يَعْتَذِرُونَ ۴۶۴ يونس

وَإِنْ كَذَّبُوكَ فَقُلْ لِي عَمَلِي وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ أَنْتُمْ بَرِيئُونَ مِمَّا أَعْمَلُ وَأَنَا بَرِيءٌ مِمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۴۱﴾ وَمِنْهُمْ مَنْ يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ أَفَأَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ وَلَوْ كَانُوا لَا يَعْقِلُونَ ﴿۴۲﴾ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْظُرُ إِلَيْكَ أَفَأَنْتَ تَهْدِي الْعُمْيَ وَلَوْ كَانُوا لَا يُبْصِرُونَ ﴿۴۳﴾

اوکه دوی تا دروغژن گنړی پس اوایه ځما دپاره بدله دعمل ځما ده (چه دعوت دحق دی) اوتاسو لره بدله دعمل ستاسوده (چه انکاردی) تاسو خلاص ئی دهغه عمل نه چه زه کوم اوزه خلاص یم دهغی عملونونه چه تاسو ئی کوئ ﴿۴۱﴾
اوبعضی ددوی نه هغه څوک دی چه غوږ ږدی تاته آیا پس ته اورول کولی شی کنړوته اوحال داچه دوی عقل نه لری ﴿۴۲﴾
اوبعضی ددوی نه هغه څوک دی چه گوری تاته آیا ته پس خودنه کولی شی ړندوته اوحال داچه نه پوهیږی ﴿۴۳﴾

[۴۱] په دی کښی تسلی ده پیغمبرته مطلب ئی دادی که دوی ستاخبره نه منی نودوی نه اعلان دبرائت اوکړه اوهرکله چه په آیت کښی مقصد تخصیص دهرشخص په جزاء دخپل سره دی نو ددی د آیت د قتال سره هیڅ تعلق نیشته نوهغه قول دبعضو مفسرینو صحیح نه دی چه وائی چه دا آیت منسوخ دی په آیاتونو دقتال سره -
[۴۲] په دی آیت کښی هم زورنه ده منکرینوته چه دوی قرآن ته غوږ ږدی لیکن دزړه په غوږ ئی نه اوری اوپه دی تسلی هم ده پیغمبرته (وَلَوْ كَانُوا لَا يَعْقِلُونَ) ددی نه مخکښی تقدیردعبارت داسی دی چه کونړ سړی چه عقل لری نوهم خبره نه اوری نوکله چه بی عقله هم وی نوهغه به څه واوری - (يَسْتَمِعُونَ) د استماع (اوریدل) په قصد داعراض او استهزاء کولو ده (الصُّمَّ) په دی کښی تشبیه دضدیانوده کنړوسره لکه کونړهم نه اوری نوفائده نشی اخستلی نودارنگ دوی هم داسی اوریدل نه کوی چه فائده پری واخلی -
[۴۳] په دی آیت کښی هم زورنه ده منکرینوته چه دوی تاته په ظاهری سترگو نظرکوی ستا دویره ولو دپاره لیکن ددوی دزړه سترگی ړندی دی اوپه دی کښی هم تسلی ده پیغمبرته په دی دواړه آیتونوکښی که کافرانو تشبیه ورکړی ده د کنړو او ړندو سره لکه چه کونړهیڅ نه آوری اوړوند هیڅ نه وینی نودارنگی دا کافرد حق نه کانړه او ړانده دی (وَلَوْ كَانُوا لَا يُبْصِرُونَ) تقدیردعبارت داسی دی چه ړوند سړی څه وینی نه اگرچه د زړه بصیرت ئی وی نوهرکله چه دزړه بصیرت ئی هم نه وی نوهغه به څه اوینی -