وَاعْلَمُوا ۴۲۵ التوبة

أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّهُ مَنْ يُحَادِدِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَأَنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدًا فِيهَا ذَلِكَ الْخِزْيُ الْعَظِيمُ ﴿۶۳﴾ يَحْذَرُ الْمُنَافِقُونَ أَنْ تُنَزَّلَ عَلَيْهِمْ سُورَةٌ تُنَبِّئُهُمْ بِمَا فِي قُلُوبِهِمْ قُلِ اسْتَهْزِئُوا إِنَّ اللَّهَ مُخْرِجٌ مَا تَحْذَرُونَ ﴿۶۴﴾ وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللَّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ ﴿۶۵﴾

آیا نه پوهیږی دوی چه یقیناً چا چه خلاف اوکړو د اللّه تعالٰی اورسول دحدونونه پس یقیناً ده لره اوردجهنم دی همیشه به وی دی په هغی کښی داشرمندگی لویه ده ﴿۶۳﴾
ویریږی منافقان چه نازل به شی په مسلمانانویوسورة چه خبربه کړی دوی لره په هغه څه سره چه په زړنو دمنافقانو کښی دی ته اووایه چه ټوقی کوئ تاسو یقیناً اللّه تعالٰی ښکاره کوی هغه څیزچه ویریږئ تاسو دهغی دښکاره کیدلونه ﴿۶۴﴾
اوکه ته دوی نه تپوس اوکړی (چه تاسوڅه وئیل) خامخا دوی وائی یقیناً مونږ ځان مشغولؤلواولوبی موکولی ته اووایه او اللّه تعالٰی پوری اوپه آیتونودهغه پوری اوپه رسول دهغه پوری تاسوټوقی کوئ‌ ﴿۶۵﴾

[۶۳] په دی آیت کښی ویره اخروی ده اویوصفت قبیحه دی دهغوی (يُحَادِدِ) مطلب دادی چه د اللّه تعالٰی او رسول اللّٰه ﷺ دحدودونه مخالف دځان نه حدود جوړوی اوحدود دوه قسمه دی یوقسم شرعی سزاگانی دپاره دبعضی گناهونولکه حددزنا او غلا وغیره - دوهم قسم دهرحکم شرعی سنت طریقه دهغی حد دی ددی وجی نه هرمبتدع محاد د اللّه تعالٰی او رسول اللّٰه ﷺ دی اوداسی په سورة مجادله (۵) او (۲۰) کښی هم ذکردی -
[۶۴] دی آیت کښی هم زورنه ده منافقینوته اودهغوی یوصفت قبیحه ذکردی مطلب دآیت دادی چه دوی به ټوقی کولی په پیغمبراوپه قرآن پوری اوبیا به ویریدل ددی خبری نه هسی نه اللّه تعالٰی زمونږد بدوپه باره کښی سورة نازل کړی او مؤمنان زمونږدحال نه خبرکړی لیکن داسورة اللّه تعالٰی دهغوی دعیبونوپه باره کښی نازل کړی دی ددی وجی نه دی سورة ته سورة الفاضحه هم وائي (شرموونکی) (قُلِ اسْتَهْزِئُوا) دا دلیل دی چه استهزاء ئی کوله په اللّه تعالٰی اورسول او مؤمنانوپوری اودا امردپاره د تهدید (زورنی) دی -
[۶۵] دی آیت کی دهغوی دوه صفات قبیحه ذکردی (نَخُوضُ وَنَلْعَبُ) دا عذر داستهزاء‌ کولو دی اومصداق دی دهغه متل مشهورچه عذر گناه بدتراز گناه ځکه چه خوض او لعب په اللّه او رسول اوآیتونوپوری غټ گناه دی اوجصاص اورازی لیکی دی چه کلم دکفرپه توقه سروه وئیل هم کفردی - نخوض، خوض په ناجائزخبرو کښی مشغولیدل دپاره دگپ شپ‌- نَلْعَبُ، یوناجائزقول یا عمل کول دپاره د وخت تیرولو اگرچه هغه ئی مقصد نه وی (تَسْتَهْزِئُونَ) دا دلیل دی چه خوض او لعب مرادف دی داستهزاء‌ سره او استهزاء‌ باللّه عام ده دهغه په نومونو او صفتونو اوحکمونوپوری استهزاء کول -