت دلیل دی په دی خبره چه څوک دیو حکم شرعی مخالفت کوی په شرک کولو یابدعت کولوسره نوهغه ولی اللّه نشی کیدلی -