وَاعْلَمُوا ۴۲۶ التوبة

لَا تَعْتَذِرُوا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ إِنْ نَعْفُ عَنْ طَائِفَةٍ مِنْكُمْ نُعَذِّبْ طَائِفَةً بِأَنَّهُمْ كَانُوا مُجْرِمِينَ ﴿۶۶﴾ الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُمْ مِنْ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنْكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ نَسُوا اللَّهَ فَنَسِيَهُمْ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۶۷﴾ وَعَدَ اللَّهُ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا هِيَ حَسْبُهُمْ وَلَعَنَهُمُ اللَّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ مُقِيمٌ ﴿۶۸﴾

بهانی مه کوئ‌ یقیناً کفرښکاره کړی دی تاسو پس دایمان ښکاره کولونه که معافی اوکړو مونږ دیوډلی ستاسونه (په توفیق دتوبی) نوعذاب به ورکړوبلی ډلی ته په دی وجه چه دوی مجرمان دی ﴿۶۶﴾
منافقان سړی او منافقی ښځی بعضی ددوی د بعضونه دی حکم کوی په نارواؤ اومنع کوی دنیکئ نه اوبند ساتی لاسونه خپل هیرکړی دی دوی اللّه تعالٰی لره نو اللّه هم پریخودل دوی لره (په محرومولوسره دخیرنه) یقیناً منافقان خاص دوی نافرمان دی ﴿۶۷﴾
وعده کړی ده اللّه تعالٰی دمنافقو سړو او دمنافقو ښځو سره او کافرانو سره د اور د جهنم همیشه به وی دوی په هغی کښی هغه پوره سزا ددوی ده اولعنت کړی دی په دوی باندی اللّه تعالٰی اودوی دپاره عذاب همیشه دی ﴿۶۸﴾

[۶۶] دی آیت کښی هم زورنه ده منافقانوته اود هغوی دوه صفات قبیحه ذکردی اودا آیت دلیل دی په دی خبره چه څوک په اللّه تعالٰی پوری یا رسول اللّٰه ﷺ اوقرآن پوری ټوقی کوی اوهغه سپک گنړی نوهغه کافردی او مرتد دی (إِنْ نَعْفُ) مراد دادی چه اللّه تعالٰی بعضی منافقینوته توفیق دتوبی ورکړو اوهغوی ئی معاف کړل - په دی کښی اشاره چه توبه دمرتد هم قبلیږی (مُجْرِمِينَ) هغه کسان چه په گناه باندی پاخه وی توبه نه اوباسی -
[۶۷] په دی آیت کښی زورنه ده منافقانوته او دهغوی څلورصفات قبیحه ئی ذکرکړی دی ( بَعْضُهُمْ مِنْ بَعْضٍ) معنیٰ داده چه دوی دیوبل په شان دی په وتلوکښی ددین نه اودارنگ په دی صفاتو ذکرشوو کښی اواشاره ده دی ته چه په دی حکم کښی نارینه او زنانه برابردی - لفظ د مِن استعمالیږی په نشبیه او اشتراک عمل کښی (وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ) مراد ددی نه پریخودل دجهاد او انفاق فی سبیل اللّه اود نورو واجباتو دی (نَسُوا اللَّهَ) مراد ددی قصداً‌ پریښودل دی خو داسی پریښودل چه اوگرځی په شان دهیرشوی مطلب دادی چه دوی پریښودلی دی ذکر او اطاعت د اللّه تعالٰی لره -
[۶۸] دی آیت کښی ویره اخروی ده منافقینوته په پنځه طریقوسره (وَعَدَ) ددی اکثراستعمال په خیرکښی وی اود اوعد استعمال په شرکښی وی لیکن هرکله چه دوعد سره نارجهنم ذکرشو نو مراد ددی نه وعید دی -