وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ ائْذَنْ لِي وَلَا تَفْتِنِّي أَلَا فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُوا وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ ﴿۴۹﴾ إِنْ تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِنْ تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُوا قَدْ أَخَذْنَا أَمْرَنَا مِنْ قَبْلُ وَيَتَوَلَّوْا وَهُمْ فَرِحُونَ ﴿۵۰﴾ قُلْ لَنْ يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۵۱﴾ قُلْ هَلْ تَرَبَّصُونَ بِنَا إِلَّا إِحْدَى الْحُسْنَيَيْنِ وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ أَنْ يُصِيبَكُمُ اللَّهُ بِعَذَابٍ مِنْ عِنْدِهِ أَوْ بِأَيْدِينَا فَتَرَبَّصُوا إِنَّا مَعَكُمْ مُتَرَبِّصُونَ ﴿۵۲﴾
او بعضی ددوی نه هغه څوک دی چه وائی اجازت راکړه ماته (دپاتی کیدلو) اومه اچوه ما په فتنه کښی خبردارشئ په فتنه کښی دوی پریوتی دی اویقیناً جهنم خامخا راگیروونکی دی کافرانولره ﴿۴۹﴾
که اورسی تاته خوشحالی نوخفه کوی دوی لره اوکه اورسی تاته څه مصیبت نووائی دوی یقیناً عمل کړی دی مونږپه تدبیرخپل مخکښی ددینه اواوگرځی دوی (ستاسونه) اوحال دادی چه دوی خوشحالی کوی ﴿۵۰﴾
ته اوایه هیڅکله اوبه نه رسی مونږته مگرهغه څه چه مقررکړی دی اللّه تعالٰی مونږلره هغه مولا زمونږدی اوخاص په اللّه تعالٰی دی ځان سپاری مؤمنان ﴿۵۱﴾
ته اووایه چه انتظار نه کوئ تاسو په باره ځمونږ کښی مگریو ددوو خوشحالونه اومونږانتظار کوو ستاسو په باره کښی چه اوبه رسوی تاسوته اللّه تعالٰی عذاب دخپل طرف نه یاپه لاسونو ځمونږ پس انتظارکوئ یقیناً مونږستاسوسره انتظار کوونکی یو ﴿۵۲﴾
[۴۹] دا هم زورنه ده منافقینوته اوپه دی کښی دهغوی دوه صفات قبیحه دی (فِي الْفِتْنَةِ) پاتی کیدل دجهادنه اومخالفت کول د نبی ﷺ نه فتنه ده -
[۵۰] داهم زورنه ده منافقینوته اوپه دی کښی دهغوی دری صفات قبیحه دی (أَخَذْنَا أَمْرَنَا) مراد ددی نه خپل ځان ته هوښیاروئیل دی چه دهغی د وجی نه دقتال نه پاتی شول (تَسُؤْهُمْ) دادحسد دوجی نه - (حَسَنَةٌ) مراد ددی نه نصرت او غنیمت دی -
[۵۱] دااول جواب دی منافقانوته چه کله هغوی په مصیبت د مؤمنانوخوشحاله شی نوهغوی ته به داسی جواب کیدی شی اودا دلیل دی چه تقدیرد اللّه تعالٰی لیکلی شوی دی دمخکښی نه اوپه هغی باندی ایمان راوړل فرض دی (هُوَ مَوْلَانَا) په دی کښی اشاره ده چه په تقدیرد اللّه تعالٰی کښی هرقسم خیردی دپاره دمؤمنانو (وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ) یعنی ایمان په تقدیرباندی مستلزم دی توکل کولو لره -
[۵۲] دادوهم جواب دی دقول منافقینو اوپه دی کښی دهغوی دوه صفات قبیحه ذکردی (حُسْنَيَيْنِ) نه مراد فتح ده سره دغنیمت نه او شهادت دی (نَتَرَبَّصُ بِكُمْ) ددی نه روستو احدی السّوء تَین مقدر دی اوروستو دهغی دواړو تفصیل ددی ذکر دی -
فائده: تبرص اکثرپه هغه ځای کښی ذکرکیږی چه ضرور واقع کیږی او انتظار عام دی واقع کیدونکی اونه واقع کیدونکی دواړو کښی استعمالیږی -