إِنَّ اللَّهَ لَا يَظْلِمُ النَّاسَ شَيْئًا وَلَكِنَّ النَّاسَ أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۴۴﴾ وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ كَأَنْ لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِنَ النَّهَارِ يَتَعَارَفُونَ بَيْنَهُمْ قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِلِقَاءِ اللَّهِ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ ﴿۴۵﴾ وَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ اللَّهُ شَهِيدٌ عَلَى مَا يَفْعَلُونَ ﴿۴۶﴾
یقیناً اللّه تعالٰی نه کوی ظلم په خلقو هیڅ ظلم لیکن خلق په خپلو ځانونو ظلم کوی ﴿۴۴﴾
او په کومه ورځ چه را جمع به کړی دوئ لره (دوی به گمان اوکړی) گویا نه وؤ حصارشوی دوئ مگریوساعت د ورځی نه پیژندگلی به کوی په مینځ خپل کښی یقیناً تاوان والادی هغه کسان چه دروغژن گنړی پیش کیدل اللّه ته او نه دی دوئ لار موندونکی ﴿۴۵﴾
اوکه اوښایومونږتاته بعضی هغه عذاب چه وعده کوو ددوی سره یاوفات کړو تالره (مخکښی دعذاب ددوی نه) پس ځما طرف ته راگرځیدل ددوی دی بیا اللّه تعالٰی خبردی په هغه کارونوچه دوی ئی کوی ﴿۴۶﴾
[۴۴] دجواب دیو سوال دی - سوال داوؤ چه دوی نه طاقت داوریدلو او دلیدلو اخستل آیا دا ظلم نه دی؟ حاصل جواب دادی چه داظلم نه دی ځکه چه اللّه تعالٰی په چا هیڅ ظلم نه کوی بلکه هغه په خپل ملکیت کښی تصرف کوی چه څرنگه اوغواړی - اودا عدل دی اودارنگ اللّه تعالٰی دی خلقوته اسباب دفائدی ورکړی دی چه غوږونه سترگی او عقل دی لیکن ددوی ظلم کول دادی چه دوی دهغی نه فائدی نه اخلی -
[۴۵] په دی آیت کښی ویره اخروی ده - مقصد ئی دادی چه دقیامت دومره هیبت دی چه دهغی دوجی نه دامنکرین خلق ددنیا عمریوساعت قدری به اوگنړی (يَتَعَارَفُونَ بَيْنَهُمْ) مراد ددی تعارف نه هغه تعارف دی چه دهغی په وجه به یوبل ته ملامتیا اوزورنه ورکوی - اودا تعارف په بعضی حالاتوکښی دی اوبیابه دا تعارف دډیرو هیبتونو دوجی نه منقطع شی یامراد داچه داسی تعارف به نه وی چه یوبل ته فائده ورکوی صرف تعارف دملامته کولوبه وی (إِلَّا سَاعَةً) داگمان ددوی دهیبتونو دورځ دحشرنه دی یا ددی وجی چه دوی خپل عمربرباد کړی وؤ اودآخرت دپاره ئی هیڅ عمل نه وؤ کړی نوددوی عمرداسی شو لکه چه یوساعت وی (قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ) داعلت دماقبل دی یعنی سبب ددی هیبتونو تکذیب دقیامت او نیشتوالی دهدایت دتوحید دی -
[۴۶] دی آیت کښی تسلی ده پیغمبرته او ویره ورکول دی منکرینوته مقصد دادی یابه مونږ په دوی باندی په دنیا کښی عذاب راولو نوته به ئی اوینی اوکه دنیا کښی عذاب رانه ولو نوقیامت کښی به خامخا په دوی باندی عذاب وی نوته ددوی دعذاب نه بی غمه اوسه (ثُمَّ اللَّهُ شَهِيدٌ) په دی کښی اشاره ده دی ته چه ددوی په عملونوباندی نورو گواهانوته حاجت نیشته اللّه تعالٰی په خپله خبردی (وَإِمَّا نُرِيَنَّكَ) دپاره جزاپټه ده یعنی (ستاتسلی به اوشی) و امایتوفینک جزاء هم پټه ده یعنی (اوبه وینی په آخرت کښی) (فَإِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ) داعلت دپټی جزاء دی اوداسی په سورة مؤمن (۷۷) اوسورة رخرف (۴۲،۴۱) کښی هم راغلی دی -
فائده: په دی آیت کښی دنرینک مقابله ده د نتوفینک سره ددی نه معلومیږی چه پس دوفات نه ددنیا حالات نه لیدلی کیږی -