وَاعْلَمُوا ۴۳۵ التوبة

وَلَا عَلَى الَّذِينَ إِذَا مَا أَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَا أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّوْا وَأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا أَلَّا يَجِدُوا مَا يُنْفِقُونَ ﴿۹۲﴾ إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ وَهُمْ أَغْنِيَاءُ رَضُوا بِأَنْ يَكُونُوا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۹۳﴾

اونیشته گناه په هغه کسانوباندی چه کله راغلل تاته دی دپاره چه سورلئ‌ ورکړی دوی لره نوتا اوئیل چه زه نه مومم هغه څیزچه سواره کړم تاسوپه هغی باندی نوواپس شول دوی او سترگو ددوی بیولی اوښکی دوجب دغم نه په دی خبره چه نه مومی هغه څیز چه خرچ کړئ‌ دوی ﴿ ۹۲ ﴾
یقیناُ‌ ملامتیا په هغه کسانوده چه اجازت غواړی ستانه (دپریخودلو دجهاد) اودوی مالدار وی خوشحاله دی دوی په دی خبره چه شی دپاتی کیدونکوسره اومهر وهلی دی اللّه تعالٰی په زړونوددوی باندی پس دوی نه پوهیږی ﴿ ۹۳ ﴾

[۹۲] دی کښی څلورم قسم معذور ذکر دی یعنی هغه څوک چه سفرکولودپاره سورلئ‌ نه مومی اودا غزوه تبوک په وخت کښی اووه (۷) کسان وؤ رسول اللّٰه ﷺ ته راغلل اوطلب دسورلوئی ترینه اوکړو لیکن دهغه طاقت کښی سورلئ ورکول نه وؤ نودوی واپس شول نو ډیره زمانه ئی ژړا کوله اودوی ته بکاوون وئیلی کیدل - اوبل قول دادی چه دوی پیزار یا موزی غوختلی وی (تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ) په دی کلام کښی مبالغه دجزا مقصد ده ځکه چه په اصل کښی د موعهم تفیض من الاعین یا تمتلئ‌ الاعین من الدموع ثم نفیض - ترجمه: اوښکی ددوی بهیږی دسترگونه یا سترگی ډکیږی د اوښکونه بیا بهیږی فائده: دا آیت دلیل دی په دی خبره چه د نبی ﷺ په اختیارکښی چاله سورلی ورکول هم نیشته دجهاد دپاره اگرچه هغه په هغی وخت کښی ژوندی وؤ - نودمړو په لاس کښی به څنگه څه اختیاروی چه مشرکین خلق د مړو نه څاروی وغیره غواړی -
[۹۳] په دی آیت کښی زورنه ده مالدارو منافقینوته داپه مقابله د لَّا يَجِدُوا مَا يُنْفِقُونَ او أَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ کښی دی (أَغْنِيَاءُ) یعنی دوی قادر دی په نفقه او سورلئ‌ باندی اومعذوره نه دی (رَضُوا) جمله مستانفه ده علت دی دطلب د اذن ددوی - اوپه (۸۷،۸۶) کښی هم داسی مضمون ذکروؤ لیکن هلته هغه اغنیاء‌ مراد دی چه ډیرمالدار دی ځکه ئی هغوی ته اولولطول وئیلی وؤ اودلته لږی غناء والا مراد دی چه صرف نفقه او سورلئ‌ باندی قادر دی -