وَاعْلَمُوا ۴۱۱ التوبة

قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ﴿۲۴﴾ لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُمْ مُدْبِرِينَ ﴿۲۵﴾ ثُمَّ أَنْزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَنْزَلَ جُنُودًا لَمْ تَرَوْهَا وَعَذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَذَلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ ﴿۲۶﴾

ته اووایه که وی پلاران ستاسو او ځامن ستاسو اورونړه ستاسو او او ښځی ستاسو اوقبیلی ستاسو او هغه مالونه چه گټئ ئی تاسو هغی لره اوتجارت چه ویریږئ‌ دکوټه کیدلو دهغه نه اوهغه کورونه چه خوښوئ‌ تاسو هغی لره ډیرخواږه دی تاسوته د اللّه تعالٰی اود رسول ﷺ دهغه نه او دجهاد نه په لاردهغه کښی پس انتظار اوکړئ‌ تردی چه رابه ولی اللّه تعالٰی فیصله خپله او اللّه تعالٰی توفیق نه ورکوی قوم نافرمان ته ﴿۲۴﴾
یقیناً امداد کړی دی تاسوسره اللّه تعالٰی په ځایونوډیرو کښی اوپه ورځ دحنین کله چه خوشحاله کړی تاسو ډیروالی ستاسو پس فائده درنه کړه تاسوته هیڅ فائده اوتنگه شوه په تاسوباندی ځمکه سره دارت والی نه بیا اوگرځیدلئ تاسو (دمیدان دجنگ نه) شاکوونکی (دشمنانوته) ﴿۲۵﴾
بیا راولیږله اللّه تعالٰی تسلی دخپل طرف نه په رسول اللّٰه ﷺ خپل اوپه مؤمنانوباندی راولیږلی ئي داسی لښکری چه نه لیدلی تاسوهغه (یعنی ملائک) اوعذاب ئی ورکړو کافرانولره اودا سزا دکافرانو ده ﴿۲۶﴾

[۲۴] دا آیت هم دمخکښی آیت سره تعلق لری اودمخکښی نه ترقی ده په بیان کښی ځکه چه مخکښی ئی ولایت منع کړو دکافرانو سره اوپه دی آیت کښی هرقسم تعلق ساتل دهرچا سره په مخالفت د اللّه تعالٰی او درسول کښی منع کوی - اوزورنه ده هغه چاته چه د اللّه تعالٰی اود رسول اللّٰه ﷺ دحکم په مقابله کښی خپلوان یاد دنیا څیزونه غوره کوی دارنگ دهغوی د مینی دوجی نه هجرت او جهاد پریږدی رازی وئیلی دی دا آیت دلیل دی چه یوطرف ته ددین یومصلحت وی اوبل طرف ته ددنیا بی شماره مصلحتونه وی لیکن په مسلمان باندی فرض دی رعایت دمصلحت ددین اوترجیح ددین په دنیاباندی - (وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ) ددی تخصیص په دی وجی سره اوشو چه دا ذریعه د اعلاء او غلبی ددین الٰهی ده - (بِأَمْرِهِ) مراد ددی نه عذاب دی دنیا په مختلفوطریقوسره (الْفَاسِقِينَ) مراد هغه خلق دی چه ښکاره وتلی دی د طاعت د اللّه تعالٰی اود رسول نه اوتوبه ئی نه ده کړی او (لَا يَهْدِي) نه مراد عذاب نه بچ کول دی -
[۲۵] ربط دمخکښی سره دادی لکه چه اعتماد په دغه ذکرکړی شوی څیزونوباندی منع دی نودارنگ اعتماد کول په خپل ډیروالی باندی هم منع دی اوپه دی آیت کښی زیری دی په امداد د اللّه تعالٰی سره دپاره دترغیب دجهاد - دوهم مقصد دادی چه اعتماد په خپل ډیروالی باندی مه کوئ‌ بلکه توکل کوئ په اللّه تعالٰی (مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ) مراد ددی نه مغازی (غزاگانی) دی مؤرخینو وئیلی دی چه اتیا (۸۰) مغازی په ژوند د رسول اللّٰه ﷺ کښی موجود شول اوپه روایت دبخاری کښی دی چه نبی ﷺ په خپله په (۱۹) ِغزاگانوکښی شریک شوی دی (وَيَوْمَ حُنَيْنٍ) ددی تخصیص ئی ددفعی دوهم دوجی نه اوکړو که څوک وهم اوکړی چه په حنین کښی خوهزیمت شوی دی نومعلومه شوه چه نصرت الٰهی نه وؤ نودهغی جواب ئی اوکړو او حُنَین دمکی او د طایف په مینځ کښی وادی ده اوپه مقابله کښی هوازن او ثقیف څلورزره کسان وؤ لیکن په هغوی کښی نوی مسلمانان وؤ چه د ادابونه پوره خبرنه وؤ نوددی وجی نه دجنگ په ابتداء‌ کښی تنگ شول او میدان ئی پریخودلو -
[۲۶] دی آیت کښی ذکردامداد د اللّه تعالٰی دی په ورځ دحنین په روستو حالت چه اللّه تعالٰی ملائک را اولیږل اوکافران ئی مغلوب کړل (عَلَى رَسُولِهِ) داسی په سورة فتح (۲۶) کښی هم دی اوپه دی کښی اشاره ده چه رسول هم د اللّه تعالٰی سکینی ته محتاج دی اگرچه په هغه باندی په دی واقعه کښی هیڅ اضطراب نه وؤ راغلی صرف خفگان ورباندی راغی دملگرو دتللو دوجی نه (وَعَذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُوا) څه ئی قتل کړل اوډیرئی قیدکړل بیا روستودایمان راوړلونه ئی واپس ورکړل -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>