وَاعْلَمُوا ۴۰۹ التوبة

مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِينَ أَنْ يَعْمُرُوا مَسَاجِدَ اللَّهِ شَاهِدِينَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ بِالْكُفْرِ أُولَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ وَفِي النَّارِ هُمْ خَالِدُونَ ﴿۱۷﴾ إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا اللَّهَ فَعَسَى أُولَئِكَ أَنْ يَكُونُوا مِنَ الْمُهْتَدِينَ ﴿۱۸﴾ أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا يَسْتَوُونَ عِنْدَ اللَّهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۹﴾

نه شی قبلیدی دمشرکانودپاره چه آبادوی دوی جماعتونه د اللّه تعالٰی اقرار کوونکی دی په ځان باندی په کفرسره دغه کسان برباد دی عملونه ددوی اوپه اورکښی به دوی همیشه وی ﴿۱۷﴾
یقیناً آبادوی جماعتونه د اللّه تعالٰی هغه څوک چه ایمان لری په اللّه تعالٰی او په ورځ روستنئ اوپابندی کوی دمانځه اوورکوی زکوٰة اونه ویریږی دهیچانه سیوا د اللّه تعالٰی نه پس لائقه ده چه دغه کسان به وی دهدایت والو نه ﴿۱۸﴾
آیا گنړئ‌ تاسو اوبه څښکول په حاجیانو او آبادول دمسجد حرام په شان دهغه چاچه ایمان لری په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنئ‌ او جهاد کوی په لار د اللّه تعالٰی کښی نه دی برابر دوی په نیزد اللّه تعالٰی او اللّه تعالٰی ثواب نه ورکوی قوم ظالمانوته ﴿۱۹﴾

[۱۷] په دی آیت کښی جواب دی ددوهم مانع د قتال - چه سوال راتلو چه دامشرکان خوخدمت کوی دمساجدو او خاص کر دمسجد حرام اوپه حاجیانو اوبه څښکوی نوددوی سره قتال ولی جائز دی؟ نوجواب: ورکړی شو چه دمشرکانو عملونه دغسی برباد وی (شَاهِدِينَ) اقرار دکفردادی (په ژبی سره) چه خپل معبودانوته مخلوق وائی اوبیائی هم اللّه تعالٰی سره شریکوی اواقرار په عمل سره دادی چه کارونه دشرک ښکاره کوی لکه سجده او دعا دغیراللّه (مَا كَانَ) کښی اشاره ده چه مؤمنان به مشرکانوته دمسجد دجوړولو تمکین (طاقت) نه ورکوی (مَسَاجِدَ اللَّهِ) جمع ئی ذکرکړه دپاره دتعمیم دحکم ټولو مساجدوته -
[۱۸] دی آیت کښی صفات دمؤمنانو ذکردی چه ددی وجی نه دهغوی ابادول مساجدولره قبلول دی - او آبادول دوه قسمه دی یوظاهری آبادی داهم عبادت دی دهغی صفائی اوپه هغی کښی رنړا کول وغیره - دوهم آبادول دمساجدو په عبادت سره دی په عقیده دتوحید اوپه طریقه دسنت باندی (وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا اللَّهَ) خشیت هغه ویره ده چه سره دتعظیم نه وی اودا خاص ده په اللّه تعالٰی پوری (أَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ) په دی کښی اشاره ده چه نفل کارونه (لکه تعمیر دمسجد) روستو دی د ادا کولو دفرضونه چه فرض بدنی وی اوکه مالی وی (وَلَمْ يَخْشَ) کښی اشاره ده اخلاص ته په ټولو عباداتوکښی ددی وجی نه روستوئی ذکرکړو (فَعَسَى) عسیٰ د اللّه تعالٰی دطرف نه دوجوب (یقین) دپاره وی لیکن هرکله چه اهتداء‌ نه مراد قبولیت دی اودهغی علم د اللّه تعالٰی سره دی نوددی وجی نه په لفظ د عسیٰ سره ذکر کړو -
[۱۹] دا آیت هم دمخکښی جواب سره متعلق دی، حاصل دادی چه نیک عملونه دمشرکانو برباد دی دی وجی نه هغوی په دغی عمل سره دایمان والوسره نشی برابرکیدلی - اوپه دی آیت کښی رد دی په هغه چاباندی چه فخرکوی په نیک کارونوباندی لکه جماعتونه جوړول اوخیراتونه کول سره دعقیدی دشرک او کفرنه - (سِقَايَةَ) ددی نه مخکښی لفظ داهل پټ دی یاپه كَمَنْ سره لفظ‌ دایمان پټ دی (لَا يَهْدِي) مراد دهدایت نه قبولیت او ثواب ورکول دی یامراد ددی بصیرت او پوهه ده دپاره دفرق کولو دخیراوشر -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>