وَجَاءَ الْمُعَذِّرُونَ مِنَ الْأَعْرَابِ لِيُؤْذَنَ لَهُمْ وَقَعَدَ الَّذِينَ كَذَبُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ سَيُصِيبُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۹۰﴾ لَيْسَ عَلَى الضُّعَفَاءِ وَلَا عَلَى الْمَرْضَى وَلَا عَلَى الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ مَا يُنْفِقُونَ حَرَجٌ إِذَا نَصَحُوا لِلَّهِ وَرَسُولِهِ مَا عَلَى الْمُحْسِنِينَ مِنْ سَبِيلٍ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۹۱﴾
اوراغلل په دروغه بهانی کوونکی دبانډچیانونه ددی دپاره چه اجازت اوکړی شی دوی ته اوکیناستل هغه کسان چه دروغ ئی وئیلی وو اللّه ته او رسول ﷺ دهغه ته زردی چه اوبه رسی هغه کسانوته چه په کفرپاتی شوی دی ددوی نه عذاب دردناک ﴿ ۹۰ ﴾
نیشته په کمزورو باندی اونه په ناجوړوباندی اونه په هغه کسانو چه نه مومی هغه شی چه خرچ کړی څه گناه (په کیناستلو دجهادنه) کله چه اخلاص کوی اللّه او رسول دهغه ته نیشته په احسان کوونکو باندی هیڅ ملامتیا او اللّه تعالٰی بخونکی رحم کوونکی دی ﴿ ۹۱ ﴾
[۹۰] په دی آیت کښی هم زورنه ده منافقینوته اوبیان دحال دبانډچیانو منافقانو دی پس دحال دمدینی والونه (الْمُعَذِّرُونَ) په شد سره هغه چاته وائی چه په دروغه عذر کوی یعنی دی کسانو په دروغه عذرکړی وؤ اوکله کله استعمالیږی دپاره دعذرصحیح (وَقَعَدَ الَّذِينَ) مرا ددی نه بله ډله ده چه هغوی بغیر دعذر ښکاره کولو نه دجهاد نه پاتی شول او معنیٰ داده چه کیناستل دعذرکولو نه یامراد ددی نه دا مخکنئ ډله ده چه دروغ عذر ئی پیش کړو اوپاتی شول دجهاد نه نو معنیٰ داشوه چه کیناستل دجها دنه (كَذَبُوا) مراد ددی نه دروغونه دعوه دایمان ددوی ده یامراد ددی نه دروغ عذر دی (كَفَرُوا مِنْهُمْ) منهم ئی ځکه اوفرمائیلو چه بعضی کسانوددی نه دنفاق نه توبه ویستلی وه -
[۹۱] په دی آیت کښی ذکردمعذرینودی چه هغوی دصحیح عذر د وجی نه جهاد نه پاتی شوی دی نودوی گنهگارنه دی په دی آیت کښی دهغوی نه دری قسمه ذکرکړی دی یوضعیفان چه عام لفظ دی چه دبدن نه داسی طاقت ختم شوی وی چه په هغی سره جهاد کیدی شی، لکه ړوند شوی وی، گوډ، شل یا بوډا شوی وی - دوهم مریضان په داسی مرض سره چه په جهاد کولو کښی زیاتی کیږی مرض دهغوی یا هلاکت ته رسوونکی وی - دریم معذور هغه کسان دی چه خرچه دجهاد نه مومی لیکن په دوی ئي دوه شرطه لگولی دی - یوداچه (نَصَحُوا لِلَّهِ وَرَسُولِهِ) نصیحت دپاره د اللّه تعالٰی اخلاص دعقیدی دتوحید اودهرقسم شرک نه بچ کیدل اوعمل کول په اوامرو د اللّه تعالٰی اوبچ کیدل دمنهیاتو دهغه نه او نصیحت د رسول اللّٰه ﷺ دادی چه ایمان راوړی په هغه اودهغه اطاعت کوی اودهغه توقیراومحبت کوی اودهغه دسنت اتباع کوی او دهغه نه د مخالفت کوونکوسره دشمنی کوی - دوهم شرط دادی (مَا عَلَى الْمُحْسِنِينَ) په دی کښی اشاره دی ته چه دا معذورین دخپل طاقت مناسب ژبی جهاد کوی او احسان کوی دمجاهدینو سره په حفاظت د اهل اوعیال اود مالونو دهغوی کښی یا داچه دوی سره دعذر نه نصیحت یوځای کړی دی نو ددوی نوم محسنین شو -