وَاعْلَمُوا ۴۱۰ التوبة
الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِنْدَ اللَّهِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ ﴿۲۰﴾ يُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُمْ بِرَحْمَةٍ مِنْهُ وَرِضْوَانٍ وَجَنَّاتٍ لَهُمْ فِيهَا نَعِيمٌ مُقِيمٌ ﴿۲۱﴾ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۲۲﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا آبَاءَكُمْ وَإِخْوَانَكُمْ أَوْلِيَاءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمَانِ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۲۳﴾
هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوهجرت ئی کړی دی اوجهاد ئی کړی دی په لار د اللّه تعالٰی کښی په مالونو خپلو اوپه ځانونو خپلو سره لوی درجی والادی په نیز د اللّه تعالٰی اودغه کسان خاص دوی کامیاب دی ﴿۲۰﴾
زیری ورکوی دوی لره رب ددوی په مهربانئ خپلی سره اوپه رضامندئ خپلی سره اوپه جنتونوسره چه دوی لره به په هغی کښی نعمتونه همیشه وی ﴿۲۱﴾
همیشه به وی دوی په هغی کښی همیشه یقیناً د اللّه تعالٰی سره دی اجرلوئ ﴿۲۲﴾
ای ایمان والو: مه نیسئ پلاران خپل او رونړه خپل دوستان که خوښوی دوی کفرلر ه په ایمان باندی او چاچه دوستانه اوکړه دوی سره ستاسونه پس دغه کسان خاص دوی ظالمان دی ﴿۲۳﴾
[۲۰] دا آیت علت دی یاتفسیردی د مخکښی آیت دپاره چه په هغی کښی فرمائیلی وؤ لایستوون - اوپه دی کښی بل جانب مرجوح نه دی ذکرکړی ځکه چه کالعدم دی -
[۲۲-۲۱] په دی دواړو آیتونو کښی اخروی زیری دی اوداتفسیردی د الفائزون دپاره ( بِرَحْمَةٍ) مراد ددی نه بچ کول دی دهرعذاب نه لکه په سورة انعام (۱۶) اومؤمن (۹) کښی دی یا مراد ددی نه قبلول دعملونو ددوی دی -
[۲۳] داجواب دی ددریم مانع دقتال - سوال داوؤ چه دی مشرکانوسره زمونږه خپلولی ده اوصله رحمی ساتل خو واجب وی نودوی سره قتال ولی واجب شو؟ نوجواب اوشو چه د مشرکانو سره دوستانه کول اگرچه خپلوان وی حرامه ده او ددوستانی تفسیردادی چه په کار دکفراوشرک کښی دهغوی تابعداری کوی یاپه دغی کارونو کښی ددوی امداد کوی یا دهغی د وجی نه جهاد پریږدی -
فائده: په دی آیت کښی ذکر دځامنوځکه نه دی کړی چه ځامن تابع دپلار وی نوپلار دځوی سره دوستانه په طریقه دتابعداری دهغه نه کوی -