يَعْتَذِرُونَ ۴۳۷ التوبة

وَمِنَ الْأَعْرَابِ مَنْ يَتَّخِذُ مَا يُنْفِقُ مَغْرَمًا وَيَتَرَبَّصُ بِكُمُ الدَّوَائِرَ عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۹۸﴾ وَمِنَ الْأَعْرَابِ مَنْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَتَّخِذُ مَا يُنْفِقُ قُرُبَاتٍ عِنْدَ اللَّهِ وَصَلَوَاتِ الرَّسُولِ أَلَا إِنَّهَا قُرْبَةٌ لَهُمْ سَيُدْخِلُهُمُ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۹۹﴾

اوبعضی دبانډچیانو نه هغه څوک دی چه گنړی خرچ کول (په لاراللّه کښی) تاوان او انتظار کوی په تاسوباندی د آفتونو په دوی باندی دی وی آفت ناکاره او اللّه تعالٰی هر څه آوری پوهه دی ﴿ ۹۸ ﴾
او بعضی دبانډچیانو هغه څوک دی چه ایمان لری په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنئ اوگنړی خرچ کول (په لار د اللّه تعالٰی کښی) سبب دنزدیکت اللّه تعالٰی ته اوسبب ددعاگانو د رسول ﷺ خبردار یقیناً دا خرچ کول سبب دنزدی والی ددوی دی زردی چه داخل به کړی دوی لره اللّه تعالٰی په خاص رحمت خپل کښی یقیناً اللّه تعالٰی بخونکی دی رحم کوونکی دی ﴿ ۹۹ ﴾

[۹۸] دی کښی هم زورنه ده دغی منافقینوته اودهغوی دوه صفات قبیحه ذکردی (مَغْرَمًا) هغه څیزچه انسان ئی واجب او فائده مند نه گنړی اومجبوراً ئی کوی اودا صفت په علاماتو دقیامت کښی هم حساب دی (الدَّوَائِرَ) جمع د دائرةٌ ده، هغه حالت ته وائی چه بدل شی دنعمت نه مصیبت نه مراد ترینه عامی حادثی دی (عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ) دادعاء شرده په دوی باندی په آخرد ټولوصفاتو کښی اوددی نه مراد حادثی دمصبتونو او دعذابونو دشکست دی -
[۹۹] دا ذکردبعضی بانډچیانو مؤمنانو دی په مقابله د منافقانوکښی اوبشارت دی هغوی ته (وَصَلَوَاتِ الرَّسُولِ) مراد ددی نه دعاگانی دپیغمبردی چه هغه به صدقه ورکوونکو ته دعاکوله لکه آیت (۱۰۳) کښی راتلونکی دی (أَلَا إِنَّهَا قُرْبَةٌ لَهُمْ) هرکله چه په صلوٰة الرسول کښی هم مقصد د قربت الٰهی وؤ ددی وجی نه صرف دقربت ذکرئی په ډیرتاکید سره اوکړو اوغایة دقربت ئی په (سَيُدْخِلُهُمُ اللَّهُ) سره ذکرکړله اودرحمت نه مراد جنتونه دی -