وَاعْلَمُوا ۴۱۵ التوبة

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۳۴﴾ يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُونَ ﴿۳۵﴾

ای ایمان والو یقیناً ډیردملیانونه اوپیرانونه خوری مالونه دخلقو په ناروا اومنع کوی خلق دلاری د اللّه تعالٰی نه اوهغه کسان چه جمع کوی سره زر او سپین زر اونه خرچ کوی هغه په لار د اللّه تعالٰی کښی پس زیری ورکړه دوی لره په عذاب دردناک سره - ﴿ ۳۴ ﴾
په هغه ورځ چه گرمولی به شی دغه څیزونه په اور دجهنم کښی پس داغلی کیږی به هغی سره تندی ددوی او اړخونه ددوی اوشاگانی ددوی وئیلی کیږی به چه دا هغه شی دی چه جمع کړی وو تاسو دځانونو دپاره پس اوڅکئ سزا دهغی چه تاسو جمع کول ﴿ ۳۵ ﴾

[۳۴] ربط دادی چه مخکښی آیتونوکښی ددوی دشمنی داسلام سره ذکر کړه نوپه دی آیت کښی مؤمنانوته تنبیه ورکوی دهغوی دمشابهت نه په ذکر دنورو قبیح صفتونو چه هغه حرص دمال اوگمراه کول دخلقو او بخل دی اودا نور اسباب دقتال دی مراد د (كَثِيرًا) نه هغه ملیان اوپیران دی چه په آیت یودیرش کښی ذکرشول (لَيَأْكُلُونَ) مراد اکل نه اخستل او حاصلول دی لیکن لوی مقصد دهغی خوراک دی ددی وجی نه تعبیرئی په اکل سره اوکړو اودارنگ په دی تعبیرکښی ډیره بدی ده چه دوی دگیډی دپاره دین برباد کړی دی (النَّاسِ) نه مراد ددوی مقلدین او مریدان دی چه په (۳۱) کښی ذکرشول - (بِالْبَاطِلِ) باطل نه مراد هغه ټولی طریقی دی دمال دحاصلولو چه دشرعی نه خلاف وی اوهغه خلقوته ثواب ښکاره کوی لکه رشوتونه، اړی، نذرانی وغیره (سَبِيلِ اللَّهِ) نه مراد توحید سنت او قران دی (وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ) داهم عطف دی په مخکښی باندی اوصفت داحباراورهبان دی اومراد کنزنه زکوٰة او واجبات نه ورکول دی اگرچه مالدار وی اودا قول دجمهورصحابه کرامو دی سیوا دابوذر رضی اللّه عنه نه لیکن تائید دده د ابوداؤد حدیث دی دعمر رضی اللّه عنه چه هغه ددی تفسیر د رسول اللّٰه ﷺ نه اوتپوسلو اوهغه جواب ورکړو حاصل دجواب داوؤ چه اللّه تعالٰی چه په زکوٰة کښی څلویښتمه او عشر مقررکړی دی اومیراث ئی دورثو حق گرځولی دی دادلیل دی چه زیاتی مال جمع کول جائز دی (وَلَا يُنْفِقُونَهَا) ها ضمیر کنوز او اموال ته راجع دی - فائده: دی آیتونوکښی اکرچه صفات دیهودیانو او دنصاریٰ دی لیکن ددی امت هغه ملیان په کښی هم داخل دی چه په هغوی کښی دا دری صفات وی - حدیث دبخاری په دی باندی دلیل دی چه په هغی کښی دا الفاظ دی - نزلت فینا وفیهم (دا آیت نازل شوی دی زمونږ په باره کښی او ددوی په باره کښی) -
[۳۵] دی آیت کښی ویره اخروی ذکرده دپاره ددغی مخکښی صفات والو اوپه دی آیت کښی دا دری اندامونه ذکر دی ځکه چه په وخت دلیدلو دفقراؤ کښی ددوی تندی تریوشو اوبیا به ئی اړخ بدلولو بیابه ئی شاه گرخوله - اوبله وجه داده چه داکنایه ده داحاطی دڅلورو طرفونونه په دی کښی هم علیها او بها ضمیرونه کنوز او اموال ته راجع دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>