وَلَوْ أَرَادُوا الْخُرُوجَ لَأَعَدُّوا لَهُ عُدَّةً وَلَكِنْ كَرِهَ اللَّهُ انْبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِيلَ اقْعُدُوا مَعَ الْقَاعِدِينَ ﴿۴۶﴾ لَوْ خَرَجُوا فِيكُمْ مَا زَادُوكُمْ إِلَّا خَبَالًا وَلَأَوْضَعُوا خِلَالَكُمْ يَبْغُونَكُمُ الْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّاعُونَ لَهُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ ﴿۴۷﴾ لَقَدِ ابْتَغَوُا الْفِتْنَةَ مِنْ قَبْلُ وَقَلَّبُوا لَكَ الْأُمُورَ حَتَّى جَاءَ الْحَقُّ وَظَهَرَ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ كَارِهُونَ ﴿۴۸﴾
اوکه دوی نیت لرلی دوتلودجهاد خامخا دوی به تیاری کړی وی هغی لره دسامان لیکن بد گنړلی دی اللّه تعالٰی پورته کیدل ددوی (جهاد دپاره) پس منع ئی کړل دوی لره (دوتلودجهاد نه) او اوئیلی شو دوی ته کینئ د کیناستونکوسره ﴿۴۶﴾
که دوی وتلی وی په لښکرستاسوکښی نه به وو زیات کړی دوی تاسولره مگرنقصان او خامخا منډی به وهلی وی دوی په مینځ ستاسوکښی (په چغل خورئ سره) غواړی دوی په تاسوکښی اختلاف اوپه (لښکر) ستاسوکښی جاسوسان ددوی شته او اللّه تعالٰی ښه پوهه دی په ظالمانوباندی ﴿۴۷﴾
یقیناً غوښتلی وه دوئ فتنه مخکښی ددی نه او جوړکړی وو دوی ستاپه خلاف کښی ډیرمکرونه تردی چه راغی حق اوښکاره شودین د اللّه تعالٰی اودوی بدگنړی - ﴿۴۸﴾
[۴۶] دی آیت کښی هم زورنه ده منافقینوته چه هغوی دجهاد نیت هم نه لری اونه دهغی دپاره تیاری کوی ځکه چه لفظ دلَو دلالت کوی په نفی باندی اوتیاری نه کول مخالفت دهغه امرنه دی چه په سورة انفال (۶۰) وؤ اوپه دی آیت کښی دوه صفات قبیحه دمنافقینودی (وَلَكِنْ) نه روستودری جملی دلیل دی چه معصیتونو دانسانانوپوری اراده د اللّه تعالٰی متعلق ده (انْبِعَاثَهُمْ) دجهاد دپاره تلل په صحیح نیت سره نه وؤ اوپه ناراستئ وؤ ددی وجی نه په دی لفظ سره تعبیراوشو په لفظ دخروج سره ئی تعبیرنه دی کړی (قِيلَ) داقول د تقدیرالٰهی دی یاقول د رسول اود صحابودی منافقانوته (قَاعِدِينَ) نه مراد ړانده او گوډ اوزنانه او واړه دی
[۴۷] دی آیت کښی مؤمنانوته تسلی ده په پاتی کیدلو منافقانو دجهاد نه اوزورنه ده منافقینوته په ذکرد پنځه صفاتو قبیحو اودا علت دی دپاره د كَرِهَ اللَّهُ اه یعنی ددوی په وتلوکښی ډیرمفاسد دی (إِلَّا خَبَالًا) که ماقبل کښی لفظ دشیئاً مقدرشی نودا استثناء متصل ده اوکه خیرامقدرشی نواستثناء منقطع ده اوله توجیه غوره ده (الْفِتْنَةَ) مراد ددی نه اختلاف او دجهاد نه واپس کول اوددین نه اړول دی (وَفِيكُمْ) په دی کښی مراد هغه منافقان دی چه په سفردتبوک کښی شریک وؤ دپاره دجاسوسئ کولو -
[۴۸] په دی کښی هم زورنه ده منافقینوته په ذکرددریوصفات قبیحو اودا دلیل دی دپاره دلزوم دهغه مفاسدو چه په تیرشوی آیت کښی ذکر دی (لَقَدِ ابْتَغَوُا الْفِتْنَةَ) په دی کښی اشاره ده ښکاره کولودمنافقت ته په تیرشوؤ غزاگانوکښی لکه غزوه احد او غروه احزاب (وَقَلَّبُوا لَكَ الْأُمُورَ) ددی یومطلب دادی چه دوی دپیغمبردقتلولو دپاره وخت په وخت تدبیرونه جوړکړی وؤ -