يَعْتَذِرُونَ ۴۶۳ يونس

أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِثْلِهِ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۳۸﴾ بَلْ كَذَّبُوا بِمَا لَمْ يُحِيطُوا بِعِلْمِهِ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُ كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ ﴿۳۹﴾ وَمِنْهُمْ مَنْ يُؤْمِنُ بِهِ وَمِنْهُمْ مَنْ لَا يُؤْمِنُ بِهِ وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِالْمُفْسِدِينَ ﴿۴۰﴾

آیا وائی دوی چه دا قرآن ئی دځان نه جوړ کړی دی ته اوایه پس راوړئ‌ یوسورة دده په شان اوراوبلئ‌ هغه څوک چه طاقت لرئ‌ (دبلنی دهغوی) سیوا د اللّه تعالٰی نه که ئی تاسورشتینی ﴿۳۸﴾
بلکه دوی دروغژن گنړی (قرآن) په سبب ددی چه دوی نه دی حاصل کړی علم ددی او تراوسه نه دی راغلی دوئ ته عاقبت دنه منلودقرآن دغسی ددروغو نسبت کؤو هغه کسانو چه ددوی نه مخکښی وو (درسولانوخپلو) پس اوگوره چه څرنگ شو انجام دظالمانو ﴿۳۹﴾
اوبعضی ددوی نه هغه څوک دی چه ایمان راوړی په قرآن اوبعضی ددوی هغه څوک چه نه لری ایمان په دی قرآن اورب ستا ښه پوهه دی په حال دفساد کوونکو ﴿۴۰﴾

[۳۸] په دی آیت کښی زورنه ده منکرینودقرآن ته په طریقه دطلب دمقابلی دقرآن دیوسورة او دی ته تحدی وئیلی شی اوپه دی کښی اثبات د اعجازد قرآن دی (مِثْلِهِ) ضمیرراجع دی قرآن ته اومماثلت په فصاحت بلاغت او ښائسته ترتیب او صدق او رشتینی پیشنگوئی کښی دی اوسورة بقره کښی مِن مِثلِهِ ځکه ذکردی چه هلته احتمال وؤ چه ضمیرراجع شی عبد ته یاهلته مراد دقبل نه تورات او انجیل وؤ -
[۳۹] په دی کښی روستو د اثبات د اعجازقرآن نه زورنه ده منکرینو دقرآن ته اودهغی انکارئی دوه وجی بیان کړی دی - یوداچه دوی دقرآن په مقصد باندی نه دی پوهه ځکه ئی نه منی اوداسی په سورة نمل (۸۴) اوسورة احقاف (۱۱) کښی دی دوهم داچه دوی ته د انکارکولو انجام نه دی ښکاره شوی چه هغه عذاب دی ځکه دوی انکارکوی (لَمْ يُحِيطُوا بِعِلْمِهِ) باء‌ زائده ده اودا مفعول د کذبوا دی یا با سببیه ده اومفعول پټ دی یعنی القرآن اوددی مراد دادی چه هیڅوک دقرآن په علمونوباندی احاطه نشی کولی - دوهم مراد دادی چه قرآن کښی دجنت جهنم وغیره ذکردی چه هغه تر اوسه ددوی په علم کښی نه دی راغلی - دریم مراد داچه په قرآن کښی هغه علوم اومسائل دی چه ددوی په علم کښی تراوسه نه وؤ راغلی او دوی نه دی اوریدلی او مثل مشهوردی چه (النَّاسُ اَعداءَّ لِمَا جَهِلًوا) خلق چه په کوم څیزنه پوهیږی نودشمنی ورسره کوی (وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُ) ضمیرراجع دی قران ته اوتاویل نه مراد تفسیر دقرآن دی یعنی دوی تدبراوسوچ په معنیٰ دقرآن کښی نه دی کړی بلکه په تقلید دمشرانو سره ئی تکذیب کړی دی دا معنیٰ تفسیرمدارک ذکر کړی ده دوهم داچه داضمیر تکذیب ته راجع دی اوتاویل په معنیٰ دعاقبت سره دی یعنی عذاب دتکذیب -
[۴۰] دی آیت کښی هم زورنه ده منکرینوته اودلیل دی په دی باندی چه څوک دقرآن نه انکارکوی نوهغه مفسدی دی (يُؤْمِنُ او لَا يُؤْمِنُ) داخویا په معنیٰ دمستقبل سره دی یاپه معنیٰ دماضی سره دی -