وَاعْلَمُوا ۴۳۱ التوبة

اسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لَا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ إِنْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِينَ مَرَّةً فَلَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ﴿۸۰﴾ فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلَافَ رَسُولِ اللَّهِ وَكَرِهُوا أَنْ يُجَاهِدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَالُوا لَا تَنْفِرُوا فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ ﴿۸۱﴾ فَلْيَضْحَكُوا قَلِيلًا وَلْيَبْكُوا كَثِيرًا جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۸۲﴾

که بخنه غواړی ته دوی لره اوکه نه غواړی بخنه دوی لره (یوشان ده)، که ته بخنه اوغواړی دوی لره اویا ځله نوهیچ چیری بخنه نه کوی اللّه دوی ته داپه دی وجه چه دوی کفرکړی دی په اللّه تعالٰی اوپه رسول ﷺ دهغه او اللّه تعالٰی توفیق دهدایت نه ورکوی قوم نافرمانو ته ﴿۸۰﴾
خوشحاله دی دا پاتی کړی شوی (دجهادنه) په کیناستلوخپلوباندی خلاف د رسول اللّٰه ﷺ نه اوبد گنړی دوی چه جهاد اوکړی په مالونو خپلوسره او په نفسونوخپلوسره په لار د اللّه تعالٰی کښی او وائی دوی نورو خلقو ته مه اوځئ‌ په گرمئ کښی (دجهاد دپاره) ته اوایه اوردجهنم ډیرسخت گرم دی که دوی پوهیدی (نوداسی به ئی نه کولی) ﴿۸۱﴾
پس اودی خاندی دوی لږه زمانه اودی ژاړی ډیره زمانه بدله ورکیدی شی په سبب دعملونو چه دوی ئی کوی ﴿۸۲﴾

[۸۰] په دی آیت کښی خطاب دی پیغمبر او مؤمنانوته او ویره ده منافقینولره چه هغوی دپاره استغفار نه قبلیږی - ابتداء ددی آیت کښی اختلاف دی بعضو علماؤ وئیلی دی چه مقصد په دی کښی ناامیده کول دی دمغفرت دهغی نه نواستغفارد هغی دپاره بی فآئدی شواود بعضو علماؤ په نیز دا اختیار ورکول دی حدیث دبخاری دلیل دی چه دا اختیاروؤ نبی ﷺ ته لیکن بیا منسوخ شوی دی په آیت (۸۴) او (۱۱۳) باندی - (سَبْعِينَ) مراد په دی سره صرف اویا (۷۰) نه دی لکه بناپه عدد دعربو دالفظ استعمالیږی دډیروالی دپاره. عدد دسبع داسی عدد دی چه مشتمل دی په ټولو صفتونو دعدد باندی - نو ددی وجی نه عرب د ډیروالی دپاره سبع ذکرکوی اوکله دتاکید دپاره سبعین ذکر کوی او دزیات تاکید دپاره سبعمائة ذکر کوی -
[۸۱] دی آیت کښی هم زورنه ده منافقینوته او څلورصفا ت قبیحه دهغوی دی داول صفت مطلب دادی چه کیناستل دجهاد نه یوگناه دی اومخالف د رسول اللّٰه ﷺ نه دوهم گناه دی اوخوشحالی په هغه باندی دریم گناه دی اودامرض دمتدعینو هم دی چه په هغه عمل چه خلاف د رسول وی خوشحالی کوی (الْمُخَلَّفُونَ) دوی اگرچه په خپله پاتی شوی وؤ دجهاد نه لیکن داپه حقیقت کښی قهراو غضب دی د اللّه تعالٰی په دوی باندی یعنی اللّه تعالٰی پاتی کړل دوی لره لکه په (۴۶) کښی تیرشول (خِلَافَ) په معنیٰ دمخالفت سره دی اودا مفعول له دی یاپه معنیٰ دخلف سره دی (يَفْقَهُونَ) یعنی علم دفرق ددنیا اودآخرت او د مشقتونو اود نعمتونو ددواړو او دا حقیقی علم دی ددی وجی نه دی ته فقاهت اوئیلی شو -
[۸۲] داهم زورنه دمنافقانوته اوپه دی سره امرمراد نه دی بلکه خبراو زورنه مراد ده اودارنگ (وَلْيَبْكُوا) په امرسره خبرمراد دی اود (قَلِيلًا) نه مراد دنیا ده او د كَثِيرًا نه مراد جهنم دی اود ضحک او بکاء‌ نه مراد معنیٰ حقیقی ده او احتمال دی چه مراد وی ددی نه خوشحالئ‌ او غمونه -
فائده: خندا کول بغیرد قهقهی نه دنبی او دصحابه کرامو نه ثابت ده لیکن ډیروالی دهغی عمل دبی وقوفانو دی -