كَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ كَانُوا أَشَدَّ مِنْكُمْ قُوَّةً وَأَكْثَرَ أَمْوَالًا وَأَوْلَادًا فَاسْتَمْتَعُوا بِخَلَاقِهِمْ فَاسْتَمْتَعْتُمْ بِخَلَاقِكُمْ كَمَا اسْتَمْتَعَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ بِخَلَاقِهِمْ وَخُضْتُمْ كَالَّذِي خَاضُوا أُولَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۶۹﴾ أَلَمْ يَأْتِهِمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَقَوْمِ إِبْرَاهِيمَ وَأَصْحَابِ مَدْيَنَ وَالْمُؤْتَفِكَاتِ أَتَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۷۰﴾
تاسویئ په شان دهغی کسانوچه مخکښی وو ستاسونه وو هغوی زیات ستاسونه په طاقت کښی اوډیروو په مالونو او اولاد کښی پس فائده واخسته هغوی په برخه خپله پس تاسوهم فائده واخسته په برخه خپله لکه چه فائده اخستی وه هغه کسانوچه مخکښی ستاسونه وو په برخله خپله اومشغوله شوئ په شان دهغی کسانو چه هغوی مشغوله شوی وو دغه کسان برباد شوی دی عملونه دهغوی په دنیا اوپه آخرت کښی اودغه کسان هم دوی تاوان والا دی ﴿ ۶۹ ﴾
آیا نه دی راغلی دوی ته خبردهغی کسانو چه مخکښی ددوی وو قوم د نوح علیه السلام او عادیان او ثمودیان اوقوم دابراهیم علیه السلام او اوسیدونکی دمدین او اوسیدونکی د الټه شوو کلو (دقوم لوط علیه السلام) راغلی دی دوی ته رسولان ددوی په ښکاره حکمونوسره پس نه وو اللّه تعالٰی چه ظلم ئی کړی وی په دوی باندی لیکن وو دوی په خپلوځانونو ظلم کوونکی ﴿ ۷۰ ﴾
[۶۹] په دی آیت کښی تشبیه ددی منافقانواوکافرانوده دمخکنوکافرانوسره په هغه صفات قبیحو چه تیرشوی دی اوپه صفت استمتاع اوپه خوض کښی نودا دوه نور قبیح اوصاف جامعه دی په سزا کښی (فَاسْتَمْتَعُوا بِخَلَاقِهِمْ) په دی کښی اشاره ده صفت فاسقانو او فاجرانوته چه هغوی ددنیا څیزونه دخپل خواهش مطابق استعمالول (وَخُضْتُمْ) په دی کښی اشاره دمرض د مبتدعینو او مکذبینو دحق ته چه هغوی دځان نه دین ایجاد کړی وی دخپل خواهشاتومطابق (كَالَّذِينَ) ددی نه مخکښی لفظ (اَنْتُمْ) پټ دی (قُوَّةً) طاقت دبدنونو یازوردظلم اودنیولو دمظلومانو مراد دی (فَاسْتَمْتَعُوا بِخَلَاقِهِمْ) د خلاق نه مرادد دنیا مالونه او مرتبی دی چه دا تقدیری برخه ده دطرف د اللّه تعالٰی نه اودالفظ ئی ځکه ذکراوکړو چه دلالت اوکړی په قباحت دتیرشوی خلقو بیا روستو جمله کښی دهغوی دعمل سره تشبیه ورکړی شوه (فِي الدُّنْيَا ) حبط په دنیاکښی دادی چه نتیجه دخیرپه هغی کښی نه حاصلیږی دارنگ په دنیا کښی دهغوی مدح په عباداتودهغوی سره نه کیږی چه دا متقی دی مونځ گذار دی یاحاجی دی - (وَالْآخِرَةِ) اوپه آخرت کښی په دغه عملونو سره ثواب نه حاصلیږی -
[۷۰] دا آیت تفسیردی د مخکښی آیت دپاره چه په هغی کښی فرمائیلی وؤ كَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ، یعنی ذکرد مخکنوقومونو مکذبینو دی سره داشاری کولو نه دهغوی دنیوی عذابونوته چه په نورو سورتونو مکیو کښی ذکر دی دا قومونه په سورة حج (۴۴،۴۳،۴۲) کښی او په سورة ص (۱۳،۱۲) کښی ذکردی (أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ) مراد ظلم نه تکذیب او کفرکول دی چه هغه سبب دعذاب ددوی اوگرځیدلو -