وَاعْلَمُوا ۴۰۸ التوبة

أَلَا تُقَاتِلُونَ قَوْمًا نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ وَهَمُّوا بِإِخْرَاجِ الرَّسُولِ وَهُمْ بَدَءُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ أَتَخْشَوْنَهُمْ فَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَوْهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۳﴾ قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۴﴾ وَيُذْهِبْ غَيْظَ قُلُوبِهِمْ وَيَتُوبُ اللَّهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۱۵﴾ أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تُتْرَكُوا وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنْكُمْ وَلَمْ يَتَّخِذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَا رَسُولِهِ وَلَا الْمُؤْمِنِينَ وَلِيجَةً وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۶﴾

ولی جنگ نه کوئ‌ تاسو دهغی قوم سره چه مات کړی ئی دی قسمونه خپل اوکوشش ئی کړی ووپه ویستلو د رسول اللّٰه ﷺ اودوی شروع اوکړه په تاسوباندی (په جنگ کولوسره) اول ځل آیا ویریږئ تاسو ددی نه پس اللّه تعالٰی زیات حقداردی چه دهغه نه ویره اوکړئ‌ ځکه چه تاسو مؤمنان یئ ﴿۱۳﴾
جنگ کوئ‌ ددوی سره نوعذاب به ورکړی دوی لره اللّه تعالٰی په لاسونو ستاسو او اوبه شرموی دوی لره او امداد به اوکړی تاسوسره په مقابله ددوی کښی اوشفاء به ورکړی سینودقوم مؤمنانوته ﴿۱۴﴾
اولری به کړی غصه دزړونو دکافرانو او مهربانی به اوکړی اللّه تعالٰی په هغه چاباندی چه اوغواړی (په توفیق دایمان سره) او اللّه تعالٰی پوهه دی حکمتونووالا دی ﴿۱۵﴾
آیا گمان کوئ‌ تاسو چه پری به خودئ‌ شئ‌ تاسو (بغیردامتحان نه) اوتراوسه نه دی ښکاره کړی اللّه تعالٰی هغه کسان چه جهاد ئی کړی وی ستاسونه اونه ئی وی نیولی سیوا د اللّه تعالٰی نه او د رسول ﷺ دهغه نه اود مؤمنانونه رازدار دوست او اللّه تعالٰی خبردار دی په هغه عملونوچه تاسوئی کوئ‌ ﴿۱۶﴾

[۱۳] په دی آیت کښی نور دوه صفات دی اوترغیب دی مؤمنانوته په قتال ددغی مشرکانو چه په هغوی کښی دا صفات موجود وی اوترغیب په پنځو طریقو سره دی (۱) لفظ اَلَا دپاره د تحضیض (۲) ذکر ددوه علتونو (۳) اتخشونهم (۴) فاللّه احق (۵) ان کنتم مؤمنین (وَهَمُّوا) هَمْ په معنیٰ دکوشش کولودی ځکه صرف هَم دگناه خو گناه نه دی او (بِإِخْرَاجِ) نه مراد اخراج دی دمکی نه اوپه هغه هَم کښی دوی کامیاب شول یا اخراج دمدینی نه اوپه دی کښی دوی کامیاب نه شول -
[۱۴] په دی آیت کښی اعلان قتال دی پس دبیان داسبابودهغی نه اودهغی څلور فائدی ذکرکوی - (يُعَذِّبْهُمُ) مراد ددی نه قتل دی (وَيُخْزِهِمْ) شامل دی قید کولو او ذلیل کولو ته (وَيَشْفِ) مراد یشف نه خوشحالی د زړونو ده -
[۱۵] په دی آیت کښی دوه فائدی دقتال ذکردی او ضمیرد (قُلُوبِهِمْ) کافرانو ته راجع دی (وَيَتُوبُ) دا کلام مستانف دی ځکه مرفوع دی -
[۱۶] دی کښی ترغیب دی جهاد ته، مطلب ئی دادی چه اللّه تعالٰی مؤمنانولره بغیر د امتحان نه نه پریږدی لکه ددوی امتحان په دوه طریقو سره وی یوجهاد دوهم برائت دمشرکینونه (وَلَمْ يَتَّخِذُوا ) دا جمله ئی ددی وجی نه راوړه چه په دی سورة کښی اعلان دبرائت وؤ اوبرائت وائی دی ته چه هغوی سره تعلق پریږدی (وَلِيجَةً) فراء وئیلی دی چه ولیجة درازدوستانی ته وئیلی شی اوراغب وئیلی دی ولیجة هرهغه څوک کیدی شی چه انسان په هغه باندی اعتماد کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>