يَعْتَذِرُونَ ۴۶۷ يونس

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُهُ بَيَاتًا أَوْ نَهَارًا مَاذَا يَسْتَعْجِلُ مِنْهُ الْمُجْرِمُونَ ﴿۵۰﴾ أَثُمَّ إِذَا مَا وَقَعَ آمَنْتُمْ بِهِ آلْآنَ وَقَدْ كُنْتُمْ بِهِ تَسْتَعْجِلُونَ ﴿۵۱﴾ ثُمَّ قِيلَ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا ذُوقُوا عَذَابَ الْخُلْدِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا بِمَا كُنْتُمْ تَكْسِبُونَ ﴿۵۲﴾ وَيَسْتَنْبِئُونَكَ أَحَقٌّ هُوَ قُلْ إِي وَرَبِّي إِنَّهُ لَحَقٌّ وَمَا أَنْتُمْ بِمُعْجِزِينَ ﴿۵۳﴾

ته اوایه آیا فکرکړی دی تاسو که راشی تاسوته عذاب د اللّه تعالٰی دشپی یا دورځی نوڅه تدبیردی چه زربه اوکړی هغی لره مجرمان (دپاره دځان بچ کولو) ﴿۵۰﴾
آیا بیا کله چه راشی دا عذاب نو ایمان به راوړئ تاسو په دی، آیااوس ایمان راوړئ، اوپه تحقیق سره وئ تاسو چه دا هم په تلوار غوښتو ﴿۵۱﴾
بیابه اوئیلی شی ظالمانوته اوڅکئ عذاب د همیشوالی نه شی درکیدلی تاسوته بدله مگر دهغه عمل چه تاسو کؤو ﴿۵۲﴾
اوتپوس کوی دوی ستانه آیا حق دی دا عذاب دقیامت ته اوایه هاؤ قسم دی په رب ځما یقیناً داخامخا حق دی اونه ئی تاسو بچ کوونکی ځان لره ددی عذاب نه ﴿۵۳﴾

[۵۰] په دی آیت کښی زورنه ده منکرینوته سره دویری ورکولو دعذاب نه - اومتعلق دی دطلب دعذاب سره یعنی دهغی دوهم جواب دی حاصل ئی دادی چه کله چه عذاب د اللّه تعالٰی دشپی یا دورځی راشی نودامنکرین به دهغی ددفع کولودپاره سمدستی څه تدبیراوکړی (مَاذَا يَسْتَعْجِلُ مِنْهُ الْمُجْرِمُونَ) ددی یومعنیٰ داده چه څومره لوی عذاب دی چه په تلوارسره طلب کوی مجرمان هغی لره د اللّه تعالٰی نه - اوپه دی توجیه سره جزاء دشرط محذوف ده (ښپیمانه به شی په استعجال باندی) په دی معنیٰ سره ضمیردمنه راجع دی اللّه تعالٰی ته - دوهمه معنیٰ داده چه څه تدبیردی چه زربه ئی اوکړی مجرمان دپاره دبچ کیدلو د عذاب نه اوپه دی معنیٰ سره راجع دی لفظ دماذاته -
[۵۱] دا آیت هم دمخکښی سره تعلق لری مطلب دادی که دوی دعذاب ددفع کولو دپاره دا تدبیراوکړی چه هغه وخت ایمان راوړی نوملائک به دوئ ته جواب اوکړی چه آیا اوس ایمان راوړئ - اوحال دادی چه په دی وخت کښی ایمان نه قبلیږی (آلْآنَ)‌ ددی نه مخکښی عبارت پټ دی (یعنی اوبه وئيلی شی دوی ته) او داسی په دی سورة (۹۱) کښی دی
[۵۲] دی آیت کښی ویره دعذاب دنیوی ده که چیری دعذاب دخلد نه مراد عذاب ددنیا شی او مخکښی آیت سره مناسبت لری اوعذاب دنیوی خلد ته هله وئیلی شی چه په هغه عذاب کښی هلاک شی - اویا ویره اخروی ده که چیری عذاب دخلد نه مراد عذاب دآخرت شی -
[۵۳] دا زورنه ده منکرینودعذاب اودقیامت ته لکه چه په مخکښی آیت کښی ذکرشول اوپه دی آیت کښی قسم کړی دی اللّه تعالٰی په خپل ذات باندی په باره دراتلو دقیامت کښی او دارنگی قسم به سورة مریم آیت (۶۸) کښی او سورة سبا آیت (۳) کښی اوسورة تغابن آیت (۷) کښی راځی - هوضمیرراجع دی هغه عذاب ته چه وعده ئی کړی شوی ده چه عذاب الخلد دی په ورځ دقیامت (بِمُعْجِزِينَ) لازمی دی په معنیٰ دبچ کیدونکی دعذاب نه يا متعدی دی بچ کوونکی ځان لره - اوعاجرکیدل دیوڅیزنه چه لازم دی دهغی سره فوت کیدل -