عَفَا اللَّهُ عَنْكَ لِمَ أَذِنْتَ لَهُمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَتَعْلَمَ الْكَاذِبِينَ ﴿۴۳﴾ لَا يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ أَنْ يُجَاهِدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالْمُتَّقِينَ ﴿۴۴﴾ إِنَّمَا يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ فَهُمْ فِي رَيْبِهِمْ يَتَرَدَّدُونَ ﴿۴۵﴾
اجازت نه غواړی ستانه هغه کسان چه ایمان لری په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنئ (په پریخودلوددی) چه جهاد اوکړی په مالونو خپلو او نفسونو خپلوسره او اللّه تعالٰی پوهه دی په متقیانوباندی ﴿۴۴﴾
یقیناً اجازت غواړی ستانه (دجهادپریخودلو) هغه کسان چه نه لری ایمان په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنئ اوشک کړیدی زړونوددوی پس دوی دوجی دشک نه گډوډ دی ﴿۴۵﴾
اوکه دوی نیت لرلی دوتلودجهاد خامخا دوی به تیاری کړی وی هغی لره دسامان لیکن بد گنړلی دی اللّه تعالٰی پورته کیدل ددوی (جهاد دپاره) پس منع ئی کړل دوی لره (دوتلودجهاد نه) او اوئیلی شو دوی ته کینئ د کیناستونکوسره ﴿۴۶﴾
[۴۴] دی آیت کښی صفت دمؤمنانو ذکر دی چه هغوی بغیردعذرنه دجهاد نه نه پاتی کیږی اونه د پیغمبرنه د پاتی کیدلو اذن غواړی - سوال: په سورة نور (۶۲) کښی صفت دمؤمنانو استیذان دی ا ودلته عدم استیذان؟ جواب: دادی چه په هغه سورة کښی ذکرداستیذان دی دپاره درخصت کیدلو دمجلس د نبی ﷺ نه اوپه دی سورة کښی ذکر داستیذان دی دپریخودلو دجهاد -
[۴۵] دی آیت کښی زورنه ده منافقینوته اوپه دی کښی هم هغوی څلورصفات قبیحه ذکردی اودلته استیذان په باره دپريښودلوجهاد کښی مرادی (وَارْتَابَتْ) دا صیغه دلالت کوی په کلک شک باندی چه هغه په طریقه دانکارسره دی اودا علت دی دلایؤمنون دپاره (يَتَرَدَّدُونَ) یعنی حیران دی چه دمؤمنانوسره شی اوکه دکافرانوسره شی -
[۴۶] دی آیت کښی هم زورنه ده منافقینوته چه هغوی دجهاد نیت هم نه لری اونه دهغی دپاره تیاری کوی ځکه چه لفظ دلَو دلالت کوی په نفی باندی اوتیاری نه کول مخالفت دهغه امرنه دی چه په سورة انفال (۶۰) وؤ اوپه دی آیت کښی دوه صفات قبیحه دمنافقینودی (وَلَكِنْ) نه روستودری جملی دلیل دی چه معصیتونو دانسانانوپوری اراده د اللّه تعالٰی متعلق ده (انْبِعَاثَهُمْ) دجهاد دپاره تلل په صحیح نیت سره نه وؤ اوپه ناراستئ وؤ ددی وجی نه په دی لفظ سره تعبیراوشو په لفظ دخروج سره ئی تعبیرنه دی کړی (قِيلَ) داقول د تقدیرالٰهی دی یاقول د رسول اود صحابودی منافقانوته (قَاعِدِينَ) نه مراد ړانده او گوډ اوزنانه او واړه دی -