وَاعْلَمُوا ۴۲۳ التوبة

وَمِنْهُمْ مَنْ يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُوا مِنْهَا رَضُوا وَإِنْ لَمْ يُعْطَوْا مِنْهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ ﴿۵۸﴾ وَلَوْ أَنَّهُمْ رَضُوا مَا آتَاهُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ سَيُؤْتِينَا اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَرَسُولُهُ إِنَّا إِلَى اللَّهِ رَاغِبُونَ ﴿۵۹﴾ إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۶۰﴾

اوبعضی ددوی نه هغه څوک دی چه عیب لگوی په تاباندی په تقسیم د زکاتونوکښی نوکه ورکړی شوی دوی ته هغی نه نوخوشحاله شی دوی اوکه ورنه کړی شی دوی ته دهغی نه نودغه وخت دوی خفگان کوی ﴿۵۸﴾
اوکه دوی خوشحاله شوی وی په هغی چه ورکړی دی دوی ته اللّه تعالٰی او رسول ﷺ دهغه او دوی وئیلی وی چه پوره دی مونږلره اللّه تعالٰی زردی چه رابه کړی مونږته اللّه تعالٰی دفضل خپل نه او رسول ﷺ دهغه (په تقسیم کولوسره) یقیناً مونږخاص اللّه تعالٰی ته رغبت کوونکی یو ﴿۵۹﴾
یقیناً‌ زکاتونه ورکیدی شی محتاجوته اوغریبانوته او کارکوونکوته چه مقرروی په هغی باندی او هغه څوک چه خوشحالولی شی زړونه دهغوی اوپه آزادولو دڅټونو کښی اوقرضداروته اوپه لارد اللّه تعالٰی کښی اومسافروته فرض کړی شوی دی دطرف د اللّه تعالٰی نه او اللّه تعالٰی پوهه دی حکمتونو والادی ﴿۶۰﴾

[۵۸] په دی آیت کښی هم زورنه ده منافقینوته اوپه دی کښی دری صفات قبیحه دی او دا آیت دلیل دی په دی خبره چه څوک د پیغمبرپه یوه طریقه باندی اعتراض کوی نوهغه منافق دی - دارنگ هغه څوک چه ددین کارکوی دمالی مفاداتو دپاره نوهغه منافق دی اوددی په شان په سورة بقره (۲۰) کښی هم دی -
[۵۹] داترغیب دی د ښائسته اخلاقو چه په هغی سره دنفاق نه بچ کیږی (وَلَوْ) جزا ددی محذوف ده یعنی لکان خیرالهم (ددوی دپاره به غوره وی) (وَرَسُولُهُ) دورکولو د رسول اللّٰه ﷺ نه مراد په دی ځای کښی د زکوٰة او دغنیمت نه حصی ورکول دی په امرد اللّه تعالٰی سره اوددی تشریح په صحیح حدیث کښی ده چه انمااناقاسم و اللّه یعطی - نوددی آیت نه دمشرکانو دلیل نیول چه نبی هم اختیارمن د نفع او ضرر دی داغلط دی ځکه په دی کښی مراد په طریقه دتقسیم سره ورکول دی ( إِلَى اللَّهِ) معنیٰ داچه مونږمال طرف ته رغبت نه کوؤ بلکه اللّه تعالٰی رضا طرف ته رغبت لرو -
[۶۰] په دی آیت کښی بیان دمصارفو د زکوٰة دی اومقصد په دی کښی رد دی په هغه منافقینو چه هغوی په نبی ﷺ باندی اعتراض کوؤ په تقسیم دصدقاتوکښی - فقیراومسکین کښی فرق دی په ډیرو طریقو سره مشهورپه هغی کښی دادی چه فقیرهغه دی چه دهغه سره دگذاری کولو دپاره څه مال وی لیکن دنصاب نه کم وی او مسکین هغه څوک دی چه دهغه دپاره هیڅ څیز نه وی او دوهم قول ددی په عکس سره دی اودافرق ددی په هغه وخت کښی دی چه دوی یوځای کښی ذکرشی اوهرکله چه جدا جدا ذکروی نود دواړو یوشان معنیٰ وی (الْعَامِلِينَ) مراد ددی نه هغه کسان دی چه هغوی دامیردطرف نه مقرر کړی شوی وی دپاره دجمع کولو د زکوٰة دمال دمالدارو خلقونه اگرچه مالدار وی نوده لره به هم ورکیدی شی د زکوٰة نه په قدر دعمل دهغه ځکه چه دی بند دی په خدمت دفقراؤ کښی اوپه دی کښی لیکونکی اوتقسیم کوؤنکی او ساعی اوعاشر او څوکیدار وغیره ټول داخل دی (وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ) دا ډیرقسمونه دی اول هغه چه اسلام ئی ښکاره کوؤ لیکن یقین ئی کمزوری وؤ نودوی له هم زکوٰة ورکیدی شو دپاره دالفت دزړونو ددوی دوهم هغه چه کافروی خود هغه نه امید د ایمان کیدی شی - او ددوی د حصی په منسوخ کیدلوکښی روستو دوفات د نبی ﷺ نه اختلاف دی خو غوره داده چه په وخت دضعف داسلام کښی دا حصه ورکول په کاردی او دا قول ابن کثیرهم غوره کړی دی (الْغَارِمِينَ) مراد ددی نه هغه کسان دی چه هغوی دنیکئ په یوکارکښی یادعاموخلقو دفائدی دپاره یا د دوؤ ډلو دصلح کولو دپاره تاوان په ځان باندی کیښود اودی مالدار وؤ لیکن مال دده دتاوان نه کم وؤ نوده لره هم زکوٰة ورکول په کار دی (وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ) مراد ددی نه غازیان دی ورکیدی شی دوی ته زکوٰة دپاره دخرچ د غزا - په دی کښی طالبان دعلم دین اودارنگ دعوت کوونکی ددین په دی کښی داخل دی -