وَاعْلَمُوا ۴۱۸ التوبة

إِلَّا تَنْصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللَّهُ إِذْ أَخْرَجَهُ الَّذِينَ كَفَرُوا ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا فَأَنْزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُ بِجُنُودٍ لَمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِينَ كَفَرُوا السُّفْلَى وَكَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ الْعُلْيَا وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۴۰﴾ انْفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۴۱﴾ لَوْ كَانَ عَرَضًا قَرِيبًا وَسَفَرًا قَاصِدًا لَاتَّبَعُوكَ وَلَكِنْ بَعُدَتْ عَلَيْهِمُ الشُّقَّةُ وَسَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَوِ اسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ يُهْلِكُونَ أَنْفُسَهُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۴۲﴾

که امداد نه کوئ‌ تاسو ددی رسول سره نویقیناً امداد کړی دی دده سره اللّه تعالٰی کله چه ویستلی وو ده لره کافرانو دوهم دوؤ نه کله چه دواړه په غارکښی وو کله چه اوئیل پیغمبر ملگری خپل ته مه خفه کیږه یقیناً اللّه تعالٰی زمونږ ملگری دی پس راولیږله اللّه تعالٰی تسلی په هغه باندی اوکلک ئی کړو دی په داسی لښکروسره چه تاسو نه لیدلی هغه اواوگرځوله اللّه تعالٰی کلمه دکافرانو لاندی او کلمه د اللّه تعالٰی هغه اوچته ده او اللّه تعالٰی زورآور دی حکمتونووالا دی ﴿۴۰﴾
اوځئ‌ که سپک یئ او که درانه یئ‌ اوجهاد کوئ‌ په مالونو خپلوسره اوپه نفسونوخپلوسره په لار د اللّه تعالٰی کښی دا ډیره فائده ده ستاسو دپاره که تاسوپوهیږئ‌ ﴿۴۱﴾
که (غزوه دتبوک) وی سامان آسان حاصلیدونکی اوسفردرمیانه خامخا دوی به تلی وی تاسره لیکن لری شوی دی په دوی باندی سفر اوزر دی چه قسمونه به اوکړی دوی په اللّه تعالٰی سره که طاقت لرلی مونږه خامخا وتلی به وی مونږ تاسوسره هلاکوی دوی ځانونه خپل (په دروغ قسم) او اللّه تعالٰی پوهیږی چه یقیناً دوی دروغژن دی ﴿۴۲﴾

[۴۰] دی آیت کښی زورنه ده په پریخودلو دجهاد اوپه دی کښی اشاره ده واقعی دهجرت د رسول اللّٰه ﷺ ته چه په دی هجرت کی ابوبکررضی اللّه عنه دهغه ملگری وؤ اوبیا دواړه دری ورځی په غارثورکښی پاتی شوی وؤ تفصیل دواقعی محدثینوذکر کړی دی اوپه دی آیت کښی فضیلت د ابوبکررضی اللّه عنه دی اودلیل دی دهغه په صحابیت باندی نوچه څوک دهغی نه انکارکوی نوهغه کافر دی (إِلَّا تَنْصُرُوهُ) جزاء‌ حذف ده - فاللّه متکفل به (اللّه ذمه وار دی دمدد دهغه) (ثَانِيَ اثْنَيْنِ) په معنیٰ داحدهما دی اودالفظ دلیل دی چه د دوو نه زیات نه وؤ اودلیل دی په اولیت د نبی ﷺ یعنی هغه اول وؤ او ابوبکررضی اللّه عنه دوهم وؤ (لِصَاحِبِهِ) مراد په دی کښی صحبت دینیه دی ځکه چه صحبت دغارئی خو مخکښی ذکرکړو (لَا تَحْزَنْ) حزن او خوف په انبیاء علیهم السلام باندی هم راځی لکه چه په یعقوب او ابراهیم او موسیٰ او لوط‌ علیهم السلام راغلی وؤ نودا نقصان نه دی اوقرطبی وئیلی دی چه داحزن د ابوبکررضی اللّه عنه په باره د نبی ﷺ کښی دی نوداخوکمال دی (كَلِمَةَ الَّذِينَ) مراد ددی نه ټول اقوال او اعمال دکفردی اودارنگ ارادی دکافرانوپه باره د قتل د نبی ﷺ کښی -
[۴۱] دی آیت کښی امردی دپاره دفرضیت دقتال په هرحالت کښی او خفافاً او ثقالاً په دی کښی دمفسرینو لس (۱۰) اقوال دی بعضی دهغی نه دادی (۱) خِفافاً‌ لږی وسلی والا اوثقالاً ډیری وسلی والا -(۲) خفافاً فقیران او ثقالاً مالدار، وغیره - لیکن په دی کښی معذورین داخل نه دی نوآیت منسوخ نه دی -
[۴۲] په دی آیت کښی زورنه منافقینوته په پریښودلو دجهادسره اوڅلورصفات قبیحه دی اومطلب دآیت دادی چه سفردتبوک ډیراو اوږد وؤ اودمدینی منوری نه تقریباً اته سوه (۸۰۰) کلومټره لری وؤ اوپه هغی کښی غنیمت حاصلول هم گران وؤ ځکه چه دشمن قوم هم سخت وؤ په جنگ کښی ددی وجی نه بعضی منافقان ددی سفرنه پاتی شول اودی آیت کښی دلیل دی په دی خبره چه په دروغه قسم کول سبب دهلاکت دی (عَرَضًا) ددنیا ټولومالونوته عرض وئیلی شی ځکه عارضی څیزونه دی (وَسَيَحْلِفُونَ) یعنی هرکله ای نبی ته دوی ته واپس لاړ شی نودوی به قسمونه کوی -