فَلَمَّا آتَاهُمْ مِنْ فَضْلِهِ بَخِلُوا بِهِ وَتَوَلَّوْا وَهُمْ مُعْرِضُونَ ﴿۷۶﴾ فَأَعْقَبَهُمْ نِفَاقًا فِي قُلُوبِهِمْ إِلَى يَوْمِ يَلْقَوْنَهُ بِمَا أَخْلَفُوا اللَّهَ مَا وَعَدُوهُ وَبِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ ﴿۷۷﴾ أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُمْ وَأَنَّ اللَّهَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ ﴿۷۸﴾ الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۷۹﴾
پس هرکله چه ورکړو اللّه تعالٰی دوی ته دفضل خپل نه (څه مال) نوبخل اوکړو دوی په هغی سره او اگرځیدل (دلوظ خپل نه) او دوی مخ اړوونکی دی ﴿۷۶﴾
پس پیداکړو اللّه تعالٰی منافقت په زړونو ددوی کښی تر هغی ورځی پوری چه مخامخ به شی دوی دهغه سره په سبب ددی چه خلاف کړی دی دوی د اللّه نه دهغی وعدی چه کړی ده دهغه سره اوپه دی وجه چه دوی دروغ وئیل ﴿۷۷﴾
آیا دوی نه پوهیږی چه یقیناً اللّه تعالٰی پوهیږی په پټو خبروددوی اوپه جرگوددوی اویقیناً اللّه تعالٰی ښه پوهیدونکی دی په ټولوعیبونوباندی ﴿۷۸﴾
(دامنافقان) هغه کسان دی چه عیب لگوی په رغبت کوونکو دمؤمنانونه په صدقه ورکولو کښی اوهغه کسان چه نه مومی هغوی مگرمزدوری خپله پس دوی مسخری کوی په هغی پوری اللّه تعالٰی به سزا دمسخرو ورکړی دوی لره اودوی لره عذاب دردناک دی ﴿۷۹﴾
[۷۶] په دی آیت کښی دوه صفات قبیحه دمنافقانو ذکردی اودا آیت دلیل دی په دی باندی چه څوک دنذرصحیح وفا نه کوی نوهغه گنهگار دی -
[۷۷] دا آیت هم متعلق دی دتیرشوی آیت سره اوپه دی کښی یوصفت قبیحه دهغوی ذکردی (يَوْمِ يَلْقَوْنَهُ) مراد ددی نه ورځ دمرگ ده (فَأَعْقَبَهُمْ) ضمیرفاعل راجع دی اللّه تعالٰی ته یاراجع دی بخل ته - او يَلْقَوْنَهُ ضمیرهم راجع دی اللّه تعالٰی ته یا بخل ته په په تقدیردجزاء دبخل سره -
[۷۸] داهم زورنه منافقینوته او مطلب دادی چه اللّه تعالٰی ددی منافقانوپه ټولو عملونوباندی عالم دی نودوی ته به سزا ورکوی - او آیت ښکاره دلیل دی په دی خبره چه علم دغیب خاص صفت د اللّه تعالٰی دی (سِرَّهُمْ) هغه خبری چه په زړه کښی وی او (نَجْوَاهُمْ) پټی جرگی کول -
[۷۹] دی آیت کښی هم زورنه ده منافقینوته اودهغوی دوه صفات قبیحه ذکردی مراد دادی که څوک د اللّه تعالٰی په لارکښی ډیرخرچ کوی دمالدارئ دوجی نه نومنافقان په هغه باندی عیب لگوی چه دا ریاکار دی اوکه څوک لږخرچ کوی دغریبئ دوجی نه نومنافقان هغه پوری مسخری کوی -
فائده: دا آیت دلیل دی په دی خبره چه څوک په صحابه کراموطعن کوی نوهغه منافقان دی لکه شیعه او روافض -