وَاعْلَمُوا ۴۱۴ التوبة

يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ﴿۳۲﴾ هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ﴿۳۳﴾

کوشش کوی دوئ‌ چه مړه کړی رنړا د اللّه تعالٰی په خولو ځپلوسره اونه غواړی اللّه تعالٰی مگردا خبره چه پوره کړی رنړا خپله اگرچه بد ئی گنړی کافران ﴿ ۳۲ ﴾
اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه رالیږلی دی رسول خپل په هدایت سره اوپه دین حق سره دی دپاره چه غالب ئی کړی په ټولو دینونوباندی اگرکه بد گنړی ئی مشرکان ﴿ ۳۳ ﴾

[۳۲] دابل سبب دقتال دی (نُورَ اللَّهِ) نه مراد دین دتوحید دی او(بِأَفْوَاهِهِمْ) نه مراد بی دلیله خبری دی (يُرِيدُونَ) مراد دارادی نه کوشش کول دی اوداسی په سورة صف (۸) کښی هم دی (أَنْ يُطْفِئُوا) بغیرد لام نه ئی ذکرکړی دی اشاره ده چه نور (رنړا) مړکول ددوی اصل مقصد دی -
[۳۳] دی آیت کښی بیان داتمام دنور دی اوبیان دصدق دآخری پیغمبردی د (هُدَى) نه مراد اصول او عقائد دی او (دِينِ الْحَقِّ) احکام او فروع دی (لِيُظْهِرَهُ) دا ضمیریاراجع دی دین ته، معنیٰ داده چه دین اسلام لره په ټولو دینونوغالب کوی په اعتبار ددلیلونوسره غالب دی په هره زمانه کښی اوپه اعتبار دتسلط سره به غالب وی په زمانه دنزول د عیسیٰ علیه السلام کښی یامراد ددی نه غلبه ددین ده په جزیرة العرب کښی اوداپه زمانه د نبی ﷺ کښی موجود شوی وه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>