وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَسُولٌ فَإِذَا جَاءَ رَسُولُهُمْ قُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۴۷﴾ وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۴۸﴾ قُلْ لَا أَمْلِكُ لِنَفْسِي ضَرًّا وَلَا نَفْعًا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ إِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَلَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ ﴿۴۹﴾
اودهرامت دپاره رسول دی (گواهی کوونکی په دوی په ورځ دقیامت) پس هرکله چه راشی رسول ددوئ (دپاره دگواهئ) فیصله به اوشی په مینځ ددوی کښی په انصاف سره اوپه دوی به هیڅ ظلم نشی کیدی ﴿۴۷﴾
اودوی وائی چه کله به وی داوعده که ئی تاسو رشتینی ﴿۴۸﴾
اوایه ته زه نه لرم اختیاردځان دپاره دهیڅ ضرر لری کولو اونه د فائدی حاصلولو لیکن هغه چه اوغواړی اللّه تعالٰی (نوهغه کوی) دهریو (نه منونکی) امت دپاره یونیټه ده (دعذاب) کله چه راشی دا نیټه ددوی پس نه به روستو کیدی شی یوساعت اونه به مخکښی کیدی شی ﴿۴۹﴾
[۴۷] داد ویری اخروی سره تعلق ساتی ددی آیت یوتفسیردادی چه دهرتیرشوی امت دپاره رسول وؤ نوکله چه په ورځ دقیامت هغه رسول حاضرشی او شهادت ورکړی په امت باندی نودوی له به عذاب ورکیدی شی - دوهم تفسیردادی چه دهرامت دپاره رسول وؤ مقررشوی د اللّه تعالٰی دطرف نه، نوکله چه به دارسول دوی ته راغی په دنیاکښی نودوی به انکاراوکړو نوپه دوی به عذاب راغی - بنا په دوهم تفسیر دی آیت کښی ویره دعذاب دنیوی ده -
[۴۸] دی آیت کښی زورنه ده منکرینوته چه هرکله مخکښی آیت کښی اشاره اوشوه عذاب ته نودوی تپوس اوکړو په طریقه دانکار چه ددغی عذاب نیټه مونږته اوښایه (صَادِقِينَ) جمع ئی ذکرکړی دی ځکه چه خطاب نبی او مؤمنانوته دی -
[۴۹] داجواب دی دمخکښی قول دمنکرینو، حاصل دجواب دادی چه زه ځان لره اختیار دنفعی، ضررنه لرم نوعلم دتاریخ دعذاب دراتلولری خبره ده - لیکن دومره معلومه ده چه عذاب لره نیټه مقرر ده چه دهغی نه، نه روستوکیدی شئ اونه مخکښی کیدی شئ -
نکته: داسی مضمون والا آیت سورة اعراف (۱۸۸) کښی هم تیرشوی دی - صرف فرق دادی چه هلته نفع مخکښی ذکرکړی ده اودلته کښی ضرر مخکښی ذکرکړیدی نووجه داده چه هلته کښی دعلم دقیامت خبره وه اوعلم نفع ده اولته کښی عذاب ذکروؤ اوعذاب ضرردی - نو هرآیت کښی دهغه ځای مناسب لفظ مخکښی راړوی شوی دی -
فائده: جواب دمخکښی په سورة ملک (۲۶) کښی اوپه سوره یٰس (۴۹) کښی په طریقه سره ذکرکړی دی اودلته بله طریقه ده وجه داده چه دلته مقصد ددوی اعتراض وؤ په رسالت درسول باندی نوپه جواب کښی شان درسول ئی ذکرکړو اوپه هغه دواړه سورتونوکښی مقصد اخباردعذاب دی نوهلته دهغی مناسب ذکراوکړو (إِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ) داسی په سورة نحل (۶۱) اوسورة اعراف (۳۴) کښی ذکردی -