وَاعْلَمُوا ۴۰۷ التوبة
لَا يَرْقُبُونَ فِي مُؤْمِنٍ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُعْتَدُونَ ﴿۱۰﴾ فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَنُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۱۱﴾ وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنْتَهُونَ ﴿۱۲﴾
لحاظ نه کوی دوی دهیڅ مؤمن په باره کښی دخپلولئ اونه لوظ او دغه کسان دوی دحدنه تیروتونکی دی ﴿۱۰﴾
پس که دوی توبه ویستله ددی کارونونه اوپابندی ئی کوله دمانځه او ورکوؤئ زکوٰة پس رونړه ستاسو دی په دین کښی اوتفصیلی بیانوو مونږه احکام دپاره دهغه قوم چه پوهیږی ﴿۱۱﴾
اوکه مات کړل دوی قسمونه خپل پس دکلک والی دهغی نه اوطعن ئی اوکړو په دین ستاسوکښی پس جنگ کوئ دمشرانو دکفرسره یقیناً دوی نیشته هیڅ قسمونه ددوی دی دپاره چه دوی منع شی (دکفرنه) ﴿۱۲﴾
[۱۰] دی آیت کښی دوه صفات ذکردی (لَا يَرْقُبُونَ) په دی کښی تکرار نیشته دی ځکه چه مخکښی خاص ذکرشوی وؤ اودا عام دی (الْمُعْتَدُونَ) داترقی ده په خباثت کښی یعنی صرف ترک دلحاظ نه دی بلکه ظلم ورسره هم یوځای کوی -
[۱۱] دی آیت کښی ترغیب دی توبی ته لیکن آیت (۵) کښی مقصد منع دقتال اوحصول د عصمت د وینو او دمال وؤ ددی وجی نه هلته فَخَلُّوا سَبِيلَهُمْ، وئیلی وؤ اوپه دی آیت کښی مقصد اعتبارکول دی په عهد دهغوی باندی اوچه په چا باندی اعتبار کیدی شی نوهغه ته رور وئیلی شی ددی وجی نه دلته ئی (فَإِخْوَانُكُمْ) اوئیل نوتکرار آیتونو کښی نیشته دی (وَنُفَصِّلُ الْآيَاتِ) مراد د آیت نه اوصاف د ماتوؤنکو دعهد دی چه هغه علتونه دقتال دی -
[۱۲] دی آیت کښی مراد مشرکان معاهدین دی، ځکه لفظ د اِن ئی راوړی دی یعنی که دغه معاهدینو د مودی دپوره کیدل نه مخکښی لوظ مات کړو نوقتال ورسره کوئ بیاپه دی آیت کښی دری صفات ذکردی - دا آیت دلیل دی په دی خبره چه چا طعن اوکړو په دین اسلام کښی نوهغه کافردی یاکافرمهاهد او ذمی طعن اوکړی نودهغه ذمه او امن ختم شو (خازن، مدارک) طعن دادی چه نسبت اوکړی دین ته دهغه څیزچه مناسب نه وی یا سپک اوگنړی دین لره اودارنگ کنځل اوکړی پیغمبرته یا قرآن پاک ته یا نورو ددین احکاموته نودا طعن کول کفردی اودوئ ته ئی امامان دکفراوئیل ځکه چه داسی سړی بنیاد دکفر جوړوی اونورخلق ئی تابعداری کوی (أَيْمَانَهُمْ) په وخت دعهد کښی قسم ذکرکیږی ځکه ئی ایمان اوئیلو (۱إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ) اول ئی دوی له ایمان (قسمونه) ثابت کړل او اوس ئی تری نه نفی کړل ځکه چه هرکله ئی ایمان مات کړل نوپه شان دنیشت شول -