وَاعْلَمُوا ۴۱۳ التوبة

وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللَّهِ وَقَالَتِ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللَّهِ ذَلِكَ قَوْلُهُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ يُضَاهِئُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَبْلُ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ ﴿۳۰﴾ اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۳۱﴾

اووائی یهودیان عزیرعلیه السلام ځوی د اللّه تعالٰی دی اووائی نصاریٰ چه مسیح علیه السلام ځوئي د اللّه تعالٰی دی داوینا ددوی ده په خولو ددوی (یعنی بی دلیله) یوشان والی کوی دوی دوینا دهغی کسانو سره چه کفرئی کړی دی ددوی نه مخکښی لعنت دی اوکړی په دوی اللّه تعالٰی څنگه اوړیدلی کیږی دوی د حق نه ﴿ ۳۰ ﴾
جوړکړی دی دوی ملیان خپل اوپیران خپل اختیارمند د احکامو (دحلال اوحرام) سیوا د اللّه تعالٰی نه او مسیح ځوی دمریم اونه دی کړی شوی حکم دوی ته مگر ددی خبری چه بندگی دی خاص کړی دمددگار یو نیشته حق دار دبندگئ‌ سیوا دهغه نه پاک دی اللّه تعالٰی دهغی نه چه دوی ورسره شریک جوړوی ﴿ ۳۱ ﴾

[۳۰] په دی آیت کښی نورڅلوراسباب دقتال دهغوی ذکردی اوشرک دیهودو داوؤ چه عزیر علیه السلام ته ئی ابن اللّه وئیلو اوشرک دعیسایانوداوؤ چه عیسیٰ علیه السلام ته ئی ابن اللّه وئیلو - اوپه دوی کښی دعوامو عقیده دا وه چه دوی حقیقتاً ځامن د اللّه تعالٰی دی - اودخاصو خلقو عقیده داوه چه دوی د اللّه تعالٰی دپاره په شانته د نازولی ځوئ دی چه پلار دهغه خبره منی اوهغه ته ئی اختیارات سپارلی وی او دا دواړه عقیدی دکفر دی - او ددی امت په جاهلانوکښی دا دوهمه عقیده په کثرت سره موجود ده (قَوْلُهُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ) مراد ددی نه وینا بی دلیله ده (قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُوا) مراد ددی نه هغه امیان کافران دی چه هغوی ملائکوته بنات اللّه وئیل (لونړه د اللّه تعالٰی) یامراد ددی نه مشران ددوی دی چه دوی په کفرکښی دهغوی تقلید کوؤ (قَاتَلَهُمُ اللَّهُ) دا دعاءشرده (خیری) اومراد ددی نه لعنت دی -
[۳۱] په دی آیت کښی نوراسباب دقتال ذکردی (أَحْبَارَهُمْ) هغه علماؤ ته وائی چه الفاظ او معنیٰ په ښائسته طریقی سره راوړی او (رُهْبَانَهُمْ) هغه کسانوته وائی چه ویره کوی د اللّه تعالٰی نه اوخپل وخت او عمل خاص د اللّه تعالٰی دپاره خرچ کوی لیکن په دی آیت کښی چه اضافت ددوی ئی ضمیردهغوی ته اوکړو دا دلیل دی په دی باندی چه مراد ددی نه ناکاره ملایان اوپیران دی چه هغوی به دوی ته شرک او کفراوبدعات ښائسته کول اوئیل ئی چه دادین دی (أَرْبَابًا) مراد ددی نه دا نه دی چه دوی ملایان او پیران خدایان گنړل - دارنگ هغوی لره عبادت ئی هم نه دی کړی لیکن مراد دادی که هغوی به دوی لره یوڅیزجائزکوو نودوی به جائز گنړلو اوکه یوحلال څیزبه ئی حرامولو نودوی به حرام گنړلو لکه دارنگ حدیث دعدی ابن خاتم رضی اللّه عنه کښی راغلی دی چه ترمذی روایت کړی دی - نوددی نه دا معلومه شوه چه دملایانو اودپیرانو خلاف دحکم شرعی نه تقلید کول شرک دی (وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ) دائی جدا ځکه ذکرکړو چه هغه ئی د اللّه تعالٰی سره صرف په عبادت کښی شریک کړی وونه په تابعدارئ‌ کښی بلکه دهغه تابعداری ئی پری خودلی وه اودا شرک فی الالوهیت دی او دا دواړه قسمه شرکونه ددی امت په جاهلانو کښی هم موجود دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>