يَعْتَذِرُونَ ۴۶۸ يونس

وَلَوْ أَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍ ظَلَمَتْ مَا فِي الْأَرْضِ لَافْتَدَتْ بِهِ وَأَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ وَقُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۵۴﴾ أَلَا إِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَلَا إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۵۵﴾ هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۵۶﴾ يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَتْكُمْ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۵۷﴾

اوکه شی دپاره د هرنفس چه ظلم کړی دی هغه څه چه په ځمکی کښی دی خامخا بدله به ورکوی دی په هغی سره اوپټوی به دوی پښیمانتیا هرکله چه دوی اوینی عذاب لره اوفیصله به اوکړی شی په مینځ ددوئ کښی په انصاف سره اوپه دوی به هیڅ ظلم نشی کیدی ﴿۵۴﴾
خبردار یقیناً خاص اللّه تعالٰی لره دی اختیارد هغه څیزونو چه په آسمانونوکښی دی اوپه ځمکه کښی دی خبردار یقیناً وعده د اللّه تعالٰی یقینی ده اولیکن اکثردخلقو نه نه پوهیږی ﴿۵۵﴾
خاص اللّه تعالٰی ژوندی کول کوی اومړه کول کوی اوخاص هغه ته به اوگرځولی شئ‌ تاسو ﴿۵۶﴾
او خلقو یقیناً راغلی دی تاسوته وعظ دطرف درب ستاسونه او شفادهغه مرضونوچه په سینوکښی دی اوهدایت او رحمت دپاره دمؤمنانو ﴿۵۷﴾

[۵۴] په دی آیت کښی هم ویره اخروی ده چه کله قیامت قائم شی نومشرکان نه به په فدیه ورکولو خلاصیږی اونه په پښیمانه کیدلوسره -
فائده: لفظ داسرّو، داضدادونه دی، یعنی ددوی دوه معنی دی چه یودبل ضد دی - یومعنیٰ داده چه پټه به کړی دامشران د مشرکینوپښیمانتیا لره دخپلوتابعدارونه لیکن داهغه وخت چه لا اورته نه وی داخل شوی - دوهمه معنیٰ داده چه ښکاره به کړی دوی پښیمانتیا لره ځکه چه دوی عذاب وینی اوهیبت به پری راشی (لَافْتَدَتْ بِهِ) ددی نه روستوماتقبل منها (قبول به نه کړی شی) پټ دی لکه چه په سورة العمران (۹۱) او مائده (۴۱) کښي دی -
[۵۵] ددی ځای نه دوهمه حصه دسورة ده تراویا (۷۰) آیت پوری په دی کښی رد دشرک فعلی دی، دارنگ رد دی په اتخاذ الولد باندی اوعقلی دلیلونه دی چه کارساز اوغیب دان صرف اللّه تعالٰی دی اوترغیب دی قرآن کریم ته اوبشارت دی ایمان والوته - دا آیت (۵۵) دلیل عقلی دی چه واکدار دهرڅه اللّه تعالٰی دی اوددی په دوهمه جمله کښی اثبات دبعث بعدالموت دی او مراد (وَعْدَ اللَّهِ) نه هغه ده چه تیرشوی دری آیاتونوکښی ذکرشوی ده او (لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ) هم دلالت کوی په فدیه نه قبلولوباندی -
[۵۶] دا دلیل عقلی دی اختیارمند دژوند او دمرگ اللّه تعالٰی دی اوپه آخری جمله کښی اثبات دقیامت دی -
[۵۷] په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن پاک ته هرکله چه مخکښی دعذاب او دقیامت ذکراوکړی شو نوهغی نه دبچ کیدلودپاره ذریعه ذکرکړله چه قرآن دی اود قرآن ئی څلورصفات ذکرکړی دی - اول موعظه، یعنی منع کوونکی دبدو اخلاقو نه وعظ زجر دی چه ورسره تخویف وی (خازن) دوهم شفاء یعنی علاج دمرضونو دزړه شرک اونفاق او شک اوبعض وغیره او دی دواړو ته صفات تخلیه وائی - اودریم هدی، دی یعنی خودونکی دښائسته عقائدو او اعمالو - څلورم رحمت دی یعنی نرم والی دزړه دی اونزول درحمت الٰهی دی دایمان والو دپاره اودی دواړوته صفات تحلیه او تجلیه وائی -
فائده: هرکله چه ضروری اولاً دفع دضرروی اوهغه په موعظة او شفاکښی دی نوهغه ئی مخکښی کړل په صفتونودنفع ورکولو باندی چه هغه هدیٰ او رحمة دی اوصفتونه ددفعی ضرر هم دوه قسمه وی یوهغه چه دضررنه منع کوی دوهم هغه چه شته ضررلری کوی نواول ته اشاره ده په موعظة او دوهم ته اشاره ده په شفاء‌ سره -