يَعْتَذِرُونَ إِلَيْكُمْ إِذَا رَجَعْتُمْ إِلَيْهِمْ قُلْ لَا تَعْتَذِرُوا لَنْ نُؤْمِنَ لَكُمْ قَدْ نَبَّأَنَا اللَّهُ مِنْ أَخْبَارِكُمْ وَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۹۴﴾ سَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَكُمْ إِذَا انْقَلَبْتُمْ إِلَيْهِمْ لِتُعْرِضُوا عَنْهُمْ فَأَعْرِضُوا عَنْهُمْ إِنَّهُمْ رِجْسٌ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۹۵﴾ يَحْلِفُونَ لَكُمْ لِتَرْضَوْا عَنْهُمْ فَإِنْ تَرْضَوْا عَنْهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يَرْضَى عَنِ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ ﴿۹۶﴾ الْأَعْرَابُ أَشَدُّ كُفْرًا وَنِفَاقًا وَأَجْدَرُ أَلَّا يَعْلَمُوا حُدُودَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۹۷﴾
دروغی بهانی به کوی تاسوته کله چه واپس شئ تاسودوی ته ته ورته اووایه مه کوئ بهانی هیچ چیری باور نه کوومونږپه تاسوباندی یقیناً خبرراکړی دی مونږته اللّه تعالٰی دحالاتوستاسونه او اوبه وینی اللّه تعالٰی عمل ستاسو او رسول ﷺ دهغه بیابه اوگرځولی شئ اللّه تعالٰی ته چه عالم دی په هرپټ او ښکاره باندی پس خبربه کړس تاسو په هغه عملونوچه تاسوئی کوئ ﴿۹۴﴾
زردی چه قسمونه به کوی په اللّه تعالٰی باندی تاسوته کله چه واپس شئ تاسو دیته دی دپاره چه تاسو مخ واړوئ د دوی نه پس مخ واړوئ ددوی نه یقیناً دوی پلیت دی اوځای ددوی جهنم دی بدله به ورکیدی شی دهغه عملونوچه دوی ئی کوی ﴿۹۵﴾
قسمونه کوی دوی تاسوته دی دپاره چه رضاشئ تاسو ددوی نه پس که رضا شوئ تاسو ددوی نه پس یقیناً اللّه تعالٰی نه رضا کیږی دقوم نافرمان نه ﴿۹۶﴾
بانډچیان ډیرسخت دی په کفرکښی اوپه منافقت کښی او لائق دی ددی خبری چه نه پوهیږی په مطلب دهغه احکاموچه نازل کړی دی اللّه تعالٰی په رسول ﷺ خپل او اللّه تعالٰی پوهه دی حکمتونووالادی ﴿۹۷﴾
[۹۴] داهم زورنه ده منافقینوته او دا وحی نبی ﷺ ته په سفردتبوک کښی راغلی وه په طریقه د پیشنگوئ په دلیل د إِذَا رَجَعْتُمْ إِلَيْهِمْ سره او (يَعْتَذِرُونَ) استیناف دی یعنی که اووئیلی شی چه دوی څنگه استیذان کوی نوطریقه دهغی ئی ذکرکړه په اعتذار سره - يَعْتَذِرُونَ اعتذار په معنیٰ د دروغژن عذر دی - (وَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ) لفظ مستقبل دلیل دی چه مراد دعملکم نه راتلونکی اعمال دی یعنی توبه کول دنفاق نه یانه کول او امداد کول دمؤمنانوسره په شرکت دقتال یا نه کول -
فائده: ددی آیت نه بعضی جاهلانو استدلال کړی دی چه نبی ﷺ حاضر ناظر دی دهغی جواب دادی چه ورپسی جمله کښی عالم الغیب صفت د اللّه تعالٰی دپاره ذکرشوی دی -
[۹۵] دا آیت بیا زورنه ده منافقینوته اودهغوی دوه صفات قبیحه ذکردی (فَأَعْرِضُوا عَنْهُمْ) مراد دادی چه دوی سره خبری هم مه کوئ اوکیناستل هم مه کوئ (لِتُعْرِضُوا) مراد ددی نه اعرض دصفح دی یعنی نه ملامته کول اواعرضوا کښی مرادد اعراض نه مجلس او سلام کلام پریښودل دی په دلیل دعلت سره چه (إِنَّهُمْ رِجْسٌ) دی اومراد ددی نه نجاست معنویه باطنیه دی بعنی لکه چه پلیت څیزنه ځان ساتل ضروری دی نودارنگ ددوی نه ځان ساتل لازم دی دپاره ددی چه ددوی پلیتی په تاسوکښی اثراونکړی -
[۹۶] داهم زورنه ده منافقانو ته اوصریح ده په دی خبره کښی چه اللّه تعالٰی دمنافقینونه خفه دی اورضا کیدل اوچت دی داعراض نه نوداترقی ده دماقبل نه اومعلومه شوه چه د منافقانواعراض کول جائزدی لیکن رضا کیدل دهغوی نه منع دی -
[۹۷] داهم زورنه ده بانډچیانو منافقانوته په ذکرددوه صفاتو قبیحوسره (الْأَعْرَابُ) جمع داعرابی ده هغه څوک چه په بانډو کښی اوسی اوعربی هغه دی چه نسب ئی دعربوسره وی (وَأَجْدَرُ) دا علت دی د أَشَدُّ دپاره یعنی کفراونفاق ددوی ځکه سخت دی چه دوی دقرآن پاک او دسنت او داحکامودشریعت نه ناخبره دی (حُدُودَ) لفظ عام دی احکامو او ادابو او معانی اومقاصدوته -