وَلَوْ أَنَّنَا ۳۳۳ الأعراف

إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۵۴﴾ ادْعُوا رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ ﴿۵۵﴾

یقیناً رب ستاسو اللّه تعالٰی دی هغه ‌ذات دی چه پیداکړی دی آسمانونه اوزمکه په (اندازه) دشپږورځو کښی بیابرابرشو (دخپل شان مناسب) په عرش باندی اغوندوی شپه ورځ ته چه طلب کوی یوبل لره په تیزئ سره اوپیداکړی دی نمر او سپوږمئ اوستوری تابع کړی شوی دی دحکم دهغه خبردار اللّه تعالٰی لره پیداکول دی اواختیاردی برکات ورکؤونکی دی اللّه تعالٰی چه پالونکی دعالمودی ﴿۵۴﴾
دعا غواړئ درب خپل نه په عاجزئ‌ اوپه پټه (اوحدنه مه تیریږئ) یقیناً اللّه تعالٰی مینه نه کوی دحد نه تیروتونکوسره ﴿۵۵﴾

[۵۴] ددی ځای نه دوهمه حصه دسورت ده په دی کښی دری بابونه دی اول باب (۱۰۳) پوری دی په دی کښی اول دری آیاتونوکښی مسئله دتوحید ده په لس جملوسره اوپه هغی کښی تعریف د اللّه تعالٰی دی په رد دشرک فی الربوبیت والخلق والبرکات اوپه دعا سره - بیایومثال دی بیادپنځه انبیاؤ واقعات اول دری او پنځمه واقعه کښی ذکردی چه دی انبیاؤ مسئله توحید په بهادرئ سره بیان کړی وه اوڅلورمه واقعه کښی ذکردی چه لوط علیه السلام د اللّه تعالٰی نازل کړی شوی حکم ته را اوبللو اودشیطان دتابعدارئ‌ نه ئی خلق منع کړل اوآخرکښی آیاتونه ددی قصوسره تعلق لری اوابتلاء بالنعم والنقم ذکرکوی - ربط دماقبل سره دادی چه مخکښی اوئیلی شو چه ددوی شفعاء فائده نشی ورکولی ځکه چه معبودان نشی کیدلی معبود خوصرف اللّه تعالٰی دی چه موصوف دی په دی صفتونوسره ددی آیت حاصل دادی چه اللّه تعالٰی ستاسو (۱) رب دی (۲) خالق دی (۳) عرش والادی (۴) نظام چلوونکی دی (۵) هرڅه دهغه دحکم دلاندی دی - (۶) اختیارمند دی برکات ورکوونکی اوفائدی رسؤنکی اومصیبتونه دفع کوونکی دی (فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ) مراد ددی نه ورځی دآخرت دی چه هره ورځ زرکاله ده ابن کثیروئیلی دی چه داقول دمجاهد او ضحاک دی د ابن عباس نه ئی روایت کوی یامراد ددی نه ورځی ددنیا دی - سوال: ورځی ددنیا د نمرختلو او پریوتلو نه معلومیږی اوهغه خو دغه وخت نه وؤ پیداشوی؟ جواب: مراد ددی نه مقدار دشپږو ورځو دی لکه په دی قول د اللّه تعالٰی کښی لَهُمْ رِزْقُهُمْ فِيهَا بُكْرَةً وَعَشِيًّا - اودا شپږورځی سورة حٰم سجده (۹) کښی ذکر دی اوله ورځ داتوار (یکشنبه) ده اوپه جمعه باندی ختم شوی دی اود خالی ورځ خالی ده یعنی پیدایش دځمکی آسمانونووغیره ئی په شپږو ورځو کښی کړی وؤ او د خالی (شنبی) ورځ هم دغسی پاتی وه - اوکوم حدیث چه مسلم په باب دخلق آدم کښی رواړی دی چه په هغی کښی ابتداء د خلق خالی ورځ ده اوټولی ورځی دپیدایش اووه (۷) دی نوهغی باندی ابن کثیررد کړی دی (ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ) دا دهغه صفاتونه دی چه په معنیٰ سره محکمات دی ځکه چه معنیٰ ظاهری ئی معلومه ده اوپه اعتباردکیفیات سره متشابهات دی یعنی کیفیت ئی مجهول دی لکه چه دعرش معنیٰ معلوم ده اوحقیقت ئی معلومه نه دی دارنگ استواء او علو د اللّه تعالٰی معناً معلوم دی لیکن کیفیت معلومه نه دی نوعرش او استواء‌ او اوچت والی معنیٰ ظاهری مراد ده بغیر دتشبیه او تمثیل او تاویل او تکییف او تجسیم نه اودا مذهب دسلف صالحینودی په ټولومتشابهاتوکښی، دامام مالک، اوزاعی، ثوری، لیث، شافعی، احمد او اسحاق بن راهویه امام ابوحنیفه وغیرهم دامام مالک مشهور قول دادی چه : (الاستواء غیر مجهول والکیف غیر معلوم والایمان به واجب والسوال عنده بدعة) دنعیم بن حماد (دبخاری استاد) نه روایت دی چه چا اللّه تعالٰی مشابه کړودمخلوق سره نوکفرئي اوکړواوچاچه د اللّه تعالٰی د یوصفت نه انکاراوکړو نوکفرئی اوکړو - اوددی مسئلی زیات تفصیل او سوال وجواب دشیخ الاسلام په فتاوی جلد (۵) اوجلد (۳) اودابن قیم کتاب الصواعق المرسله کښی اوگورئ (يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ) دا جمله دواړه طرفونوته شامل ده مراد ددی نه تصرف انقلابی زمانی دی چه دا د اللّه تعالٰی په اختیار کښی دی (يَطْلُبُهُ حَثِيثًا) یعنی په مینځ کښی داسی وخت نه راځی چه نه شپه وی او نه ورځ وی (مُسَخَّرَاتٍ) یعنی تابع کړی شوی دی دهغه حالاتوچه اللّه تعالٰی ترینه اراده لری ښکاره کیدل، پټیدل، کسوف او خسوف راتلل اولری کیدل اونزدی کیدل وغیره (تَبَارَكَ) داصفت خاص دی په اللّه تعالٰی پوری دارنگ مبارک لفظ په زیر د (ر) سره اللّه تعالٰی پوری خاص دی اومبارک په زور د (ر) سره اللّه تعالٰی ته نشی وئیل کیدی - برکت وئیلی کیدی شی فائدی پیداکول دآسمان او دځمکی او نمر اوسپوږمئ وغیره فائدی اودارنگ فائدی زیاتول اوپیداکوونکی صرف اللّه تعالٰی دی نودفائدوپیداکوونکی هم اللّه تعالٰی دی نوبرکت ورکوونکی صرف اللّه تعالٰی دی -
[۵۵] دارد دی په شرک ددعاباندی تفریع ده په ماقبل باندی چه مالک اوختیارمند اوبرکت ورکوونکی صرف اللّه تعالٰی دی نورامدد شه وئيل حاجت غوښتل هم په هغه پوری خاص دی اودی آیت کښی ددعا رکن اوشرطونه ذکر دی رکن دادی چه خاص درب نه غواړئ‌ او شرطونه ظاهری تضرع اوپه پټه سره غوښتل او اعتداء نه کول (إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ) په دی کښی دریم شرط ددعا دی په پټ عبارت سره یعنی - وَلَاتَعتَدُوا او إِنَّهُ لَا يُحِبُّ ددی علت دی او اعتداء دحدود شرعیه نه تجاوز کولو ته وئیلی شی -