وَاعْلَمُوا ۴۲۲ التوبة

قُلْ أَنْفِقُوا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا لَنْ يُتَقَبَّلَ مِنْكُمْ إِنَّكُمْ كُنْتُمْ قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿۵۳﴾ وَمَا مَنَعَهُمْ أَنْ تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقَاتُهُمْ إِلَّا أَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَبِرَسُولِهِ وَلَا يَأْتُونَ الصَّلَاةَ إِلَّا وَهُمْ كُسَالَى وَلَا يُنْفِقُونَ إِلَّا وَهُمْ كَارِهُونَ ﴿۵۴﴾ فَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ ﴿۵۵﴾ وَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ إِنَّهُمْ لَمِنْكُمْ وَمَا هُمْ مِنْكُمْ وَلَكِنَّهُمْ قَوْمٌ يَفْرَقُونَ ﴿۵۶﴾ لَوْ يَجِدُونَ مَلْجَأً أَوْ مَغَارَاتٍ أَوْ مُدَّخَلًا لَوَلَّوْا إِلَيْهِ وَهُمْ يَجْمَحُونَ ﴿۵۷﴾

ته اووایه خرچ کوئ په خوښه یا په ناخوښه هیڅ کله به قبول نکړی شی ستاسونه یقیناً تاسوقوم یئ نافرمان ﴿۵۳﴾
اونه دی منع کړی دی چه قبول کړی شی ددوی نه خیراتونه ددوی مگردی خبری چه دوی کفرکړی دی په اللّه تعالٰی اوپه رسول دهغه اونه راځی دوی مانځه ته مگرپه داسی حالت چه ناراست وی اونه خرچ کوی دوی مگرپه داسی حال کښی چه بد ئی گنړی ﴿۵۴﴾
پس تعجب کښی دی وانه چوی تالره مالونه ددوی اونه اولاد ددوی یقیناً غواړی اللّه تعالٰی (په دی ډیروالی دمالونو او اولاد ددوی سره) چه عذاب ورکړی دوی لره په هغی سره په ژوند دنیوی کښی او اوځی روحونه ددی په داسی حال کی چه دوی به کافروی ﴿۵۵﴾
اوقسمونه کوی دوی په اللّه تعالٰی چه یقیناً دوی ستاسو دډلو نه دی اونه دی دوی ستاسو دډلی نه لیکن دوی داسی قوم دی چه ویریږی ﴿۵۶﴾
که دوی موندلی وی ځای دپناه یا غارونه یا سمستی خامخا ورغلی به وو هغی ته په داسی حال چه منډی به ئي وهلی ﴿۵۷﴾

[۵۳] دی آیت کښی هم دوه صفات قبیحه دی د منافقینو (أَنْفِقُوا) دا امرپه معنیٰ دخبردی یعنی دانفاق دواړه قسمونه په نه قبلیدلو کښی برابردی دا آیت دلیل دی په دی خبره چه نیک اعمال په کفراوپه نفاق سره باطلیږی (فَاسِقِينَ) دفسق نه مراد فسق اعتقادی دی یعنی کفر -
[۵۴] دا آیت تفصیل دفسق دی چه مانع دی دقبولیت دنفقاتونه اوپه دی آیت کښی دری صفات قبیحه دهغوی ذکردی یعنی په دوی کښی ایمان نیشته اوعبادات بدنیه او مالیه هم دعبادت په طورباندی نه کوی -
[۵۵] هرکله چه مخکښی آیت کښی ذکر شوچه ددوی نفقات نه قبلیږی نوپه دی آیت کښی په هغی باندی تفریع ده په حرف دفاء سره چه ددوی مالونه بی فائدی دی چه په هغی څه ثواب نه ملاونږی اواولاد ئی هم بی فائدی دی بلکه دا دواړه سبب دعذاب ددوی دی اوهرچه مؤمن مالدار دی نودهغه کسب مشقت مصیبتونه سبب داجردی نوهغه عذاب نه دی -
[۵۶] په دی آیت کښی هم زورنه ده منافقینوته اودهغوی دوه صفات قبیحه دی هرکله چه ددوی علامات دکفر ذکرشول نودوی دمؤمنانو دهوکه کولو دپاره دورغ قسمونه شروع کړل چه مونږدکافرانو سره نه یو بلکه ستاسو ملگری یو (وَلَكِنَّهُمْ) نه روستو عبارت پټ دی یعنی لکنهم یظهرون الیکم الایمان یعنی دوی ایمان ښکاره کوی دوجی دویری نه (يَفْرَقُونَ) دفرق نه ماخوذ دی ویره سره د جزع اودهیبت نه نوداد دخوف نه زیاته ده - مراد دیفرقون نه دادی چه دوی ویریږی ددی خبری نه چه هسی نه چه زمونږ نفاق ښکاره شی اومسلمانان مونږلره قتل کړی -
[۵۷] داهم زورنه منافقینوته اوبیان دخوف دهغی دی اوپه دی کښی یوصفت قبیحه دی (مَلْجَأً) ځای دپناهی لکه قلعه گانی (مَغَارَاتٍ) اوغارونه چه په غرونوکښی وی (مُدَّخَلًا) هغه سمسی چه په ځمکه کښی وی (يَجْمَحُونَ) جمح هغه منډه د آس ده چه په واگی سره هم نه حصاریږی -