وَاعْلَمُوا ۴۱۲ التوبة
ثُمَّ يَتُوبُ اللَّهُ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ عَلَى مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۲۷﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلَا يَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَذَا وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ إِنْ شَاءَ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۲۸﴾ قَاتِلُوا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حَتَّى يُعْطُوا الْجِزْيَةَ عَنْ يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ ﴿۲۹﴾
بیا مهربانی اوکړه اللّه تعالٰی پس ددی (غلبی) نه په هغه چاچه اوی غوښته او اللّه تعالٰی بخونکی رحم کوونکی دی ﴿۲۷﴾
ای ایمان والو: یقیناً مشرکان پلیت دی پس نه دی نزدی کیږی مسجد حرام ته روستو ددی کال نه (نهم کال دهجرت) اوکه ویریږئ تاسو دفقیرئ نه پس زردی چه مالدار به کړی تاسولره اللّه تعالٰی دوجی دفضل خپل نه که اوغواړی یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی حکمت والادی ﴿۲۸﴾
جنگ کوئ دهغی کسانو سره چه ایمان نه لری په اللّه تعالٰی اونه په ورځ روستنئ (په شان دایمان دصحابؤ) اوحرام نه گنړی هغه شی چه حرام کړی دی اللّه تعالٰی اورسول دهغه اوتابعداری نه کوی ددین حق دهغه کسانونه چه ورکړی شوی دی کتاب تردی چه ورکوی به جزیه په لاس خپل سره اودوی به ذلیلان وی ﴿۲۹﴾
[۲۷] دی کښی اشاره ده پس دجنگ نه ډیروکافرانو ته توفیق دایمان ورکړی شو دارنگ په دی آیت کښی بخنی دصحابه کرامو ته هم اشاره ده -
[۲۸] په دی آیت کښی دبرائت یوه طریقه ذکرده، اوهغه داده چه مشرکانولره دحج او دعمری اود حرم د داخلیدلو نه منع کړئ او دهغی علت ذکرشو چه دوی نجس (پلیت) دی - اکثرو علماؤ وئیلی دی چه مراد دنجاست نه نجاست باطنی دی چه هغه شرک دی اودبعضو اهل علموپه نیزباندی مراد دنجاست نه نجاست ظاهری دبدن دی (فَلَا يَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ) مراد ددی نه دحج او عمری او طواف نه منع کول دی اومسجد حرام ته اونورو مساجدو په نیز داحنافو جائز دی اوپه نیز د امام شافعی رحمة اللّٰه علیه صرف مسجد حرام ته منع دی نورو مساجدو ته جائز دی اوپه نیز دامام مالک رحمة اللّٰه علیه ټولو مساجدوته منع دی - غوره داده چه مراد دمسجد حرام نه ټول حرم دی اود مشرکانو کافرانو داخله حرم ته منع ده - بیاپه دی آیت کښی جواب دی دڅلورم مانع دقتال - سوال داوؤ چه دمشرکانو دطرف نه مونږ له مالونه به بند شی؟ - نوجواب اوشو چه پرواه مه کوئ اللّه تعالٰی به بل طرف نه څه سبب جوړکړی (إِنْ شَاءَ) دا دلیل دی په دی باندی چه مالداری اوغریبی په اختیار دبندگانو کښی نه دی بلکه دا اختیارد اللّه تعالٰی دی -
[۲۹] ددی آیت نه دوهم حصه دسورة ده تراوه دیرش آیت پوری اوپه دی حصه کښی ذکر داهل کتابو کافرانو دی اودهغوی دقتال دپاره دیارلس وجی ذکرکړی دی - په دی آیت کښی دهغی نه دری ذکردی اودی آیت نه دا معلومه شوه چه دقتال ددی کافرانونه مقصد کمزوری کول ددوی دی نوکه داراسلام کښی اوسی اوجزیه ورکوی یا ددار اسلام نه بهروی لیکن مسلمانانوسره صلح اوکړی په جزیه ورکولو نو دا جائزدی (لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ) مراد ددی نه نفی دایمان شرعی ده چه هغه ایمان دصحابو دی اویهودیان عقیده دتجسیم او تشبیه لری اونصاریٰ عقیده دحلول او تثلیث لری اوبعث د ارواحو بغیرد اجسادو نه منی اوجنت دځان دپاره خاص کوی (مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ) یعنی تحریمات دقرآن او سنت نه منی یا دتورات اوانجیل هم نه منی په هغی کی ئی تحریف کړی (وَهُمْ صَاغِرُونَ) دا دلیل دی چه معاهد او اهل ذمه به داراسلام کښی په عزت سره نه اوسیږی اهل علمو وئیلی دی چه په ښارونوکښی به نه اوسیږی دنگی آبادئ به نه کوی داسلامی حکومت په فوج کښی اونورو اعلیٰ عهدو باندی به نه مقررکیږی -