فَإِنْ رَجَعَكَ اللَّهُ إِلَى طَائِفَةٍ مِنْهُمْ فَاسْتَأْذَنُوكَ لِلْخُرُوجِ فَقُلْ لَنْ تَخْرُجُوا مَعِيَ أَبَدًا وَلَنْ تُقَاتِلُوا مَعِيَ عَدُوًّا إِنَّكُمْ رَضِيتُمْ بِالْقُعُودِ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَاقْعُدُوا مَعَ الْخَالِفِينَ ﴿۸۳﴾ وَلَا تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِنْهُمْ مَاتَ أَبَدًا وَلَا تَقُمْ عَلَى قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۸۴﴾ وَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَأَوْلَادُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِي الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ ﴿۸۵﴾
پس که واپس راوستی ته اللّه تعالٰی ته یوی ډلی ته ددوی نه پس اجازت غواړی ستانه دپاره دوتلو (دجهاد دپاره) پس ورته اووایه هرگزمه اوځئ ځما سره چیری اوهیڅ کله جهاد مه کوئ ځما ملگرتیا کښی د دشمن سره یقیناً رضا شوی یئ تاسو په کیناستلو اول ځل پس کینئ د پاتی کیدونکو سره ﴿۸۳﴾
او مونځ (جنازه) مه کوه په هیڅ چا ددوی نه چه مړ شی هیچ چیری اومه اودریږه دهغه دقبرپه خواکښی یقیناً دوی کفرکړی دی په اللّه تعالٰی او په رسول دهغه اومړه شوی دی په داسی حال چه دوی نافرمان وو ﴿۸۴﴾
او تعجب کښی دنه اچوی تالره مالونه ددوی او اولاد ددوی یقیناً غواړی اللّه تعالٰی چه عذاب ورکړی دوی لره په هغی سره په دنیاکښی او اوځی روحونه ددوی په داسی حال چه دوی کافروی ﴿۸۵﴾
[۸۳] دی آیت کښی هم زورنه ده منافقانو ته اوپه دی کښی منع کول ددوی دی په آینده زمانه کښی د وتلودجهاد دپاره اوهرکله چه دا آیتونه په سفرد تبوک کښی نازل شوی وؤ نوځکه ئی اوفرمائیل چه (فَإِنْ رَجَعَكَ اللَّهُ) او (الْخَالِفِينَ) زنانه او واړه او کمزوری سړی په دی کښی داخل دی او خالفین فاسدینو ته هم وائی اوفاسدین په معنیٰ دگناه باندی دی اوفراء وئیلی دی چه خالفین مخالفت کوونکوته هم وئیلی شی -
فائده: په دی آیت کښی دلیل دی په دی خبره چه خلاف کوونکی وی دپیغمبرنه نودهغوی سره ملگرتیا منع ده دارنگ رازی په تفسیرکبیر کښی ذکر کړی دی (إِلَى طَائِفَةٍ) طائفه ئی ځکه اوئیل چه په دوی کښی بعضو ایمان راوړو اوبعضی د نبی ﷺ دواپس راتللو نه مخکښی مړه شول - یاطائفه نه مراد منافقین دی ځکه چه پاتی شوی بعضی مؤمنان وؤ -
[۸۴] داعطف دی په مخکښی آیت کښی فقل باندی په مضمون کښی اود فَاسْتَأْذَنُوكَ دلاندی داخل نه دی په دی آیت کښی هم زورنه ده منافقینوته اوویره ورکول دی چه دمنافقت دوجی نه په دوی باندی جنازه اوپس دمرگه دوی ته دعاکول منع دی (وَلَا تَقُمْ عَلَى قَبْرِهِ) مطلب دادی چه د رسول اللّٰه ﷺ عادت وؤ چه کله به مړی دفن کړی شواوقبرنه تیارشو نودهغه دقبرپه خواکښی به اودریدلو اودعا به ئی کوله اودارنگ چه کله زیارت دیوقبربه ئی کوؤ نوهم به ئی په اولاړی دعا کوله لیکن دمنافقانودپاره ددی طریقی نه رسول اللّٰه ﷺ منع کړی شو - دا دلیل دی چه دقبرپه خواکښی دعاکول په ولاړه سره سنت ده (عَلَى قَبْرِهِ) علٰی په معنیٰ دعند سره دی ځکه دقبردپاسه اودریدل جائز نه دی (إِنَّهُمْ كَفَرُوا) داعلت دی منع د صلوٰة او قیام دقبرسره دپاره ددعا (فَاسِقُونَ) چه کفراوگناهونه ښکاره کوی -
[۸۵] داجواب دیووهم دی که څوک وهم اوکړی چه ددوی دمالدارئ دوجی یا ددوی د ځامنو د وجی نه جنازه کول په دوی باندی به جائز وی؟ نوپه دی آیت کښی دهغی جواب اوشو - دابل حکم دمنافقانودی عطف دی په لَا تُصَلِّ باندی - سوال: دا آیت مخکښی (۵۵) کښی تیرشوی دی نودمکررراوړلو څه فائده ده؟ جواب: مخکښی آیت کښی تفریع وه دپاره دمنع دقبول دنفقاتو ددی وجی نه ئی په فاسره راوړلو اوداآیت جواب دهغه وهم دی چه مخکښی ذکرشول -