وَاعْلَمُوا ۴۱۶ التوبة

إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ﴿۳۶﴾ إِنَّمَا النَّسِيءُ زِيَادَةٌ فِي الْكُفْرِ يُضَلُّ بِهِ الَّذِينَ كَفَرُوا يُحِلُّونَهُ عَامًا وَيُحَرِّمُونَهُ عَامًا لِيُوَاطِئُوا عِدَّةَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ فَيُحِلُّوا مَا حَرَّمَ اللَّهُ زُيِّنَ لَهُمْ سُوءُ أَعْمَالِهِمْ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ﴿۳۷﴾

یقیناً شماره دمیاشتو په نیز د اللّه تعالٰی دولس میاشتی دی په حکم د اللّه تعالٰی کښی دهغه ورځ نه چه پیداکړی ئی دی آسمانونه اوځمکه دهغی نه څلور میاشتی دعزت دی دادین کلک دی پس ظلم مه کوئ په دی میاشتوکښی په خانونو خپلو باندی اوجنگ کوئ دمشرکانوټولوسره لکه چه جنگ کوی دوی تاسو ټولوسره اوپوهه شئ‌ چه یقیناً اللّه تعالٰی خاص ملگری دمتقیانو دی ﴿ ۳۶ ﴾
یقیناً روستوکول (دحرمت دمیاشت) زیاتوالی دی په کفرکښی زیاتی کیدی شی په دی سره گمراهی دکافرانو حلال گنړی دوی هغه میاشت یوکال اوحرامه گنړی هغه بل کال دی دپاره چه پوره کړی دوی شماره دهغه میاشتو چه عزت ورکړی دی اللّه تعالٰی پس حلالوی دوی (په دی طریقی سره) هغه میاشتی چه حرام کړی دی اللّه تعالٰی ډولی کړی شوی دی دوی ته بدعملونه ددوی او اللّه تعالٰی توفیق نه ورکوی قوم کافرانو ته ﴿ ۳۷ ﴾

[۳۶] په دی آیت کریمه کښی هم رد دی په اهل کتابوباندی چه دهغوی په نیزباندی په کال کښی د دولسو میاشتونه څه ورځی زیاتی وی اوبعضی کلونوکښی دهغوی په نیز دیارلس میاشتی وی اودا سبب دی گډوډ کول دحج اودرمضان دارنگی رد دی په مشرکین عرب باندی چه هغوی دحرمت په میاشتو کښی تبدیلی کوله او اهل کتابوهم دهغوی سره په دی کښی اتفاق کوو (الدِّينُ الْقَيِّمُ) قرطبی وئیلی دی چه حق داده چه دین په معنیٰ مشهورسره دی او قَيِّمُ په معنیٰ دمستقیم سره دی ځکه دا دین دابراهیم علیه السلام دی اوپه دی آیت کښی بیا امردقتال دی دټولو مشرکینوسره (فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ) معنیٰ داده چه ظلم مه کوئ په دی ټولو میاشتو کښی په زیاتوالی سره دارنگ په تبدیل سره اوپه مخکښی کولو او روستو کولوسره اوپه نورو گناهونو سره -
فائده ۱: دا آیت دلیل دی په دی خبره چه اعتبارپه احکامودشریعت کښی حساب دسپوږمئ‌ ته دی نه حساب دنمرته - فائده ۲: دقمری میاشتی په حساب سره ټولی ورځی دری سوه پنځوس دی اودنمرپه حساب سره دری سوه پنځه شپیته او څلورمه دورځی - نوشمسی کال دقمری کال نه تقریباً لس ورځی زیات وی نوپه دری کاله یومیاشت زیاتیږی نو دیارلس میاشتی دکال جوړیږی او دا د اللّه تعالٰی دقانون نه خلاف دی - فائده ۳: (كَافَّةً) یعنی ټول قسمونه مشرکان یا ټولی میاشتی بناء په روستنئ‌ معنیٰ سره دا آیت ناسخ دی دحرمت دقتال په میاشتو عزتمنوکښی -
[۳۷] دی آیت کی رد دی په یورسم باطل دمشرکانو چه هغه تعلق لری دمیاشتوسره لکه چه تیرشوی ایت کښی رد وؤ په کتابیانوپه زیادت دمیاشتی سره تفصیل ئی دادی چه دری میاشتی دحرمت پرله پسی وی ذوالقعده، ذوالحجه او محرم - نوعرب مشرکینوباندی دا گرانه وه چه دری میاشتی پرله پسی د جنگونو کولو نه صبراوکړی نودوی به کله چه حج کښی دمنا نه واپس شول نویوسړی به دبنوکنانه اودریدلو چه دهغه نوم قملس وؤ دهغه فیصله به چا نه شوه واپس کولی دوی به ورته اوئیل چه په حرمت دمحرم کښی مونږلره النّسی (روستووالی) اوکړه نوهغه به اوئیل چه دمحرم نه حرمت صفرته نقل شو نومیاشت دمحرم به دوی حلاله کړه بل کال به داحرمت ربیع الاول ته نقل شو په داسی طریقه په هرکال کښی بلی بلی میاشتی ته به ئی نقل کوؤ نوپه دی رسم کښی کفرداوؤ چه دحرامو تحلیل به ئی کوؤ ځکه په دی آیت کریمه کښی دی ته دکفرزیاتوالی اوئیلی شو یعنی ددوی نورکفریات هم وؤ لیکن تحریم او تحلیل دمیاشتو دخپل ځان دطرف نه دابل کاردکفروؤ نولکه چه په ایمان کښی زیاتوالی راځی نودارنگ په کفرکښی هم زیادت راځی (يُضَلُّ بِهِ الَّذِينَ كَفَرُوا) اضلال دشیطان په وسوسه دی که انسی اوکه جنی دی (لِيُوَاطِئُوا) یعنی دوی صرف شمار ته اعتبارورکوی اووصف دتحریم بدلوی دهغی پرواه نه کوی -