وَإِذَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ أَنْ آمِنُوا بِاللَّهِ وَجَاهِدُوا مَعَ رَسُولِهِ اسْتَأْذَنَكَ أُولُو الطَّوْلِ مِنْهُمْ وَقَالُوا ذَرْنَا نَكُنْ مَعَ الْقَاعِدِينَ ﴿۸۶﴾ رَضُوا بِأَنْ يَكُونُوا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ ﴿۸۷﴾ لَكِنِ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ جَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ وَأُولَئِكَ لَهُمُ الْخَيْرَاتُ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۸۸﴾ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۸۹﴾
اوکله چه نازل کړی شی یوه سورة (په دی مضمون سره) چه ایمان راوړئ په اللّه تعالٰی اوجهاد کوئ په ملگرتیا د رسول ﷺ دهغه کښی نواجازت غواړی تانه طاقت والا خلق ددوی نه او وائی دوی چه پریږده مونږه دکیناستونکوسره ﴿۸۶﴾
رضا (خوشحاله) دی دوی په دی خبره چه شی دپاتی کیدونکو ښځوسره اومهروهلی شوی دی په زړونو ددوی پس دوی نه پوهیږی (په دی نقصان باندی) ﴿۸۷﴾
لیکن رسول ﷺ او هغه څوک چه ایمان ئی راوړی دی دده تابعدارئ کښی جهاد کوی په مالونوخپلو سره اونفسونوخپلو سره اودغه کسان ددوی دپاره ډیری خوشحالئ دی اودغه کسان دوی کامیاب دی ﴿۸۸﴾
تیارکړی دی اللّه تعالٰی دوی دپاره جنتونه چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی دوی په هغی کښی داکامیابی لویه ده ﴿۸۹﴾
[۸۶] داهم په طوردعطف سره ذکرکړو دی ته عطف دقصه په قصه باندی وئیلی شی په دی آیت کښی هم زورنه ده منافقینوته چه کله دجهاد اعلان اوشی نومالدار کسان ددوی نه دپاتی کیدلو کوشش کوی د ( آمِنُوا) نه مراد مؤمنانو دپاره همیشگیری دایمان ده اود منافقانو دپاره اخلاص دایمان دی او دائی مخکښی ځکه ذکرکړو چه جهاد بغیر دایمان نه نه قبلیږی (سُورَةٌ) څه حصی دسورت ته هم سورت وئیلی شی یامراد د ټول سورة توبه دی (أُولُو الطَّوْلِ) ئی ځکه خاص ذکرکړل چه ددوی طاقت او وس رسی اوسره ددی نه جهاد نه کوی (الْقَاعِدِينَ) عام مراد دی که مریضان او معذوره وی اوکه زنانه او بچی او بوډاگان وی -
[۸۷] په دی آیت کښی هم زورنه ده منافقینوته اودهغوی یو صفت قبیحه ذکردی (الْخَوَالِفِ) جمع د خالِفَة ده، زنانه او واړه او معذوره سړی ددی نه مراد دی - دارنگ خوالف ذلیل کسانوته هم وائی - (يَفْقَهُونَ) مراد دفقاهت نه دلته فرق دی په مینځ دفائدو د جهاد اود نقصانونو دترک الجهاد کښی اودارنگ په مینځ دصحبت دمجاهدینو کښی او دصحبت دزنانو کښی اودارنگ په مقاصدو دسورة باندی پوهه لرل -
[۸۹-۸۸] په دی آیتونوکښی صفت د رسول اللّٰه ﷺ او دصحابه کرامو دی په جهاد کولوسره دمنافقانو کښی اودوی دپاره زیری اخروی دی اوپه لفظ د لَكِنِ کښی فائده داده چه منافقان دی داخیال نه کوی چه مونږجهاد نه کوؤ نو بل څوک نیشته چه جهاد اوکړی نو اللّه تعالٰی دمجاهدینوشان ذکر کړو اوبشارت په څلورو طریقوسره په اول آیت کښی دوه طریقی دی اوپه دوهم کښی هم دوه طریقی دی -