يَعْتَذِرُونَ ۴۳۸ التوبة

وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۰۰﴾ وَمِمَّنْ حَوْلَكُمْ مِنَ الْأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ مَرَدُوا عَلَى النِّفَاقِ لَا تَعْلَمُهُمْ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ سَنُعَذِّبُهُمْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَى عَذَابٍ عَظِيمٍ ﴿۱۰۱﴾

اومخکښی کیدونکی ایمان ته چه ړومبی دی دمهاجرینو او دانصارونه اوهغه کسان چه تابعداری کوی ددوی په ښه ویناکولوسره رضا دی اللّه تعالٰی ددوی نه اودوی رضا دی دهغه نه اوتیارکړی دی دوی لره جنتونه چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی دوی په هغی کښی همیشه دا کامیابی لویه ده ﴿ ۱۰۰ ﴾
اود هغه چانه چه چاپیره دی ستانه دبانډچیانونه منافقان دی اوبعضی دمدینی والو نه کلک دی په منافقت باندی نه پیژنی ته دوی مونږپیژنو دوی زردی چه عذاب به ورکړو دوی لره دوه ځله بیابه اوگرځولی شی دوی عذاب لوی ته ﴿ ۱۰۱ ﴾

[۱۰۰] ددی ځای نه ترآخردسورة پوری څلورمه حصه ده اوپه دی حصه کښی دری قسمه دصحابه کرامو ذکرشوی دی په واقعه د تبوک کښی - یوقسم مجاهدین دوهم قسم پاتی کیدونکی دجهاد نه لیکن زر توبه ایستونکی اودریم قسم پاتی کیدونکی دجهادنه اوروستوکوونکی توبی لره - اوپه دی حصه کښی ترغیبات دی جهاد ته او دارنگ زورنی دی منافقینوته دهغوی په ناکاره اعمالو اوپه آخردسورة کښی صدق د رسول ﷺ اودعویٰ دتوحید ده ، په دی آیت کښی لوی والی دشان اوزیری په رضا د اللّه تعالٰی اوپه جنتونوسره دټولو صحابو رضوان اللّه اجمعین دپاره ذکردی - اودارنگ هغه کسان چه دصحابه کراموتابعداری کوونکی وی سره ددی نه چه مدحه کوی دصحابو - په دی آیت کښی دوه قولونه دی اول داچه السابقون نه مراد هغه صحابه کرام دی چه ټولو نه مخکښی ایمان او هجرت او نصرت صفت ئی حاصل کړی دی اود والذین اتبعو نه مراد نورصحابه کرام دی چه روستوئی ایمان راوړی دی دوهم قول دادی چه مراد د السابقون الاولون ټول صحابه کرام دی لکه چه الواجدی په تفسیر الوجیزکښی ذکرکړی دی چه ټول صحابه کرام دامت نه مخکښی دی په ایمان راوړلو اوپه صحبت او رویت د نبی ﷺ کښی او وَالَّذِينَ اتَّبَعُوا نه روستوخلق مراد دی په شرط داتباع او احسان سره ترقیامته پوری نوبناپه اول قول باندی په دی آیت کښی تفاوت دمرتبود صحابوته هم اشاره ده - یوقسم وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ اودوهم دهغوی نه روستو ایمان راوړونکی (بِإِحْسَانٍ) معنیٰ داچه تابعداری کوی دصحابه کرامو سره دنیکی وینا نه په باره دهغوی کښی نوپه دی لفظ سره هغه خلق خارج شول چه هغوی دصحابه کرامو عیبونه بیانوی اوپه هغوی طعن کوی لکه شیعه گان روافض وغیره -
نکته: دتاکید دبشارت دوجی نه د تَحتِها نه من غورځولی دی چه دالات کوی په ډیرنزدیکت سره دلاندی والی نه -
[۱۰۱] دی آیت کښی ذکردی دمنافقینو اوهغوی له ویره ورکول دی په عذاب سره او ربط ددی د مخکښی آیت سره ربط دمقابلی دی یعنی دمنافقانو مقابل صحابه کرام دی (لَا تَعْلَمُهُمْ) الوسی او قرطبی وئیلی دی چه داآیت صریح دلیل دی چه پیغمبرپاک ترآخروخت پوری هم په غیب باندی نه پوهیدلو ځکه چه دا سورة دهغی سورتونو نه دی چه په نهم او لسم کال د هجرت کی نازل شوی دی - بل دا دلیل دی په دی خبره چه دهیچ چا په باره کښی یقیناً حکم نشی کیدی چه دا جنتی دی یادوزخی دی ما سیواد هغه کسانو چه رسول اللّٰه ﷺ دهغوی په باره کښی خبرورکړی دی (سَنُعَذِّبُهُمْ مَرَّتَيْنِ) په دی کښی یوعذاب دنیوی دی او دوهم عذاب قبردی (ثُمَّ يُرَدُّونَ) دی نه مراد عذاب د قیامت دی داسی الواجدی په الوجیزکښی او ابن کثیرذکرکړی دی -