وَاعْلَمُوا ۴۲۸ التوبة

وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۷۱﴾ وَعَدَ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ وَرِضْوَانٌ مِنَ اللَّهِ أَكْبَرُ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۷۲﴾ يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۷۳﴾

او مؤمنان سړی او مؤمنانی ښځی بعضی ددوی دوستان دبعضو دی حکم کوی په نیکئ سره اومنع کوی دبدئ‌ نه اوپابندی کوی دمانځه او ورکوی زکوٰة لره اوتابعداری کوی د اللّه تعالٰی اود رسول ﷺ دهغه دغه کسان خامخا رحم کوی په دوی باندی اللّه تعالٰی یقیناً اللّه تعالٰی زورور دی حکمتونووالا دی ﴿۷۱﴾
وعده کړی ده اللّه تعالٰی دمؤمنانو سړو او دمؤمنانو ښځوسره د جنتونوچه بهیږی دهغی لاندی ولی همیشه به وی دوی په هغی کښی اوپه ځایونو مزیدارو په جنتونو دهمیش والی کی اورضامندی د اللّه تعالٰی ډیرلوی نعمت دی دا کامیابی لویه ده ﴿۷۲﴾
ای نبی ﷺ جهاد کوه دکافرانو سره او منافقانوسره اوسخت شه په مقابله دهغوی کښی اوځای ددوی جهنم دی اوبد دی ځای ورتلو (دا جهنم) ﴿۷۳﴾

[۷۱] دی آیت کښی صفات دمؤمنانو دی په مقابله دمنافقانو کښی - فائده: ددوی په باره کښی اولیاء‌ لفظ دی او د منافقینوباره کښی بَعْضُهُمْ مِنْ بَعْضٍ لفظ وؤ دی کښی نکته داده چه دمؤمنانو زړونه یودی په محبت کولوکښی دیوبل سره اوپه شفقت کولو کښی په یوبل باندی اوهرچه منافقان دی دهغوی په زړونوکښی دیوبل سره اختلاف دی لیکن په حکم کښی دیوبل سره پیوست دی (بِالْمَعْرُوفِ) شربینی وئیلی دی چه هرخیراو طاعت چه شرعی وی نواول په هغی کښی ایمان او توحید او سنت داخل دی - (الْمُنْكَرِ) هرهغه څیزچه په شرع کښی دهغی قباحت معلوم وی اول په هغی کښی شرک او بدعت داخل دی (وَيُطِيعُونَ) داپه مقابله د نَسُواللّه (په صفت دمنافقانو) کښی دی -
[۷۲] دی آیت کښی زیری اخروی دی مؤمنانوته په مقابله دعذاب د منافقانوکښی (وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً) یعنی بنگلی به وی جوړی کړی شوی دملغلرو اودیاقوت وغیره نه او خوشبویه به وی اوپه مزل د پنځوسوو (۵۰۰) کالوکښی دهغی خوشبوئی به خوریږی اومشتمل به وی په بی شماره نعمتونوسره -
[۷۳] په دی آیت کښی خطاب دی پیغمبرته او داخل دی په دی خطاب کښی مؤمنان هرکله چه مخکښی آیاتونو کښی مقابله ذکرشوه په صفاتواو حالاتودکافرانو اود منافقینو سره نواوس په دی آیت کښی اعلان دجهاد دی دټولو کافرانوسره اوجهاد دکافرانوسره په توری سره اوپه ژبی سره دی (وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ) غلظت مقابل دشفقت دی وئیلی کیږی سخت والی د زړه ته په معامله کښی مراد دادی چه ددی دواړو ډلوسره هیڅ شفقت او نرمی مه کوئ‌ او ددوی په مقابله کښی کلک شئ‌ د خولی کنځل کول ددی نه نه دی مراد -