وَاعْلَمُوا ۴۲۹ التوبة

يَحْلِفُونَ بِاللَّهِ مَا قَالُوا وَلَقَدْ قَالُوا كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُوا بَعْدَ إِسْلَامِهِمْ وَهَمُّوا بِمَا لَمْ يَنَالُوا وَمَا نَقَمُوا إِلَّا أَنْ أَغْنَاهُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ مِنْ فَضْلِهِ فَإِنْ يَتُوبُوا يَكُ خَيْرًا لَهُمْ وَإِنْ يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَا لَهُمْ فِي الْأَرْضِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ﴿۷۴﴾ وَمِنْهُمْ مَنْ عَاهَدَ اللَّهَ لَئِنْ آتَانَا مِنْ فَضْلِهِ لَنَصَّدَّقَنَّ وَلَنَكُونَنَّ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۷۵﴾

قسمونه کوی دوی په اللّه تعالٰی سره چه څه نه دی وئیلی دوئ ستاپه باره کښی اویقیناً وئیلی ده دوی خبره دکفراو کفرئی ښکاره کړی دی پس داسلام ښکاره کولو ددوی نه اوقصد ئی کړی دی دهغی کار چه حاصل ئی نه کړو اوبد نه گنړی دوی مگردا خبره چه مالدارکړل دوی لره اللّه تعالٰی اورسول دهغه (په تقسیم کولوسره) دفضل د اللّه نه پس که دوی توبه ویستله نووی به غوره دپاره ددوی اوکه دوی مخ اوگرځو نوعذاب به ورکړی دوی لره اللّه تعالٰی عذاب دردناک په دنیا او آخرت کښی اونه به وی دوی لره په ټوله زمکه کښی څوک دوست او نه مددگار ﴿ ۷۴ ﴾
اوبعضی ددوی نه هغه څوک دی چه لوظ کړی دی اللّه تعالٰی سره که رائی کړو مونږته دفضل خپل نه نوخامخا مونږبه صدقی کوو او خامخا شوبه دنیک عمل کوونکونه ﴿ ۷۵ ﴾

[۷۴] په دی آیت کښی زورنه ده منافقانو ته دهغوی په دریو صفاتو قبیحوسره هرکله چه مخکښی آیت کښی منافقان ئی شریک کړل په حکم دکافرانو کښی نوهغوی انکار اوکړو دکفرکولو نه په قسم کولوسره نو په دی آیت کښی دهغی جواب دی (كَلِمَةَ الْكُفْرِ) نه مراد کنځل کول دی پیغمبرته او طعن کول دی په اسلام باندی (وَهَمُّوا بِمَا لَمْ يَنَالُوا) مراد ددی نه واقعه دهغه دولس (۱۲) منافقانو ده په غزوه تبوک کښی چه اراده ئی کړی وه دقتل دپیغمبر لیکن هغه اراده کښی کامیاب نه شول ځکه چه اللّه تعالٰی نبی لره خبرورکړو (وَمَا نَقَمُوا) مراد ددی دادی چه منافق سړی داحسان کوونکی سره بدکوی په دی آیت کښی نسبت دمالدار کولو اللّه تعالٰی ته په طریقه دورکولو سره دی او نسبت دهغی رسول اللّٰه ﷺ ته په طریقه دتقسیم سره دی یعنی رسول اللّٰه ﷺ به دوی ته په مال فئ‌ او غنیمت او زکوٰة کښی مالونه ورکول تردی چه دوی مالدار شول ځکه چه حدیث کښی راغلی دی اِنما اَنَا قاسم و اللّه یُعطی - یقیناً زه تقسیم کوونکی یم او اللّه تعالٰی ورکوی -
[۷۵] په دی ایت کښی اشاره ده بل قسم منافقینوته اودهغوی قبیحه صفاتوته چه نذراوکړئ‌ د اللّه تعالٰی په نوم اوهغه نه پوره کوی اووعده اوکړی د اللّه تعالٰی سره اودهغی هم خلاف کوی - فائده: ډیرومفسرینو په سبب دنزول ددی آیت کښی ثعلبه بن حاطب انصاری لیکلی دی لیکن هغه صحیح نه دی ځکه چه هغه بدری صحابی وؤ هغه منافق نشی کیدلی په دغه قصه باندی ډیرو اهل علمورد کړی دی بیهقی په دلائل النبوة کښی دی ته ضعیف وئیلی دی دارنگ ابن عبدالبراو ابن الاثیر -